طنز
شرمښانو د هوسیو له تیري څخه چې په ګله يې توګه يې هغوی په خپلو تیزو ښکرونو ټپیان ول د بین الځناورو د نفاق شوارته چې په هغه کې ښاغلی زمری ، ښاغلی پړانګ ښاغلی چیتا خپله ښاغلی شرمښ، ښاغلی کروکادیل غړي وه اود ویتو حق یې درلود شکایت وکړ.
هغود ا مهمه نړیواله موضوع د تړولو دروازو تر شا وڅیړله او خپله فیصله يې د خپل لوی لکۍ ویاند ښاغلی ګیدړ ګيدړی د خولې داسې اعلان کړه :
شرمښان د ځان د دفاع حق لري .
نو د دې تصمیم په تیاره کې دځناورکراسی په پار پلان جوړشو چې د ټولو هغو هوسیو ښکرونه چې استندرد نه دي باید اره شي او استندردو ښکرونو والاو هوسیو ته د ی په خپلو سیمو کې دګرځیدو راګرځیدو جوازالسیر ورکړ شي
له دې هر اړخیزې فیصلې څخه ټولو دښتي او ځنګلي ځناورو د بین الځناورو د نفاق شوار د بیرغونو په سوځلو هرکلی وکړ.
د هوسیو شرمندوکۍ او پراخ لیدۍ مشر غرڅنۍ صایب هم ددې لپاره چې د زړې عقیدې خاوند او ټبرپال ونه پیژندل شي په خوشالۍ یې دانړیواله فیصله ومنله او دا یې د هوسیو د روغتیا لپاره ښه زیری وګڼي ا و په یوه وینا کې یې خطاب هوسیو ته و ویل: نور به ستاسو د ښکرونو برکت ستاسو پر لکیو ولویږي، شپږې به مو له سره ورکي شي،ښه کثرت به وکړئ….
ستاسو دفاع نوره د بین الځناورو د نفاق په شوار اړه لري.
د بین الځناورو د نفاق شوار لخوا د خیانت او بډو اخیستلو د مخنیوي په پار دهوسیو دښکرونود کچ اومچ لپاره په یو لیري ټاپو کې یو لابراتوار جوړ شو
دکمیسون استازو به د هوسیو ښکرونه د جواز لپاره له د لابراتوار مرکز ته پارسل ول هغو به د استندر د قانون سره سم د کچ مچ وروسته هغو ته جوازلیکونه وراستوله .
په لږ ه مده کې رښتیا هغو ښه اندامونه پيدا کړه؛ بین المللی جوازونه يې تر لاسه کړه او کولی شول بې ویزې هر چیری سفر وکړي