کور / تازه خبرونه / په وردکو کې شکمن ځانمرګی وژل شوی.

په وردکو کې شکمن ځانمرګی وژل شوی.

د میدان وردکو ولایت چارواکي ادعا کوي چې فرانسوي بهرني سرتیرو نن سهار لس بجې د دغه ولایت په سید اباد ولسوالۍ د کابل – کندهار په لویه لاره یو ځانمرګی وژلی.
د وردکو د والي ویاند ادم خان سیرت لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې ځانمرګی برید کوونکی په یوې کرولا ډوله موټر کې ناست وو او د فرانسوي موټر شاه یې نېولې وه.
هغه ویلي د ځانمرګي موټر ویجاړ شوی او پخپله ځانمرګی وژل شوی.
ددی پېښې په اړه طالبانو څه ندي ویلي.