کور / تازه خبرونه / په هلمند کي د ١٢ طالبانو د وژني ادعا کېږي

په هلمند کي د ١٢ طالبانو د وژني ادعا کېږي


په افغانستان کي مېشتي د ناټو قواوي وايي د هلمند په ولايت کي يې ١٢ طالبان وژلي دي.
د ناټو ځواکونو له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دغه کسان يې د افغان پوځ سره د ګډو عملياتو پر مهال د ګريشک په ولسوالي کي وژلي دي.
بلي خواته د طالبانو وياند له ناټو ځواکونو سره دغه جګړه تائېدوي خو خپلو ملګرو ته اوښتې مرګ ژوبله نه مني.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي په دې جګړه کي يې پر څلورو خارجيانو سربېره د افغان پوځ نهه عسکر وژلي دي.