ادبي هلې ځلې:
د ادبي دوستانو مرکه مردان کلني انتخابات په يويشتم نومبر ٢٠٠٨ د مرکې په دفتر کښې سر ته ورسېدل. د ډاکټر محمد زبېر حسرت په نګرانۍ کښې د کال ٢٠٠٩ دپاره ښاغلی عبدالرؤف عارف چئيرمېن، نور الرحمان سحر جنرل سېکرټري، ساحل يوسفزی فنانس سېکرټري، مهر اندېش معاون سېکرټري او اکبر هوتي د اطلاعاتو سېکرټري وټاکلی شول. د ټاکنې نه مخکښې د مرکې د تېر کال د کارکردګۍ په حواله رپورټ هم وړاندې شو.
په ديارلسم نومبر ٢٠٠٨ د ضلعي حکومت له خوا په اېګزيکټيو کلب مردان کښې يوه درنه مشاعره وشوه. د دې مشاعرې صدر ضلعي ناظم حمايت الله مايار وۀ. ښاغلی رحمت شاه سائل، ډاکټر محمد اعظم اعظم او سلمٰي شاهين مشران مېلمانۀ وو. په دې مشاعره کښې ګڼ شمېر شاعرانو برخه واخسته.
د پاک پښتو ادبي سنګر سعودي عرب د سېوري لاندې د ياد شاعر ښاغلي اکمل لېوني سره په مردان پرېس کلب کښې يو سحر ونمانځلی شو. د دې دستورې صدر ډاکټر اسرار او مشر مېلمه حمايت الله مايار وۀ. په دې موقع ګڼو ملګرو د ښاغلي اکمل لېوني په شاعرۍ خبرې وکړې او د هغۀ شاعري ئې مقصدي او د پښتون قام دپاره يوه سرمايه وګرځوله. په دې موقع اکمل لېوني ته د هغوي د خدماتو په اعتراف کښې شيلډونه او د ضلعي ناظم له خوا نغد انعام ورکړی شو.
د پښتو ادب ژوندی نوم، ترقي پسند او سياسي مبارز او قانون دان محمد اصغر خان اېډوکېټ چې په سياسي او ادبي حلقو کښې په اصغر لالا پېژندی شو، په شلم دسمبر ٢٠٠٨ په حق ورسېدو. د خدائی بخښلي په جنازه کښې ګڼو شاعرانو او اديبانو او د ژوند سره تعلق لرونکو وګړو په ګڼ شمېر کښې ګډون وکړو.
سياسي هلې ځلې:
د پښتونخوا وزير اعلٰي امير حېدر خان هوتي د دسمبر په وړومبۍ هفته کښې د مردان
تفصيلي دوره وکړه. په خپله دې دوره کښې وزير اعلٰي د مردان باچا خان ميډيکل کالج پرانسته وکړه. د دې نه علاوه ئې په درځنونو پرمخ تللو منصوبو هم پرانستې وکړې او د دغه منصوبو د کار جاج ئې واخستو.
پاکستان تحريک انصاف مردان په مردان ښار کښې د کراچۍ د هغې واقعۍ په ضد د تاؤ تريخوالي څرګندونه وکړي په کومه کښې چې يو وارې بيا د اېم کيو اېم د لاسه په پښتنو ظلم شوی دی. د دې مظاهرې مشري ضلعي مشر خانزاده خان کوله.
د مردان ډسټرکټ بار له خوا د زيارت په ورځ د عدليې د بحالۍ دپاره په ميزان چوک کښې مظاهرې وشوې. په لوند خوړ کالج مردان کښې د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن کنونشن وشو چې پکښې ګڼ شمېر طالب علمانو برخه واخسته. په کنونشن کښې ښاغلی وقار علي خان سېکرټري او کامران خان سينئير معاون سېکرټري وټاکلی شو. کنونشن ته ښاغليو حېدر خان، ګوهر خان، عيسٰي خان او علي حېدر خان وېنا وکړه.
د مردان پرېس کلب کلنۍ ټاکنه وشوه. ښاغلي مسرت خان عاصي صدر، شعېب عباسي جنرل سېکرټري، رياض مايار نائب صدر، شهاب اکبر جائنټ سېکرټري او پروېز شاهين ماليات سېکرټري منتخب کړی شول.
په يويشتم دسمبر د پيپلز يوتهـ مردان له خوا د بې نظير بوټو د شهادت په لړ کښې يوه دستوره وشوه. په دې دستوره کښې کامرېډ منظور او د پښتونخوا اسمبلۍ غړي افتخار شاګۍ دستورې ته خطاب وکړو. په پينځويشتم دسمبر د عيسايانو اختر ونمانځلی شو. په دې لړ کښې د مردان په لويه ګرجا کښې د عيسايانو مذهبي رسومات ادا کړی شو.
د مردان نه د پښتونخوا د اسمبلۍ غړی افتخار شاګۍ د بې نظير بوټو د کليزې په سلسله کښې لاړکانې ته روان وۀ چې د پنجاب په رحيم يار خان کښې ئې اېکسيډنټ وکړو او سره د خپل يو ملګري په موقع په حق ورسېدو. افتخار شاګۍ په خپل کلي شاګۍ کښې خاورو ته وسپارلی شو.
د صوبائي حکومت له خوا يو وار بيا کمشنري نظام بحال شو يعني مردان ډويژن بيا کار شروع کړو. په دې لړ کښې خالد خان عمرزی د مردان د کمشنر په حېث خپله ذمه واري تر سره کول شروع کړل.
سماجي او ثقافتي هلې ځلې:
په يويشتم دسمبر ٢٠٠٨ په مردان ټاؤن هال کښې د باډي بلډنګ مقابلې وشوې. په دې
مقابلو کښې د مردان ځوان باډي بلډر زېر محمد خان هوتي د مردان بهترين باډي بلډر غوره کړی شو او د مسټر مردان اعزاز ئې وګټلو.
د مردان اوپن سکاؤټ له خوا يوه درنه دستوره وشوه. دې دستورې ته افتخار خان اېډوکېټ او ډاکټر يوسف يوسفزۍ وېنا وکړه. د دې دستورې مقصد په مردان کښې امن او د ورورولۍ فضا قائمول دي.
تېرو ورځو کښې د کاټلنګ ادبي جرګې له خوا د مرحوم کپور خان نسيم په ياد کښې يوه تعزيتي غونډه وشوه. ګڼ شمېر ملګرو مرحوم ته په نظمونو او مقالو کښې پېرزوئنې وړاندې کړې.