د 2009 مېلادی کال د جنوری د میاشتې په شپږمه نېټه د پاکستانی ولسمشر اصف علی زرداری راتګ افغانستان ته د ډېرو افغانانو زړونه د پاکستان پر وړاندې نرم کړل ، دا چې په څرګند ډول پاکستان د سفر ته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې نام ورکوي خدای(ج) د وکړي چې په پټه هم د افغانستان سره پدې همکارۍ کې همکاره شي دا چې پاکستان پداسې حالت کې له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې غمشریکی کوي چې له هندوستان سره یې د حالاتو د خرابېدو په وجه یواو بل ته د توپک په ماشې ګوتې ایښې دي نو د زرداری د غه سفر ډېرې پوښتنې رازېږوي .
د ممبای د پېښې وروسته چې د پاکستان او هندوستان اړیکې د سر ماتولو تر بریده رسېدلې دي پاکستان نه غواړی چې خپل مېرانی ورور افغانستان دې د خېر په غونډۍ ورته ناست وي او ننداره دې کوي ، له بله پلوه که د هندوستان او پاکستان لخوا د جګړې نغری تود شوو نو پاکستان ته خپله بدی ښه په ورزړه ده چې د افغانستان پر وړاندې یې له څومره بدنیتۍ نه کار اخستې او په پښتونخوا کې یې د پښتنو پر وړاندې څومره غداری وکړه پداسې وخت کې چې د پاکستان د تجزیه کیدو شپې او ورځې په رالنډېدو دي پاکستان غواړی چې د پاک افغان بایې بایې په نارو د پښتونخوا د بېلیدو مخه ونیسي او پښتانو ته داسلام په نامه دوکه ورکړی ، له بله اړخه پاکستان غواړی چې د نړېوالو په سترګو پټۍ وتړی چې ګني پاکستان پخپلو وعدو کې ریښتېنی دی او د ګاونډی هندوستان هغه شواهد چې ممبی په پېښه کې یې پاکستانی چارواکو ته د مېز په سر واچول نړېوالو ته جعلی وښایی او ځان د هندوستان له پنډو تورونو څخه خلاص کړی او خپل پخوانی حیثیت وګټی د اصف علی زرداری راتګ افغانستان ته د ذوالغقار علی بوټو هغه سفر رایادوی چې :
(( د ظاهر شاه دوران 1971 م کال و، د پښتونستان په سر له پاکستان سره د افغانانو تبلیغاتی او سړه جګړه ښه په درز کې روانه وه چې په همدې وخت کې هند له پاکستان سره ونښت ددواړو هېوادونو تر منځ کلکه جګړه
روانه وه د افغانستان د کابینې په غونډه کې ځینو وزیرانو وړاندېز وکړ چې اوس پاکستان له هند سره نښتی دی نو د افغانستان لپاره ښه چانس دی چې له پاکستان سره جګړه اعلان او د پښتونستان مسئله له نظامي لارې حل کړي په هغه وخت کې پاکستان له نظامي پلوه په ډېر کمزوري د ريځ کې و چې یواځيې له هند سره یې هم د جګړې تاب نه درلود پداسې حال کې چې د افغانستان بری او د پښتنو د له لاسه وتلې خاورې بیا تر لاسه کول سل په سلو کې باوری و ، خو د کابینې ډېرو غړیو له دې وړاندېز سره مخالفت وښود ، دلیل یې دا و چې پاکستان زمونږ مسلمان ګاونډی هېواد دی او اوس په ډېرو ناوړو شرایطو کې قرار لري او ان د وېش له خطر سره مخ دی نو که موږ پرې حمله وکړو دا به یوې ناځوانۍ ته ورته کار وي موږ باید د خپل ګاونډي له ناوړه حالت څخه ګټه وانخلو او نه یې باید له ژوبلې ګوتې ونیسو.
که څه هم پاکستان خپل مخ په اینه کې لیدلی و او انګېرلې یې وه چې افغانستان به هرومرو پرې حمله کوی خو کله یې چې د افغانانو دا سترتوب او ځواني ولیده نو له حیرانتیا ورته ګوته په غاښ شول د هند او پاکستان ددې جګړې پایله دا شوه چې پاکستان د هند پر وړاندې ماتې وخوړه، جنرال نیازی خپله وسله د هندي جنرال (ارورا) پر وړاندې کېښوده،او شیخ مجیب الرحمن له پاکستان څخه یېل شوی خپلواک بنګله دیش اعلان کړ د ۱۳۵۱ ه ل د سه شنبې په ورځ د مرغومي په ۲۱ مه چې د 1972 م کال د جنورۍ له یوولسمې سره سمون خوري پاکستان په پېښور کې افغان قونسلګرۍ ته خبر وکړ چې د پاکستان ولسمشر ذوالفقار علي بوټو غواړي همدا نن کابل ته سفر وکړي ،بوټو په هماغه ورځ د یو پلاوي په مشرۍ چې مارشال رحیم خان، د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال غلام اسحاق خان ( چې وروسته د پاکستان ولسمشر شو) او نور پکې وو د هوایي ځواکونو اړوند الوتکه کې کابل ته راغی او د خواجه رواش په هوایي ډګر کې ورته پخپله د ظاهرشاه ،صدراعظم ډاکتر محمد ظاهر ، د صدارت مرستیال داکتر عبدالصمد حامد د دربار وزیر علی محمد لخوا هر کلی وویل شو .بوټو په کابل کې څلور ساعته تېر کړل او د ګلخانې په ماڼې کې یې له افغان مشرانو سره خبرې وکړې نوموړی د افغانانو له ځوانۍ .مروت او شهامت څخه دومره اغېزمن وو چې کچه یې د هغه لدې څرګندونو څخه مالومولی شو :(( ددې لپاره کابل ته راغلی یم چې خپل د مننې او احترام مراتب د اعلیحضرت همایوني ، د افغانستان حکومت او خلکو حضور ته ددوی د هغه له همدردۍ څخه ډک دريځ په اړه پخپله وړاندې کړم چې زمونږ د هېواد په اړه یې په هغه وخت کې خپل کړی وو چې له یو لوی کړکیچ سره مخ وو افغانستان دېته ورته دريځ په 1965 م کال هم غوره کړی و او پاکستان چمتو دی چې د افغانستان ددې ځوانمردانه اقدام په بدل کې تر ممکنه حده متقابل اقدام وکړي )) د سردار داود خان د صدارت په زمان کې بیا هم د پاکستان او افغانستان تر منځه د پښتونستان په سر لانجې ، او د یو بل پر ضد پروپاګند روان وو چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سکندر مرزا کابل ته په یو رسمي سفر راغی څرنګه چې سکندر مرزا د افغانانو مېلمه وو نو افغان حکومت کابل رادیو ته رسما خبر ورکړ چې د پاکستاني مېلمه احترام لپاره دې پاکستان پسې پرو پاګند او تر هغې چې سکندر مرزا دلته وي د پښتونستان خپرونه بنده کړي .)) د پاکستان له تېر کردار څخه داسې مالومیږی چې بیا هم د یوی اوږدې مودې لپاره د پښتنو تر منځ دا دې بیلتون کرښه همداسې پاته شی او د اسلام په نوم د پښتنو دا سپڅلی خاوره د تل لپاره هضم کړی ، که پاکستان په رښتیا هم د افغانستان سره د ترهګرۍ په ضد له زړه اخلاصه مبارزه کوي نو بیا ولې په پاکستان کې دهغو ځانمرګو فابریکې نه ختمیوي چې په افغانستان کې یې د مظلومو افغانانو چوړ وویست ؟!
2009-01-07
اخځونه
د ګوانتانامو انڅور