کور / شعر / غزل

غزل

 

 ستامحبت کــــي شوم بـــــدنام جانانــــه
دمینـــي داغ مي پــــــرجبین پاتــــــه شو
څوک بـــــه یې پرېـــوي دزمزم په اوبو؟
په وینوســــورزړه مــي رنګین پاته شو
داوښکوهارمـــــي بیادانـــــه ،دانـه شو
ستاپرګرېــوان یې هــــم نګین  پاته شو
څمـره ښه خوندوو دوصلت په شپه کي
رقیب لـــه غمه سوراوشین پاتـــــــه شو
شونډي دي ورکړلــې خپل یارته په ناز
دخولګۍ ټپ یې څنګه سپین پاته شو
رویــباربـــــه نـــــه راتلئ دهجرښارتــــــه
دعشق دلدل مي ځکـــــه ځین پاته شو
نــوربــــــه نـــــه ژاړم دبهــــــیرملګـــــرو!
دافـغان کلی کـــــــه، امین پاتـــه شـــو