دسعودي عربستان د استخباراتو مشر د پاكستان پلازميني اسلام اباد ته ورسېدى
د مالوماتو له مخي دسعودي عربستان د استخباراتي ادارو مشر شهزاده مقرن د خپلي يوې دورې په مخه د پاكستان پلازميني اسلام اباد ته رسېدلى دى .
ويل كيږي چي د هغه د دورې مخه به د هند او پاكستان تر منځ د روانو كشالو په كمولو كې خپلې هڅي كول وي .
نوموړى به نن د پاكستان له لومړي وزير سيديوسف رضا ګېلاني سره ويني .
په پاكستان كي د سعودي عربستان سفير علي عواض العسيري به هغه ته غرمنۍ وركوي په كوم كي چي به دپاكستان يو شمېر سياستوال هم ګډون كوي