مافیاګانې

دنوې بدلون سره ېولړ نوې ناوړې پدېدو زموږ وټولنې ته سراېت وکړ چې دې ته مافېاګانې وېل کېږې . بډې ، سپارش (دشناخت ېا قرابت واسطه) توپک سالارې ، او چوکې سالارې ېعنې له دولتې درېځ نه ناوړه استفاده کول ، دا خبرې اوس دومره عامې شولې چې خلکو ته تقرېبا بدې نه ښکارې بلکه ېو فېشن او مجبورې ګرځدلې دې . مافېاېې شکل ېې ځکه دې چې پدې ناوړه عملونو کښې د کښتې پاېې له پېاده او عسکر نه نېولې تر وزارت او صدارتې محل پورې لوېه کړې پکښې ښکېل وې او هم دا د شخصې جرم او مافېاېې جرم توپېر دې . نن صبا په پښتنې ولاېتونو په ځانګړې ډول په زابل کښې درې لوېو مافېا ګانو وجود موندلې دې . لومړې ، ټېکدار مافېا (اېن جې اوز) دوهم طالب مافېا (سړې تښتونه ) درېم ، سېاسې مافېا (توپک سالارې) په ټېکدارانو کښې هغه اشخاص تر ټولو وړاندې دې چې په تېرو وختونو کښې ېې په سېمه اېز سېاست او قومې درېځونو کښې هېڅ حېثېت نه درلود هغه دچا خبره څوک ېې له نوم سره هم نوو اشنا ولې ددې دولت او امرېکاېې عسکرو په راتګ سره ددوې بخت غوړېدلې دې او نن دخپل مالې پوزېشن نه په استفادې سره پر دولتې ادارو او نورو سرګرمېو اثراندازه دې او خپل ناولې فکر ورباندې تپې . دوهمه ډله دهغو سېاسې اشخاصو ده چې په تېرو وختونو کښې ېې د حکومت ټولې ادارې لوټلې دې او شخصې داراېانې ېې تشکېل کړې دې او اوس هم ددوې دسېاسې هڅو محور خپلې شخصې ګټې دې چې ددې لپاره دوې دخپلو سېاسې وفادارېو له پلورلو هم مخه نه اړوې . لدې سره ېو عام تاثر په ټولنه کښې دا راپېدا شوې دې چې دولتې املاک او داراېانې مال غنېمت ګڼل کېږې او دا هېڅ عار او پېغور نه شمېرل کېږې چې ېو سړې د دولتې ادارو څخه د اختلاس له لارې درغلې وکړې بلکې دا ېوه کارنامه بلل کېږې . پدې کار کښې دتېرو ټوپکسالاران ترڅنګ ېو شمېر تش په نامه کلتورې کړې او نېمه خوانده ادبپالان هم ککړ دې . درېمه لوېه او غښتلې مافېا طالب مافېا ده چې اوس ېې دترور او زورونې شرمناکې کړنې د اسلام او امارت په نوم پېل کړې دې او خپل رزق د نورو په جېبونو کښې لټوې . دوې زېاتره په هغو خلکو پسې ګرزې چې د ثروت څېښتنان او ېا ټېکداران وې او بېا ېې د جاسوس په نامه دېوې هفتې له اذېت او اختطاف وروسته پر مرې چاړه ورکښېږدې او په سختې ورنه دلکونو افغانېو د تاوان غوښتنه وکړې او دنه ورکولو په صورت کښې ورته دسختو عواقبو سره دمخامخ کېدلو وارننګ ورکړې . ېواځې دقلات په ښار کښې ددې پېښو دومره واقعات وشول چې ېو کتاب ترې جوړېدلاې شې . اوس چې ټولټاکنې دراتللو په حال کښې دې عام اولس نه پوهېږې چې ددې اغېزې به ددوې پر روزمره ژوند څه وې ، دا به دوې ته په رشتېا نوې زېرې راوړې او که به دبلې نوې مافېا له چور او تالان سره مخامخ شې . نن هرڅه تر قانون هاخوا ته کېږې هغه که دامرېکانو چاپې او بمبارې دې چې هر سړې ېې هره شپه انتظار باسې او که د دولتې ادارو بې کفاېته او غله مامورېن دې چې دخلکو پر عزت نفس او مال باندې صرفه کول دځان بېعزتې ګڼې . هېله ده چې اوس هغه وخت راشې چې دخارېجې قواوو په ګډون ټول دولتې اورګان او په دوهم قدم کښې عام اولس قانون او اصولو ته غاړه کښېږدې او حدود مراعت کړې ، کنه د ملې او ولاېتې شوراګانو جوړښت بېله څو فاسدو اشخاصوته له شخصې ګټې رسونې پرته بله هېڅ ګټه نلرې او عام اولس لدې لارې نه دخېر اومېد نشې کولاې او په دې سېاسې بازېو کښې خپل وخت تېرول به ورته ېو عبث کار ثبت شې او تراوسه قېصه همداسې ده .