کور / شعر / غزل

غزل


ستاناکردو يمه پر زړه ويشتلې
ياره يادو يمه  پر زړه ويشتلې


چې په خوله يو او پر زړه بله کوي
داسې پښتو يمه پر زړه ويشتلې


چا نه  ګيله چا ته ګيله وکړمه
خپلو پردو  يمه پر زړه ويشتلې


مړوند به جوړ ي شي خو د يار د لاسه
ماتو بنګړو يمه  پر زړه ويشتلې


خدايږو چې روغه به رڼا شم کله !
د چا بڼو يمه پر زړه  ويشتلې