د روان ۱۳۸۷ هجري لمریز کال د مرغومې په شپږمه نیټه چې د ۲۰۰۸ میلادي کال د دیسمبر له ۲۶ نیټې سره سمون خوري د کابل ښار په ستاره هوټل کې د افغان کلتوري ټولنې د جرګې او مصور خپرندویه بنسټ له خوا د ماشوم ادبیاتو د سیمنار تر نامه لاندې یوه علمي غونډه راغوښتل شوې وه چې لسګونو لیکوالانو، شاعرانو، ادیبانو، چارواکو او د افغان کلتوري ټولنې د جرګې او مصور خپرندویه بنسټ د کارډلې غړو ګډون پکې کړی. د نوموړي سیمنار په ترځ کې د ماشوم د ادبیاتو د اړتیا او پياوړتیا په موخه ګڼې علمي مقالې و لوستل شوې او د رنګارنګ پروګرامونو په درلودلو سره په همدې ورځ د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسیده.
د سیمنار موخې:
د ماشومانو د ادبیاتو وده او پياوړتیا،
د ماشومانو د ادبیاتو د ودې او پياوړتیا لپاره د لیکوالانو هڅونه،
د ماشومانو د برخې د لا ښه نظم د ترتیب لپاره د لارو په نښه کول،
د هغمږۍ د پياوړتیا لپاره میکانیزم جوړول،
د ماشومانو لپاره د کتابونو او مجلو د خپرولو د مرستو جلبول،
د سمینار پيل
د ماشوم ادبیاتو سمینار د سهار په لس نیمو بجو د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت، د افغانستان د ملي سرود په غږولو او د ماشومانو له خوا په ملي او خوندرو ترانو پيل شو.
د رییسه هییت د پلاوي ټاکل:
د ماشوم د ادبیاتو د سیمنار په لړ کې دغه کسان د رییسه پلاوي په توګه انتخاب او په خپلو ځایونو کښیناستل:
محترم استاد حبیب الله رفیع
محترمه سایره شریف
محترم استاد صافي
محترم علم ګل سحر
محترم ډاکتر اکبر اکبر
محترم نورالحبیب نثار
محترمه شبوګله ممتاز
پيلیزه وینا
محترم استاد حبیب الله رفیع د پیلیزې وینا په لړ کې سیمنار ته د ګډونوالو له ښه راغلاست وروسته د خپلې وینا په ترځ کې په لاندې ټکو ټینګار وکړ:
افغانستان د ماشوم ادبیاتو لپاره په خپل شفاهي ادب کې بډایه زیرمه لري خو څومره چې مناسبه ده له نوموړې زیرمې څخه د ماشوم د ادبیاتو او هغوی ته د رسولو په لاره کې کار نه دی شوی او د مصور بنسټ نوښت ستایو چې په دې هکله یې سیمنار جوړ کړی دی.
د ماشومانو رزولو او د ماشوم د ادبیاتو بډای کولو ته زیاته اړتیا ده او په دې هکله ټول اړوند اړخونه دروند مسوولیت لري.
زموږ په فولکلوریکو ادبیاتو کې د ماشوم لپاره بډایه پانګه موجوده ده لکه سندرې، لوبې، لنډۍ، کیسې او داسې نور خو هله به موږ د خپلو ماشومانو لپاره غوره خدمت کړی وي چې له دغه ادبیاتو او فولکلوریکو څخه هغوی ته د استفادې چل ور وښیو او هغه په اغیزمن، لیکلي، تصویري او ویدیويي شکل افغان ماشومانو ته وړاندې کړو.
لیکوالانو باید په دې هکله خپل فکر، آند، خیال او قلم په کار واچوي او د ماشوم د ادبیاتو د بډاینې په لاره کې کلک، متین، غښتلي او اغیزمن ګامونه پورته کړي.
له چارواکو څخه هم زموږ هیله ده چې په دې هکله له خپلې ټولې انرژۍ څخه کار واخلي او د ماشوم ادبیاتو د بډاینې په لاره کې خپله ملي دنده ادا کړي.
د شهید ډاکتر مصور د ژوند لیک لوستل:
شهید ډاکتر مصور د افغان کلتوري ټولنو د جرګې فعال غړی او د پکتیا له ولایت څخه نوموړې جرګې ته د ولایتي استازي په توګه انتخاب شوی وو چې د جرګې له رسمي تشکیل څخه څه موده وروسته په پکتیا کې د یوې ناوړه پیښې په ترځ کې په شهادت ورسید. انالله و انا الیه راجعون. د نوموړي له شهادت وروسته د شهید مصور د ورور ډاکتر محمد اکرم خپلواک او د نوموړي د کورنۍ له خوا د افغان کلتوري ټولنو له جرګې سره د شهید مصور د کلتوري آرمانونو د عملي کیدو لپاره د یوه مبلغ د تخصیص اعلان وشو چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې نوموړی مبلغ په مننې سره د ماشوم ادبیاتو د پراختیا لپاره ځانګړی کړ او د شهید مصور خپرندویه بنسټ یې رامنځه کړ چې په لسګونو کتابونه یې خپاره کړي او د ماشوم لپاره یې د ګڼو روزنیزو پروګرامونو د رامنځته کولو نوښت په لاس کې نیولی دی چې د ماشوم ادبیاتو سیمنار یې غوره بیلګه ګڼلی شو .
د شهید مصور ژوندلیک د ښاغلي وحید احمدزي له لوري ولوستل شو روح یې دې ښاد وي.
علمي مقالې او پریزینټشنونه
د دروند استاد حبیب الله رفیع له پيلیزې وینا وروسته د سټیج چارې له آغلې اوږۍ امیل څخه ښاغلي علم ګل سحر ته و سپارل شوې او نوموړې تر ټولو لومړی د ماشوم د ادبیاتو او مصور خپرندونه بنسټ موخې د مجلس ګډونوالو ته معرفي او د موضوع په اړه یې خپله علمي مقاله د مجلس ګډونوالو ته واوروله چې د نوموړي له مقالې څخه وروسته په لانډې ډول سره ترتیب شوې مقالې او پریزینټشنونه تقدیم شول:
د ښوونځۍ د لومړنۍ دورې لپاره د زده کوونکو ماشومانو کتابونه/ استاد اسدالله غضنفر
ماشوم، د ماشوم وده او روزنه پریزنټشن/ ډاکتر محمد اکبر اکبر
په ماشومانو باندې د کیسې او شعر اغیزې پریزینټشن/ حسیب الله شینواری
د ماشومانو ترانه/ دل افروز ځیرک
د ماشومانو لپاره څنګه کیسه ولیکو/ اجمل تورمان
د ماشومانو د اوسني حالت په اړه پریزینټشن او د عکاسۍ ننداره/ توبا ندا
ماشوم/ سیدبهار
ښوونه او روزنه او د ماشوم ادبیات/ ساهره شریف
د ماشومانو لپاره به څنګه شعرونه لیکو/ نورالحبیب نثار
د ماشومانو په ذهني وده کې د فولکلوریکو کیسو اغیزه/ ګل آغا احمدي وردګ
د ارواپوهنې له اړخه په ماشومانو د ادبیاتو اغیزه/ محمد شفیق حقپال
د ماشومانو لپاره څوک څنګه لیکنې وکړي/ محمد نبي تدبیر
په ماشومانو د تحمیل اغیزې/ ډاکټر زغم
د ماشومانو کیسې لوستل/ ممتاز حسین مقدر
د ماشومانو لپاره اغیزمنې لیکنې ( خپلې تجربې)/ ومان نیازي
د ماشومانو ترانه/ شبوګله ممتاز
ستاینلیکونه
د ماشوم ادب د سیمنار په لړ کې د مصور خپرندویه بنسټ له لوري د هغو لیکوالو یادونه وشوه چې د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې لیکنې کړې دي. همدا راز د پژواک د خبري آژانس ته د دوی د نه ستړي کیدونکو هڅو له امله د افغان کلتوري ټولنو د جرګې ستاینلیک ورکړ شو.
د ماشوم ادبیاتو په اړه د کلتوري ګامونو د اخیستلو ژمنې
د ماشوم ادبیاتو د پراختیا، سمسورتیا او ښيرازۍ لپاره یو شمیر کسانو په داوه طلبانه توګه د ګټورو چارو د سر ته رسولو ژمنې وکړې چې نومونه او د فعالیتونو څرنګوالی یې په لاندې ډول ګرانو لوستونکو ته وړاندې کیږي:
د ماشوم د بریښناپاڼې لپاره ښاغلي فریدون الهام، ولس خبري آژانس او ښاغلي مجیب الرحمن لودین ژمنه وکړه چې نوموړې بریښناپاڼه به جوړوي او په لیکه کوي به یې.
ښاغلي نجیب الله پوپل د ماشوم ادبیاتو په لړ کې د یوه کتاب د چاپ ژمنه وکړه چې نوموړی به د یوه کتاب مالي لګښت به یې د مصور خپرندویه بنسټ په واک کې ږدي.
له پیښور څخه یوه افغان ځوان ښاغلي ذبیح الله ژمنه وکړه چې د ماشوم ادب د سمسورتیا لپاره د ماشومانو د ښوونیزو پروګرامونو په لړ کې هڅه وکړي چې دغه راز ښوونیز توکي په کمپیوټري پروګرامونو کې داخل کړي.
د ماشوم ادبیاتو ته ځانګړې شوې یوه درې میاشتنۍ مجله به په خپرونه پيل کوي.
له هغو آغلو او ښاغلو لیکوالو څخه یوه شوری تشکیل شوه چې د ماشوم ادبیاتو په څانګه کې لیکنې او فعالیت کوي. دغه شوری به په هرو ۱۵ ورځو کې غونډه کوي او د ماشوم د ادبیاتو د پراختیا لارې چارې به څیړي. همدارنګه دوی به د ماشومانو لپاره د برابر شوو کتابونو د مخکتنې او کره کتنې غونډې هم جوړوي.
د سیمنار پای او پریکړه لیک
د ماشوم د ادبیاتو سیمنار د همدې ورځې په درې نیمو بجو رسما پای ته ورسید او په افغانستان کې یې د ماشوم د ادبیاتو د سمسورتیا لپاره یې لاندې پریکړه لیک صادر کړ چې د ښاغلي ډاکتر عطاالله زیارمل له خوا د غونډې ګډونوالو ته واورول شو:
ماشومان د هرې ټولنې لويه سلنه جوړوي او باید د ماشومانو د ښه راتلونکې په موخه هغوی ته زیاته پاملرنه وشي. د پرمختلليو او وروسته پاتې ټولنو تر منځ يو جوت توپير همدا دی، چې پرمختلليو ټولنو کې ماشوم ته ډېر ارزښت ورکول کېږي او وروسته پاتې ټولنو کې يواځې په لويانو حساب کېږي. په حقيقت کې خو همدا د نن ورځې ماشومان د سبا ورځې لويان دي.مصور خپرندوی بنسټ همدې موخې ته په پام سره د افغان کلتوري ټولنو په چوکاټ کې څه باندې يو کال وړاندې رامنځته شوی دی او دادی ددې سيمينار د پرېکړه ليک په ترڅ کې حکومت ، خپلواکو رسنيو ، خصوصي سکټور او مدني ټولنو ته لاندې وړانديزونه او سپارښتنې لري:
حکومت ته په کار دي، چې د ماشوم روزنې، ښې پالنې او ماشوم ادب د غوړاوي لپاره په قوت سره عملي ګامونه اوچت کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې د کمکيانو انيس خپرونه د پخوا په شان خپره کړي او د وزارت په چوکاټ کې دې د ماشوم ادبياتو لپاره يو رياست رامنځته کړي.
ازادې او خپلواکې رسنۍ دې د ماشومانو لپاره د افغان کلتور په رڼا کې روزنيزې، مالوماتي ، بوختونکې او نورې خپرونې برابرې کړي.
ټلويزونونه دې د ماشومانو ځانګړې خپرونې په مناسب وخت کې یانې د شپې په لومړۍ برخه کې خپرې کړي او پدې وخت کې دې د لويانو لپاره بوختونکې خپرونې نه خپروي ځکه چې په ماشومانو باندې نېغ په نېغه بدې اغېزې کوي.
د افغانستان د علومو اکاډمي دې منظومې او منثورې ويناوې، کيسې، انځوريز کتابونه او نکلونه راټول او د ماشومانو لپاره دې چاپ کړي.
د ښوونې او روزنې وزارت له لوري، چې د ښوونځيو د لومړۍ دورې لپاره کوم کتابونه چاپ شوي دي په هغو کې د سبک او منځپانګې له مخې تېروتنې شته، چې بايد په بل ځل چاپ کېدلو کې يې سمولو ته پاملرنه وشي.
ليکوالانو ته هم په کار دي، چې د ماشومانو لپاره روزنيز کتابونه وليکي او يا دې هم د نورو ژبو څخه د ماشومانو لپاره را وژباړي.
مصور خپروندی بنسټ دې د ماشومانو د ادبياتو د غوړاوي لپاره يوه ځانګړې ويبپاڼه جوړه کړي.
د ماشومانو لپاره دې مياشتني روزنيز پروګرامونه جوړ شي او ماشومانو ته دې پکې وخت ورکړل شي.
مصور خپرندوی بنسټ دې د ماشوم ادبياتو لپاره مياشتنۍ د کره کتنې غونډې جوړې کړي او په هغو غونډو کې ويل شوې ويناوې او مقالې دې په يوې ځانګړې مجله کې چاپ کړي.
فلکلوريک ادبيات، چې د ماشومانو لپاره له پخوا شته هغه دې راټول، تنظيم او چاپ کړل شي او داسې ميکانيزم دې رامنځته شي، چې چاپ شوي کتابونه ماشومانو ته ورسول شي.
باید وویل شي چې د ماشوم ادبیاتو د سمینار د ستیج چارې آغلې اوږۍ امیل او علم ګل سحر له خوا په مخ وړل کیدې او د کارډلې غړو د هغه د تدویر په چارو کې فعاله ونډه اخیستې وه.
نوټ: مصور خپرندویه بنسټ هڅه کوي چې د نوموړي سمینار د مقالو ټولګه په راتلونکي کې د کتاب په بڼه چاپ کړي او د سمینار انځوریز راپور به هم خپریږي.