کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د اوبو په سر د افغانستان او ایران ترمنځ لانجې ته په اشارې لیکلي دي چې دا مسله له کلونو کلونو نه حل پاتې ده او اړتیا ده چې په هغې بیا غور وشي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ناټو د چارواکو په حواله لیکلي دي چې د نړۍ اقتصادي بحران په افغانستان کې ددوې پر روانو پوځي عملیاتو اغیزه کړیده.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د غزني ولایت په امنیتي ستونزې تبصره کړې او هغه يې کړکیچنه بللې ده.


د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د افغان ولس مشر  حامد کرزي او د امریکايې سناتور جوزیف بایډن ترمنځ  د  لیدنې خبر ورکړې او د بایډن په حواله يې لیکلي دي چې د افغان ولس غوڅ ملاتړ کوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې نړیوال دې په افغانستان کې د بیاروغنې پر ټاکونکي ارزښت پوه شي.

ورخپاڼې په لغمان ولایت کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د بیښې د څیړنې لپاره د جمهور رئیس حکم هم راغستې دې.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په پاکستان کې روانو پیښو ته په اشارې د یو امریکايې چارواکي په نقل لیکلي دي چې د پاکستان روان حالات د افغانستان وضع هم ګواښوي.

په ورځباڼه کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه په یو مطلب کې دا پوښتنه شوې چې ایا دا انتخابات به پخپل ټاکلي وخت ترسره شي.

ورځپاڼې یو ځلې بیا په لغمان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په پیښې تبصره کړې او پوښتلي دي چې د ملکي خلکو عامه وژنه ولې نه بندیږي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د امریکايې سناتور جوزیف بایډن سفر ته په اشارې لیکلي دي  چې افغانستان لا هم د لومړیتوبونو په سر کې ځاې  لري.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د هوا او چاپیریال د ککړتیا په اړه راپور ته شویو اندیښنو ته په اشارې دا غوښتنه کړې چې دې مسلې ته باید جدي پاملرنه وشي.


د افغانستان نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې افغانستان ته د جوزیف بایډن د سفر په بیلابیلو اړخونو تبصره کړې ده.

ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې شتو ستونزو ته په اشارې لیکلي دي چې د امریکا منتخب ولس مشر بارک اوباما په افغانستان کې یوه پیچلې لاره په وړاندې  لري.

په ورځپاڼه کې د داې کندي ولایت ستونزو ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي چې دغه ولایت جدي پاملرنې ته اړتیا لري.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د امریکا د منتخب ولس مشر بارک اوباما د مرستیال په سفر تبصره کړې او لیکلي دي چې افغانستان هم بدلون ته اړتیا لري.

دې ورځپاڼې هم په لغمان ولایت کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه یو مطلب خپور کړې او پدې ترڅ کې يې د افغان حکومت او ایتلافي ځواکونو متضاد بیانونه څیړلي دي.