( طبي لکچرنوټ : څلورمه برخه ) لیکوالان : پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران دجرمني هیواد، دجنوري میاشتې درېیمه نیټه ۳ / ۱/٢٠٠۹ وینه ( Blood) : وینه د بدن یوه ځانګړې مایع ده چې په یونانې ژبه کې ورته هیما haima یانې وینه ویل کیږي . یوسړی چې وزن يې اویاکیلوګرام 70 kg وي ، په بدن کې یې لږڅه دپینځونه ترشپږ لیتره (5-6 l )وینه بهیږي . وینه دبدن حجروته غذايي اړین موادرسوي اودهغه ځایه بې ګټې یانې فضله مواددځانه سره بیرته انتقال کوي . دوینې دنده په لاندې ډول او لنډه توګه بیان کولای شو: وینه په شمزیولرونکو ژوو Vertebrates کې دوینې دحجرواودیوې مایع څخه جوړه ده . په دغه مایع کې دوینې حجرې لمبووهي اودوینې پلازما Blood plasma په نامه سره یادیږي . پلازما دوینې دحجم په سل کې پینځه پنځوس برخه جوړوي 55 % اولږڅه په سل کې نوي 90 % اوبه دې . دوینې په پلازما کې لاندې مواد دیادلووړدي . دوینې په پلازما کې ، امینواسید amino acid، ليپید، پروتین ، ګلوکوز،مالګه ،مینرالي ایونونه ، هارمونونه ، ویټامینونه دمیتابالیزم په کړنلاره کې پیداشوي مواد ،کاربون دای اکساید ،اکسیجن اونورمهم مواد شتون لري اودهغوی د انتقال دنده هم په غاړه لري . په پلازما کې داکسیجن دانتقال ضرفیت دسروکرویاتودهېموګلوبین د کیفیتي جوړښت اودلوړفشارسره تړاولري . هېموګلوبین دڅلوروپیپتید peptides ځنځیرونوڅخه جوړدی چې هریویې یوهیم ګروپ heme groups لري .هیم کمپلکس مرکبات د ي چې په مرکزکې يې داوسپنې ایون اوپه شاوخواکې یې د Porphyrine مالیکول تړلې دی . دوینې رنګ ځکه سوردی چې دهیمګلوبین مالکیول یوه برخه اوسپنه جوړوی . دهېموګلوبین پروتین په هیم ګروپ باندی داکسیجن اتوم تړلی دی . په ۱-شکل کې دوینې یوه هیستولوژيکي نمونه ښوول شوې ده. د اناتومي له مخې وينه يو تړونکی نسج يا connective tissue، بلل کېږي . ۱ -شکل : دسړي دوینې په یوه هیستولوژیکي نمونه کې ترمایکروسکوپ لاندې سره کرویات a) Erythrocytes) ،نیوټروفیل b) Neutrophil ،اېیوزینوفیل Eosinophil c) ، اولمفوسایت d) Lymphocyte لیدل کیږي . دوینې جوړښت کړنلاره Haematopoiesis : دوینې جوړښت یا هیماتوپویزیس یویونانی ویی دی . هیما haima په مانادوینه اوپویزیس poiesis په ماناد جوړیدنه . کله کله دوینې حجروجوړیدلولپاره دهېموپویزیس انډول ویی لکه haemopoiesis اویا hemopoiesis هم کارول کیږي . دزیږیدنې څخه وروسته دبدن ټولې حجرې دهډوکي په مغزاولمفاتیک سیستم کې دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرو Hematopoietic stem cells څخه مشتق کیږي . دنوموړوحجرولنډیز په HSCs سره کیږي . HSCsداسې ځانګړې بنسټیزحجرې دي چې د هرډول ملټیپل هراړخیزحجرو دتولیدکولووړتیالري (multipotency) . برسیره پردې همدغه بنسټیزحجرې کولای شي چې دخپل ځان یوه کاپې وکړي یانې دخپل ځان په شان نوې self-renew حجرې منځ ته راولي . څیړنوښوولې ده چې : دهډوکوپه مغزوکې دری ډوله بنسټیزحجرې لکه : لومړی ، hematopoietic stem cells ،دویم : stromal cells ، دریم : endothelial progenitor cells شتون لري چې داړتیا په وخت کې دبدن دغړوهرډول حجرې ورڅخه تولیدکیدلای شي . سټرومل حجرې stromal cells دیوه غړي تړونکې اونښلوونکې حجرې دي چې په سست تړل شوي نسج کې شتون لري . هغوی دهډوکودمغزړومبی حجرې ګڼل کیږي . بلخوادسټرومل حجرې دپوستکي پورتني پټ Epidermisلاندې هم شتون لري اویوډول ستروونکي طبیعي پروتین افرازکوي growth factor چې دحجروویشنه ګړندی کوي . که چېرې دپوستکي سرطان منځ ته راشي دبیلګې په توګه لکه Basal cell carcinomas نو سټرومل حجرې دومره ډیریږي چې یوپنډپټ دپوستکي اوبدن ترمنځ جوړیږي . په پایله کې نوموړې حجرې بدن ته دسرطان ناروغې مخنیوی کولای شي . ۲-شکل : په پورتني دیاګرام diagram کې دوینې هراړاخیزتوپيرلرونکو حجرو،وده اودپخیدلو کړنلاره ښوول شوې ده چې د هیماتوپویتیک بنسټیزحجرو( Hematopoietic stem cells (HSCs څخه منځ ته راځي . وینه یوداسي فزیکي کیمیاوي مرکب دی چې دمایع ،سروکرویاتوحجرواواوبوڅخه جوړه شوې ده . څرنګه چې په وینه کې سره کرویات شتون لري نودپلازما په پرتله یې لزوجیت ډیرلوړدی . (پاتې په پینځمه مه برخه کې ) (پای) پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران اخذلیک :