دپاكستان پخوانى پوځي اولسمشر پروېزمشرف په امريكا كې د چوټوله ګزارونوڅخه بچ پاته سو
دپاكستان پخوانى پوځي اولسمشر پروېزمشرف په امريكا كي د خپلي لومړۍ وينا پر وخت هغه مهال د چوټو له ګزارونو څخه ساتل سوى چي په يوه هوټل كي و يوې غونډي ته تر وينا كولو وروسته له هغه ځايه څخه رخصتېدى
د امريكا د شيكاګو په ښار كي د هغه د ورور نويدمشرف له اړخه وركړل سوې ماښامنۍ ته د ورتګ پر وخت پر سخته يخني او وارين موسم برسېره د هوټل مخي ته دهغه پر ضد مظاهره سوې ده
د مظاهرې ګډون وال د پاكستان مسلم ليګ نواز ډلي غړي ښودل سوي دي چا چې له خپلو ځانو سره چوټي هم را اخيستې وې
هغوي د پروېزمشرف پر ضد شعارونه وركړي او هڅه يې كړې چي نوموړى په چوټو وولي خو د ځايي پوليسو دسختي څارني له امله هغوي په خپل دې عمل كې نه دي بريالي سوي
پروېزمشرف په دغه غونډه كې دا منلې چي د خپلي واكمنۍ پر وخت يې څو ستري تېروتني كړي چي د سره جومات پېښه يې يوه بېلګه ده
هغه ويلي چي ده د سره جومات په اړه ډېرناسم اټكلونه كړي و. نوموړي زياته كړې چي د سره جومات له پېښي څخه د ترهكرۍ د ختمېدو پر ځاي د هغې ډاډګيرنه وسوه