پېښور: هغه افغان کډوال، چې له ډېرې مودې راهيسې د فرانسې او لندن په پوله پراته دي د يو لړ ستونزو سره مخامخ دي ، د راپور له مخې دغه کډوال، چې د يو لړ ستونزو له لامله غواړي ، چې بهرنيو هېوادونو ته د سياسي پنا غوښتنې له پاره ورشي له ډېرې ستونزو سر ټکوي.
يو تن افغان کډوال رفيع الله څرگنده کړې، چې مونږ د فرانسې او لندن په پوله له دوه مياشتو را په دې خوا پراته يو غواړو، چې لندن ته واوړو، خو څو ځل د لندن له پولې نه بېرته راستانه شوي يو، مونږ نږدې ٣٠٠ افغانان يو، چې په يو ځنگل کې پراته يو ډير ملگري مو د يخنۍ له لامله په يو شمېر ناروغيو اخته شوي دي.
مونږ له بشري حقوقو له نړيوال سازمان څخه غواړو، چې په دې اړه مونږ سره مرسته وکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه