کور / شعر / د غزې د مقاومت سره د پيوستون په نامه

د غزې د مقاومت سره د پيوستون په نامه


‏په دې جګړه کي
 زه
دهغو کلو
 او بانډو سره
هم زړه
 او همنوا يم…
زه دهغي مور
او دهغه سپين ږيري
 نيکه
 تر څنګ ولاړ يم .
دهغه اتو ماشومانو سره چي   و پناه ځی
ته يې پناه وړې  وه
 او
ووژل سوه ،
مل يم .
زه دهغه سپين او ورېښمين پوړني
خور سره همدله يم…
اود ټولو هغه ښکلو کتابو په نامه
 چي تر  اوسه مي
 ويلي  دي ،
د تبرک
  له رويه مي
پر سر باندي
 مچ کړي   دي،
الهي!
په دې جګړه کي
زموږ پوځ
دړي وړي کړې !


اَهارون شابتی ـ د اورشليم عبري پوهنتون  وتلی استاد او ناموره شاعر، ليکوال او ژباړونکی