د ژوندون ختمي نوری ښي ورځي دي
نوري پیل سوی دسلګو ورځي دي
د ژوند مزه مو نوره پاته نه ده
زموږ په نصیب نوری ترخي ورځي دي
دې ګلستان کښې نور څه پاته ندي
د ساړه باد او طوفانو ورځي دي
نور به دې نوم هیڅ کله یاد نه کړمه
سپرلیه ځه نن دي د تلو ورځي دي
ها د رښتیني او سپیڅلي ژوندون
اوس راته پاته د یادو ورځي دي
کند هار