کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پيمان دغربي ډالروپه زوراسلامي عقيده ګواښي

پيمان دغربي ډالروپه زوراسلامي عقيده ګواښي

دتېرپه څېرکفري مستعمرينويوځل بياخپله ناولې څېره څرګنده کړه . اسلامي تاريخ ثابته کړې ده چي تل کفاروپراسلامي عقيده نيوکې کړې دي خوبل لورته داهم راته په ډاګه کوي چي داکارمخامخ خپله کفري اوشيطاني قوتونه نه کوي،بلکه تل يې دخپلوشتمنيوپه وسيله په مسلمانانوکي داسي اشخاص اووګړي پيداکړي دي چي دهغوپه ذريعه پراسلامي عقيده نيوکې کوي اوله کوم دليل اواثبات پرته دا عقيده ردوي .په تاريخ کي يې بیلګې ډېري دي،خودتاريخ پيښې همالته پرېږدو.دې اوسنۍ پيښې په هکله به وږغيږوچي دچاپه لمسون داکارکيږي؟ ولي کيږي؟ هدف ترې څه دی؟ بياپه يو اسلامي هيواد کي چي په سلوکي سل وګړي يې مسلمانان دي . ددې چټياتوله خپروڅه موخې څه کېدای شي؟ لومړی خوبايدداووايم چي اوسنی جنګ يوازي دافغانستان اوامريکاجنګ نه دی بلکه دادوو عقيدوجګړه ده چي پيل يې ۱۴۰۰ کاله وړاندي شوی دی اولاهم ادامه لري داچی څوک دې کارته خلک هڅوي؟ ترلمر ښکاره خبره ده همغه څوک يې هڅوي چي هيواديې په ولکه کي دی که څه هم دوئ دمذهبي ازادۍ خبره کوي خوداهسي دخلکودتيروتنې لپاره کوي . دې کارته هڅوونکي همدوئ دي ځکه يوځل يې دډنمارک په وسيله دمسلمانانودسترلارښودسپکاوی وکړ،بيایې دعبدالرحمن بې دينه په ذريعه دمسلمانانواو په ځانګړي ډول دافغان ولس بې احترمي وکړه،تردې وړاندي دانګلستان هيوادمتعصب مرتدسلمان رشدي ملعون ته دمسلمانانودمعقتداتودسپکاوي په بدل کي دسرياښاغلي لقب ورکړهمدارازيې دنوي اوځوان محصل پرويزکامبخش په وسيله دمحمدصلی الله عليه وسلم بې عزتي وکړه اوس بيادپيمان په ذريعه همداکارغواړي داچي ولي کيږي هدف ترې څه دی؟ موخه اومقصديې ترې دادی چي مسلمانانوبې احترامي وکړي،عقيده سپکه کړي اوپه دې توګه خپل زړه يخ کړي يولورته که يې دمسلمانانو دوينو نهرونه وبهول خودوئ هم پکي ښائسته دروندقيمت پرېکړنوځکه د يوې بلې حربې په کارولوسره دمسلمانانوپرشارګ ګوزارکول غواړي دخپلې دښمني دښکاره کولو لپاره يوازي دابس نه ګڼي چي هيواديې لاندي کړي اووينې يې وبهول شي بلکه ددښمنۍ ښه څرګندول هغه مهال کيږي چي ددښمن په هرهغه څه چي هغه يې محبوب ګڼي ګوزاروکړي دانوکه دهغوئ ځانونه وي که هيوادونه،که مال اوشتمني وي ياصنعت اوکاريګري وي،که فرهنګ اوکلتوروي،ياکه عقيده اودين وي،خوهرڅه چي وي دښمن دښمن دی اوددښمن په سترګه به ورته ګورې خوکاش! چي داکارونه خپله امريکايانو يادهغوئ ائتلافيانوکولای ترټولوزړه بوږنوونکې خبره داده چي هره عقيده دهغې دپيروانوپه وسيله بدناموي . بل دپام وړټکی دادی چی پيمان ولي داکارکوي اودانيوکې ترکومه له واقعيت سره سمون خوري؟ لکه وړاندي مي چي وويل دادامريکايي ډالروزوردی اودپيمان چلوونکی دډالروپه ترلاسه کولوکي نه دملت څه پروالري اونه هم دمذهب دابې ضميره اوبې دينه کسان تل د خپلوخېټو ډکولو لپاره کله دختيځوالواوکه دلويديځوالوغلامي کوي . داغربي غلامان چي څومره په ډاګه اسلامي عقيده ګواښي اونيوکې پرې کوي له څښتن متعال څخه ددوئ دنيوکې انجام ترفرعون اونمرودزيات ډاروونکی غواړم .
دليکنې ليکوال دانجيل په وسيله زموږپرعقيده ردکوي وايي چي انجيل په ۲۰۰۰ م کال کي ددنيا داختتام خبرورکړی دی خوداونه شول نولهذااسماني کتابونه ياپيغمبران چي څه وايي هغه صرف د ژبې پرسرژمنې دي نورله واقعيت سره هيڅ سمون نه خوري زه دوئ ته وايم چي دغرب غلام له حقائقو سترګې پټووي،انجيل هغه انجيل نه دی پاتي چي موږدالهي کتاب عقيده پرې لروهغه هم داستاسو په شان څوډالروخوروتحريف کړ،الهي احکام يې دڅوپيسوپه مقابل کي بدل کړل په هرحال دپيمان چلوونکي،کارکوونکي اوهمکاران ټول په دې نه بخښونکي اوکفري جنايت کي ښکېل دي،له ټولو هيوادوالوڅخه غوښتنه کوم چي دې مرتدينوته سزاورکړي،که سزانه شئ ورکولای ځکه دهغوئ تر شابه هرومروګوډاګۍ اداره اوپردي صليبيان ولاړوي نودومره خووکړئ چي نورهيڅکله داورځپاڼه مه رانيسئ که موداهم ونه کړل،نوبيابه تاسوهم په دې جنايت کي ورسره شريک ياست،ځکه ستاسودپیسوپه وسیله هغوئ بیاداسي موادخپروي،نودهغه مشهورحدیث له مخي چي :
من رأی منکم منکرافلیغیربیده فان لم یستطع فبلسانه وان لم یستطع فبقلبه وذالک اضعف الایمان .
ژباړه : په تاسوکي که څوک ناوړه کاروویني نوپه زوردي یې منع کړي که یې داپه وس نه ووپوره نوپه خوله دي ورته وايي اوکه یې دخولې ویناهم په وس نه وه پوره نوپه زړه کي دي کرکه ورڅخه وکړي.
نوپرهمدې بناکه موږاوتاسي دپیمان چلوونکواوکارکوونکوته نوره سزانه شوورکولای نوداخو کولای شوچي نوره داورځپاڼه تحریم کړواوهیڅکله یې وانخلو.