کور / تازه خبرونه / دلغمان چارواکو اوس ومنله چې په عليشنګ کې ولسي خلک مړه او ژوبل شوي

دلغمان چارواکو اوس ومنله چې په عليشنګ کې ولسي خلک مړه او ژوبل شوي

دلغمان چارواکو يوه اونۍ وروسته ومنله چې د عليشنګ په ماسموت کې ايتلافي ځواکونو ډېری ولسي خلک وژلي دي. د لغمان دوالي وياند سيد احمد صافی وايي ددوی څېرونکې ډلې ورته ويلي چې د باندنيو ځواکونو په بريد کې ۱۳ تنه ولسي وګړی مړه ۹ ټپیان او ۶ تنه ددولت مخالفين هم وژل شويدي. صافی وايي په دغه بريد کې افغان بوځ برخه نه لرله او د ايتلاف له لوري د ولسي خلکو وژنه په کلکه غندي، دلغمان چارواکي دبهرنیو ځواکونو دغه عمل په داسې حال کې غندي چې تېره اونۍ دوی په ياده سيمه کې د دولت د ۳۲ تنو مخالفينو د وژلو خبر ورکړی و. ولسمشر حامد کرزي هم ددغه ځای د ولسي خلکو په وژنه خواشيني ښودلې، خو ايتلافي ځواکونه بيا وايي چې دوی ولسي خلک نه دي وژلي.