د بريتانيا لومړئ وزير ګورډن براون : ټول بريتانيوي سرتيري به د ٢٠٠٩ زېږديز کال تر نيمايي پورې له عراق څخه و وځي .
نړيوال کارپوهان او شنونکي : امريکا تر هغه له عراق څخه نشي وتى، ترڅو اسرائيل په پوره ډول له ګواښونو څخه په امن نشي .
د نړۍ کوم ګوټ ته چې د امريکا پښې رسېدلي ، بريتانيا هم ورسره اوږه په اوږه ولاړ دى ، له دې چې بريتانيا ته د خپلو ګټو ترلاسه کول د امريکا ترڅنګ په اوسيدو کې برېښي ، نو ځکه د امريکا ترټولو ستر متحد بلل کېږي ، خو اوس حالات په بدلېدو دي بريتانيا د ځان په ګوښه کولو ( د خپل پوځونو په ټولولو) پېل کړى .
د عراق حالات ټولو ته روښانه دي او پوهېږي چې په څه ډول امريکايي پوځيان وژل کېږي.
له عراق څخه شاوخوا ټول اروپايي هېوادونو د خپل پوځونو د وېستلو لړۍ يا پاى ته رسولې او يا يې هم پېل کړې ، د بريتانيا پوځونه په عراق کې شتون لري خو د دې هېواد لومړي وزير ګورډن براوون او د دفاع وزارت وياند د نويو څرګندونو د عراق په اړه د امريکا په ورستۍ تګلارې بده اغېزه کړې ده .
د بريتانيا د دفاع وزارت يو لوړ پوړي چارواکي د څرګندونو له مخې کېداى شي چې له عراق څخه د هغوى د پوځيانو بېرته ستنېدل د نوي کال د مارچ تر مياشتې پېل شي دا مهال د عراق په بصرې ښار کې څلور زره او سل بريتانيوي سرتير مېشت دي خو د دفاع وزارت چارواکو په وينا که چېرې د عراق د راتلونکي کال ټولټاکنې په سوله ييزه فضا کې ترسره شي نو د دوى د پوځونو ويستلو لړۍ به په همدې کال پېل شي او له دې وروسته به بريتانيوي سرتېرو ته د عراق پرځاى په افغانستان کې دخپل جنګي وسايلو ځاى پرځاى کولو کې آسانتيا رامځته شي .
بريتانيوي لومړي وزيرګورډن براون ويلي وو چې د دوى نږدې ټول سرتېري به د راتلونکي کال تر نيمايي پورې له عراق څخه را و اوځي خويو کم شمېر پوځيان به يې د عراقي پوځيانو د روزنې لپاره پاتې کېږي .
مخکې له دې ويل شوي وو چې په عراق کې بريتانيو سرتېري به د جنورې مياشت کې د وتلو لړۍ پېلوي خو د بي بي سي د يو راپور له مخې امکان لري چې د دغو سرتېرو د وتلو لړۍ په مارچ مياشت کې پېل کېدونکې ده .
نو له دې دا جوتېږي چې د دفاع وزارت د وياند د ويناو له مخې اوس په بصرې ښار کې بهتري راغلې او د عراقي حکومت او اتحادي پوځونو په هڅو دغه ښار تر ډېره بريده بدل شوې دى نو دوى ځکه د راتلونکي نوي کال په تګلاره کې د بنسټيز بدلون هيله لري .
په داسې حال کې چې د بريتانيا دفاع وزارت وياند ديوې خبري ناستې په ترڅ کې له عراق څخه د بريتانيوي سرتېرو وتلو لامل په دې هېواد کې د حالاتو سمون باله چې د عراق په شمال دکرکوک ښار په يوه ريسټورانټ کې ځانمرګې بريد وشو چې په پايله کې يې پنځه پنځوس تنه مړه او ٩٥ تنه ټپيان شول .
له عراق څخه د بريتانيوي سرتېرو بېرته وتل په عراق کې د حالاتو سمون نه بلکې د هغه حکومت وېره ده ، بريتانيا پوهېږي چې په عراق کې سرتېرو ته يې د مرګ خطر ډېر دى او د هغوى ګټې نشي تر لاسه کېداى نو همدې لپاره بريتانيوي لومړي وزير د سرتېرو د بېرته غوښتلو پرېکړه کړې .
د عراق د کورنيو چارو وزير د څرګندونو له مخې په ياد شوي بريد کې چې د ښار په پنځلس کيلومټرۍ د عبدالله په نامه يو نامتو ريسټورانټ ترسره شو ، چې په وژل شويو کسانو کې ښځينه او ماشومان هم شامل وو .
چاودنه مازديګر هغه مهال رامنځته شوه چې په هغه ځاى کې ډېرخلک را غونډ شوي وو .
د ياد شوي ريسټورانټ ملازم د څرګندونو له مخې بريدکوونکې ريسټورانټ ته له ننوتو وروسته چاودنه وکړه .
خو د کورنيو چارو وزارت د څرګندونو له مخې ياده شوې چاودنه د ريسټورانټ نه بهر په هغه موټر کې چې له چاوديدونکو توکيو ډک و ، ترسره شوې .
د تېر يو کال په لړ کې د عراق په ډېرې شمېر ښارونو کې هره ورځ دې ته ورته پېښې رامنځته کېږي چې د مړو او ټپيانو په تعداد کې يې هم ډېر زياتوالى راغلې .
په هغه ملک کې چې د تېلو په قدرتي شتمنۍ مالامال او اتحادي پوځيان موجود دي ، د اتحادي پوځونو حکومتونو له عراق څخه د تېلو ترلاسه کولو په موخه په دې خاوره قبضه کړې وه خو په عراق کې اسلام پالو کړيو د هغوى د پليدو غوښتنو پلانونه له ناکاميو سره سره عراق يې د بهرنيو ځواکونو په هديره بدل کړې دى .
عراقي وګړي او پکې شته تنظيمونه وايي چې په عراق باندې بايد د هغوى حکومت وي خو دا په داسې حال کې ده چې امريکا او د هغه متحدين بيا په عراق کې باندې خپله واک غواړي .
په دې حال کې دعراق حکومت د امريکا له نوي ولسمشر باراک اوباما څخه غوښتي چې هغه دې د منځني ختيځ په ځانګړي ډول د عراق خرابيدونکي حالت د سمون په موخه له ايران سره خبرې اترې وکړي .
د عراق د حکومت وياند علي الدهاغ له رسنيو سره په خبرو کې له امريکايي چارواکو څخه يوې داسې نوې تګلارې د جوړېدو غوښتنه کړې چې دنورو هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنو ، د خلکو د غوښتنو او نړيوالو قوانينو ته د احترام او ظلم زور څخه د نه کار اخېستو پر بنسټونو ولاړه وي .
د امريکا متحده ايالاتو نوي ولسمشر باراک اوباما په خپله يوه مرکه کې ويلي وو چې هغه د تهران او واشګنټن ترمنځ د ٣٠ کلن تاوتريخوالي ته د پاى ټکې اېښودو په موخه به له ايران سره خبرې کو ي .
د بريتانيوي سرتېرو د وتلو په هکله د بريتانيا دفاع وزارت د وياند څرګندونې د امريکا امنيتي معاهدې څخه وروسته کېږي چې پکې د عراقي کابيني لخواهغه د ٢٠١١ زېږديز کال پورې په عراق کې د اوسيدو اجازه ورکړل شوې وه .
څو ورځې مخکې عراقي کابينې په عراق کې د امريکايي پوځيانو د راتلونکې په اړه له امريکا سره د امنيت يو تړون لاسليک کړ ، عراقي کابينې د ٢٠٠٨ زېږديز کال د دسمبر په ٢٤ مه ، په دې اړه ټولټاکنو کې دکمو رايو په ترلاسه کولو سره سره په عراق کې د امريکايي پوځيانو د اوسيدو موده غزولې وه چې دغه منظوري د عراقي وګړو لخوا په کلکه رد شوه ، په همدې وخت کې د بعقوبې ښار کې يو ځانمرګى بريد وشو چې پکې د ٧ پوځيانو په ګډون ١٥ تنه مړه او ٢٠ تنه ټپيان شول .
په عراق کې د ناټو پوځونو د اوسيدو په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ نېټه د ٢٠٠٨ زېږديز کال د دسمبر تر٣١ مې ، پورې پاى ته رسيدونکې ده .
امريکا اوس د پردې تر شا له عراق څخه وتل غواړي ، خو له عراق څخه په وتلو کې تر ټولو لوى زيان په اتحادي پوځونو کې اسرايل ته متوجه دى ، په همدې اړه په سپينه ماڼۍ کې شته يهودان هم په عراق کې د امريکايي پوځونو پاتې کېدو د نېټې اوږدېدو غوښتونکي دي او د امنيت دغه تړونونه هم د همدې موخې يوه کړۍ ده چې اتحادي پوځونه د اسرائيلي غوښتنو تر پوره کېدو څخه د مخه له عراق څخه ونه وځي ،دغه راز د امنيت د تړون په مسوده کې د څه نيمګړتياو له امله د عراق په پارلمان کې اختلافات رامنځته شول چې په اړه يې عراق له امريکا څخه د مسودې د بېرته جوړلو غوښتنه هم کړې وه .
د امنيت د تړون په مخالفت تر ټولو مخکې مذهبي مشر مقتدى الصدر غبرګون څرګندکړ او په اړه يې ډېر احتجاجي لاريونونه يې هم په لاره واچول .
دغه راز په عراق کې د امنيت معاهدې په ضد په بغداد کې د مقتدى الصدر په زرګونو پلويانو لاريونونه کړي ، لاريون کوونکو د ولسمشر بش په جوړ کړي تمثال د بوتلونو او بوټونو ګوزارونه وکړل او د امريکا پر ضديې نارې کولې .
د نادولتي رسنيو د خبرونو له مخې ، شيخ عبدالحدي المحمودي امريکا يې د اسلام دښمن بللى او زياتوي ، که چېرې حکومت له هېواد څخه د بهرني پوځيانو وېستل وغواړي نو عراقي وګړي به يې په پوره توګه ملاتړ وکړي ، دا مهال په عراق کې د مقتدى الصدرد ملګرو سربېره يو شمېر نورو ډلو هم د امنيت تړون پر ضد خپل غبرګونونه ښودلي دي .
دا مهال په عراق کې پنځوس زره امريکايي پوځيان موجود دي چې د عام ښاري څنډو څخه به را يوځاى او د ٢٠١١ زېږديز کال پورې له عراق څخه خپل ستنېدنه پېل کړي ، خو د مقتدى الصدر غواړي چې امريکا او د هغه متحدپوځونه بايد ژرترژره عراق پرېږدي .
په عراق کې دا مهال د بريتانيا هم ٤ زره سرتېري لري، تر دې مهاله په عراق کې پنځه زره سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړى چې امريکايي چارواکيو هم په دې اړه بېلابېلې شمېرې ورکړي دي.
له يوې خوا بوش ويلي چې په عراق باندې بريد تېروتنه وه چې تر اوسه ډېره ګرانه ثابت شوې خو کله د عراق جګړه يوه کاميابي بولي او وايي چې د عراق پخواني صدر اعظم صدام حسين د لرې کولو يوه صحيح پرېکړه وه په همدې هکله هغه له يو جاپاني ټلويزيوني چينل سره په خپله مرکه کې و ويل چې صدام حسين د امريکا دښمن و او د ډېرى شمېر خلکو په آند له هغه سره تباه کوونکې ډول وسله موجود وه .
بوش په وار وار ويلي وو چې په عراق کې د صدام د حکومت له پرځيدو راپدېخوا ډېر پرمختګ شوې او ويل يې چې دوى به په عراق کې خپل يو شمېر پوځيان پرېږدي او د عراقي حکومت د هر ډول مرستې ته تيار دى .
بوش وايي : (( عراق کې د ډېرو هېوادو پوځونو خپل دندو د ترسره کولو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي خو موږ د عراقي حکومت مرسته کوو ځکه تراوسه په عراق کې په پوره ډول امنيت ټينګ شوې ندى . ))
دا مهال چې د ټولو هېوادونو پوځونه بېرته ستانه شوي ، په عراق کې يواځې بريتانوي پوځونه شتون لري ، چې د هغه په وتلو سره به په عراق کې د امريکا متحده ايالاتو پوځونه يواځې پاتې شي .
په افغانستان کې خو لا دمخې امريکايان وژل کېدل خو اوس په عراق کې هم د امريکا موخو ته کلک تاوان اوښتې .
په داسې حالاتو کې اوس بريتانيا نه غواړي چې له امريکا سره پاتې شي نو ځکه له عراق څخه وتلو ته بېلا بېلې پلمې لټوي ، بريتانيا تل د امريکا ملګرتيا کړې ، د دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته د بريتانيا حکومت د امريکا ملګرى پاتې دى چې هر ډګر کې دې دوو هېوادونو په ګډه وهل ټکول په برخه شوي دي