کور / شعر / اتل عراقی ژورنالست

اتل عراقی ژورنالست





 ۱۹ـ۱۲ـ۲۰۰۸


 ما خاک روب کړې چې د ګرد وړم  په ککره ×××کوم ظالم  راته لمبه کړې لــــــــــر اوبـــــــــــره


 ســــــتا په پاک ښـــکلي بدن مې پیرزو نه  و××× دپردو د ګل ګـــــــــزار هــــــــم دزړه ســــــــــره


 اوس  د  شـــــپه  ورځ  په  ټټر او ځګـــر اوري ××× دښکېـــــلاک غشي باران باران دلــــــــــبره


 چېرې غلی دخوشـــال تیکي کې  پروت یې ××× یو ځل بیا سـرې جامې واغونده جمـــــدره


 شهــیدان اوغازیــان  ټول  شول تېر دلاندې ××× پاس  په  ســر یې غلامان  دي  بې ښــــــمره


 لوی  شیطان  د په  رڼا ورځ  رانســــــکور کړ ××× د بوټو ګـــوزار د  جـــار شـــــم  راپــورتـــره


 تش  په نـــوم  مجاهدینو  مخ  مو  تـــور شـه  ×××  هسې  وار مو هــم  پرې  ونـــه  کـړ له ســــره


 د غـــــــــازي امان الله  مــــــــــډال  د ورکــــــړ ××× لاس دمات په سترګو ړوند شې قاچاقبره


 ستا له لاسـه  لــــــر او بر نینــــه نینـــــه شول ×××  داله کومـــــــــه  را نازل شـــــــــوې  فرېبګره


 دبســـمل ناري به  ټــول  زلمیان را ویښ کا ××× له امـــــــو څخــــــه   نیـــــــــولې تر خیـــــبره