کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / آیا جلالي صاحب په رښتیا هم د اروپا د افغانانو کاندید دی؟

آیا جلالي صاحب په رښتیا هم د اروپا د افغانانو کاندید دی؟

په دا وروستیو کی په یو شمیر افغانی رسنیو کی داسی مضامین خپاره شوی وو چی دا یی ښوده چی ځنی اروپایی ملکونو ته د جلالی صاحب سفرونه له ده نه د اروپا د افغانانو د ملاتړ په معنا دی. دی ته په پاملرنه چی جلالی صاحب د بیلګی په توګه ناروی ته د ده د خپلی وینا سره سم د مشوری لپاره راغلی وو او همدارنګه دا چی له ده نه ټولو اروپا میشتو افغانانو نه بلکه ځنی اشخاصو چی نومونه یی په پورته یادشوو مضمونونو کی یاد شوی او هیڅ یو یی هم د کومي ټولنی یا ګوند استازیتوب نه شی کولای خپل ملاتړ اعلان کړی وو ، د دی اړتیا لیدل کیږی چی د داسی دوه مخی کړنو په مقابل کی دی غبرګون وښودل شی او خپله د جلالی صاحب د نوم اندی د رامخته کولو په هکله هم ځنی پوښتنی راپورته شی.

 ۱: د ناروی افغانان د دی لیواله وو چی د لومړی ځل لپاره جلالی صاحب مخامخ ووینی او له ده نه یی واوری چی دۍ تر څومره حده د ولسمشر کیدا وړتیا لری او څومره سړی دی. د دی معنی په هیڅ حال دا نه شی کیدای چی دوی پر ده مین دی.

 ۲: هغه کسانو چی د غوڼډی د ګرځندوی له وینا سره سم یی په اصطلاح د ریسه هیت یا مشرتابه چوکی ونیولی او وروسته یی ځینو د جلالی صاحب په ملاتړ هغه د پخوانیو درباری شاعرانو په بڼه ویناوی وکړی، ټول یا جنرالان وو او یا هم په اصطلاح جهادی څیری یعنی د نظامی سابقی لرونکی څیری. په دی کسانو کی غیری نظامی څیرو کی مصباح صاحب چی د ربانی د کابلواکی د دوری وزیر تیر شوی او لور یی چی د ښځو د استازی په نوم یاده شوی کومه چی دا اغلی نه وه او نه ده. همدارنګه کیداشی چی د دلجو حسینی نوم واخیستلی شی ، هغه فرهنګی څیره چی د پښتو پر ضدیت کی یی مټی رانغښتی او فارسی د قران ژبه بولی. دۍ اصلا د پاکستانی استخباراتو ضد پښتنی څیره ده. ښاغلی اجمل اټک یوسفزی خو اصلا د جلالی صاحب د پلویتوب دعوا نه وه کړی بلکه هڅه یی وکړه چی سپینی خبری وکړی خو مخه یی ډب شوه.

اسحاق صاحب له جلالیصاحب نه وپوښتل چی آیا رښتیا ده چی دی غواړی چی د مسعود ورور یی لومړی مرستیال وی خو هغه دا پوښتنه لاځوابه پریښوده.

۳ : هزاره ورور جنرال ناصری صاحب د جلالی صاحب ژوند لیک ولوست او هغه یی کابلی راوپیژاند دا په داسی حال کی چی جلالی ص. اصلا د غزنی دی. دی اصلا د غزنی دیګان دی که څه هم خلک پر ده د پښتانه ګومان کوی او ځنی د ټول افغان لوستونکی خو لا لیکی چی دۍ په قوم مغل او مور یی د کاپیسا تا جکه ده. پوښتنه دا ده چی ولی دی سړی په خپل هویت وشرمیږی او ولی یی لوڅ نه شه ویلی . د افغانستان پرهر توکم پوری تړلی هر کس افغان دی او د ټولو هغه حقوقو نه باید برخمن وی چی د همدی وطن اکثریت یی لری. خلک د شخص وړتیا ګوری نه په کوم توکم پوری تړاو.

 ۴: جلالی صاحب د شمالی ټلوالی استازیتوب کوی، د ده کمپاین په کابل کی د بابه جان وراره حاجی اجمل چلوی او دي خپله د هلال دوستمی په کور کی اوسیږی.

 ۵: د جلالی صاحب د کورنی د ځینو غړو په هکله ویل کیږی چی دوی د کی جی بی غړی دی او اوس هم هملته اوسیږی. خپله د جلالی صاحب په هکله ویل کیږی چی دۍ د پنتاګون سړی دی یا په بله عباره د امریکایی نظامیګرایی استازیتوب کوی . ځکه خو ډیری په دی فکر دی چی د بریتانوی دیپلومات دا وینا چی افغانستان یو دکتاتور ته اړتیا لری د جلالی له راتګ سره تړاو لری، خو دا داسی نه ده.د افغانستان مسله نظامی حل نه لری پرافغانستان د دکتاتوری مسلطول د امریکی د منطقوی اوږدمهالی پالیسی بیړی ډوبولو ته برابروی. د دعوت د ویبپاڼی د یو لوستونکی د مضون لاندینی برخه ولولی:

Not only the interim president, but his entire cabinet carries the “Made in America” stamp. According to a report last month in the Washington Post, US citizens of Afghan extraction, many of them former employees of US intelligence and propaganda agencies, currently serve as ministers of the interior, finance, higher education, information and culture, and environment and irrigation. Other Afghan-Americans serve as vice president, head of the Central Bank, and Karzai’s personal chief of staff.

 اصلی مضمون په لاندینی پاڼه کی ولولی: http://www.wsws.org/articles/2003/mar2003/karz-m08.shtml

 ۶: جلالی صاحب د لوړو زدکړو خاوند دی. دۍ ښه تیوریسن دی خو د بیانی ورکولو وړتیا نه لری دده په خبرو کی اصلا د اوږدمهاله ستراتیژی څرک نه لیدل کیږی، د ده پوهه د ټولنجوړونی په هکله ډیره کمزوری ده او دی خپله هم نه له ملت سره نژدی ارتباط لری او نه هم اعتبار. د ډیرو معلوماتواو علم د لرلو او ژور منطقی فکر لرلو تر منځ اوږد واټن موجود دی چی هر څوک یی هم د پلی کولو وړتیا نه لری.په ټول افغان ویبپاڼه کی د یو لوستونکی لخوا د جلالی صاحب بیوګرافی ښیی چی دۍ د امریکا غژ د پښتو،دری او فارسی څانګی مشر پاته شوی . که مونږ همدی بیلګی ته لږ ژور پام وکړو او ځان وپوښتو چی د امریکا غژ کاری وړتیا د بی بی سی په پرتله څومره وه او افغانی اوریدونکی یی څومره دی ژر به دا راته جوته شی چی د جلالی ص. کار هلته هم کمزوری وو. روښانه ده چی د یو راډیویی خپرونی د چلونی او د یو مملکت د چلونی تر منځ ژور توپير شته.

 ۷: د جلالی ص. نوماندی د یوی مترقی څیری او پښتانه په نوم د مترقی قوتونو د رایو د ویشنی سبب ګرځی او په همدی نیت رامخته شوی هم ده چی پایله به یی د شمالی ټلوالی غښتلی کیدل وی.

 ۸: جلالی ص. غربی دیموکرات دی نه د افغانی ولسواکی پلوی. دۍ د ولسواکی او د بیکچی آزادی تر منځ په توپیر نه پوهیږی . د جلالی ص. برداشت له دموکراسی نه لږکی په ډیرکیو سپرول دی،مطلب دا چی دۍ د اسلام له هغه ډیرو اساسی ارزښتونو سره چی هغه عدالت دی نا آشنا دی. د بیلګی په توګه جلالی ص. د تخار له کډوالو سره د بیعدالتی مسله د ځنی حلقو له خوا د توکمیزو تضادونو د راپارولو هڅه وببلله او د هر څه له کړنی نه اوږی سپکوی دا په داسی حال کی چی دا یوه حقوقی مسله ده او د عدالت له پلی کیدو سره کلک تړاو لری. دۍ لا اوس هم په دی نه دي پوه چی عدالت یعنی څه. دۍ به څنګه وکولای شی چی د قانون دکتاتوری پلی کړی؟ د جلالی صاحب برداشت که د ښځو د حقوقو په هکله هم همداسی وی دا دموکراسی به افغانانو ته د یوی بلی خونړی لسیزی تحفه رامخته کړی.

 ۹: جلالی ص. د ناروی افغا نانو ته په خپله وینا کی د مجرمینو د لست له شتون نه انکار وکړ او دا یی په ډاګه کړه چی هغه لستونه هسی عادی لستونه وو.هر څوک له ځان سره یو لست ساتی اودا په دی لست کی د قاچاقبرو او جنګسالارانو دنومونو د شتون معنی نه لری. آیا جلالی ص. به کوم جنګی مجرم محکمی ته راووکاږی؟ جلالی ص. همدارنګه د فدرالیزم مفکوره مثبته پدیده وبلله. په پورته یاد شویو اعلامیو کی دا راغلی وو چی ډیر ژر به د جلالی ص. د وینا مهم ټکی خپاره کړی، خو بزک بزک نمر جو لغمان میرسد.دا معنی چی مهم ټکی یی اصلا نه درلوده. د خپل مضمون په پایله کی غواړم دا وپوښتم چی ولی سیاسی څیری یوازی په هغه انتظام کی برخه اخلی چی د دوی په ګټه یا د دوی په هکله وی آیا دوی نه شی کولای چی په خپل نوښت په خیریه کارونو کی برخه واخلی؟ آیا جلالی ص. او ده ته ورته سیاسی څیری نه شی کولای چی د تخارد راستانه شوی کډوالو د حقوقو د بسیا کولو لپاره حقوقی کمپاین وچلوی؟

 آیا دوی د همداسی محتاجه خلکو لپاره د خپل نفوز په مټ د خیریه موسسو، شتمنو افغانانو او دولتی مرجعو نه مرستی نه شی راټولولی؟ آیا همدا ښاغلی د موجوده بیعدالتی په مقابل کی نوری هیڅ د مقابلی لاری نه وینی، بس همدا یوه لار چی دا ښاغلی دی ولسمشران شی چی بیا د دوی د تورو برکت راښکاره شی. هی توبه مو له خیره خو سپی مو دروتړی! او آخر په مونږ څه شوی چی په هر هغه چا پسی مڼډی وهو چی پاکستانی، روسی ،بل پردی یا جنګسالار ته ښکنځلی وکړی، بس د خبرو ګوډی مو په کار دی که څه؟ سیاسی صاحب اول وکړه بیا به دی د نوم اندی خبری کړو .