کور / شعر / ملي وحدت

ملي وحدت

هر کامیابي دۍ  اتحاد  کې نښې د زوراود طاقت  ورکوي
وحدت هرقوم اوهرملت ته زیرۍ دصلح اوسعادت ورکوي
خلکودخپل  وحدت  له  فیضه  د  پرمختګ  ګامونه   آخلي
 نن د هنر علم او پوهې په  هر ډګر  کې   لیاقت  ورکوي
وحدت هرقوم اوهرملت ته زیرۍ دصلح اوسعادت ورکوي
نوې  ملکونه  را  پیدا شو   نوې   خلک  هلته  آشنا  شو
د ورورولۍ اود صفا ژوند نن ټول دنیا ته ضمانت ورکوي
وحدت هرقوم اوهرملت ته زیرۍ دصلح اوسعادت ورکوي
نفاق  کې  ملک  ورانیږي ژوند کول  خلکو ته  ګرانیږي
زما دویجاړوطن داهرګوټ دغه ادعا  ته شهادت ورکوي
وحدت هرقوم اوهرملت ته زیرۍ دصلح اوسعادت ورکوي
نور د نفاق  دا منډې پریدۍ  دا فرقه وارې  جنډې  کیدۍ
داجګړه ماراستادان مونږ ته درس اوسبق دشیطانت ورکوي
وحدت هرقوم اوهرملت ته زیرۍ دصلح اوسعادت ورکوي
ملې وحدت یولوی نعمت دۍ دې کې د ټول ملت عزت دۍ
دایوغیرت دا یو همت دۍتوره په لاس د شجاعت ورکوي
وحدت هرقوم اوهرملت ته زیرۍ دصلح اوسعادت ورکوي
څوک چه پدې ملت زهیروي هغه دې زمونږدسروکیل وي
ظالم زمونږ ندۍ پکار نه څوک ظالم  ته وکالت  ورکوي
وحدت هرقوم اوهرملت ته زیرۍ دصلح اوسعادت ورکوي
ټول دهمدې خاورې بچیان یو داموشهرت دۍ چه افغان یو
 په  بل وطن چه افتخارکا طاهري ځان ته  خجالت ورکوي
وحدت هرقوم اوهرملت ته زیرۍ دصلح اوسعادت ورکوي


 


داسې مینه نده


داسې مینه  نده  چه د  زړه نه را بهر  شي
هله به دې هیرکړم که  خاوره مې په سرشي
خود به لیونۍ شم که مرګۍمې په نصیب ندۍ
ستا د هجرغم که لږ مې نور هم همسفر شي
جوړچه خلکوکړۍ وطن تیردي دځان ګټې نه
کله به  پیدا  افغانستان  کې داسې  نر  شي
تا دا لاس ترڅو پورې پردیو ته نیولۍ دۍ
چا لیدلۍ ندۍ په خیرات چه ژوند بهتر شي
خلک پخپل علم نن مریخ کې تحقیقونه کړي
ستا اولاد بې علم بې تعلیم به در په در شي
ستا په پلمه زمونږخلک جنګیږي دکلونو نه
ته  زمونږ قاتل  یی عدالت ته  که نظر شي
ډیر دې  خلک زپلۍ ،ړبړولۍ ،ژړولۍ  دۍ


بس دۍ نوربه څومره حکومت پدي هنر شي


داسې په فرمان اوغلامان به پاتې نشي خلک
ستا په ضد یو موټۍ افغانان به  لراوبر  شي
څوپورې به نیسي طاهري لاس د دعا درته
کله به دا توره شپه په مونږ باندې سحرشي