د ممبۍ په دوه هوټلونو د بریدونو په لړ کې یوازیني ژوندي نیول شوي زلمی اجمل قصاب په اړه د پاکستان دننه دلوړ پوړو ادارو ترمنځ موجود تضاد په مهال د پاکستان جیو تیلویزون د سرکاري سرچینو په حواله خبر وکړی دی چې اجمل قصاب پاکستانی دی ۓ او دا چې قصاب جنایت کړی دی نو ځکه پاکستان هغې ته هیڅ قسم سفارتي مراعات نه ورکوي
په دې موقع د پاکستان خارجه وزارت خبر وکړی دی چې د هند له لوري دوي ته ورکړل شویو شواهدو باندې اوس غور روان دی او د اجمل د پاکستاني او یا نه پاکستاني په اړه اوس څه ویل به د وخت نه مخکې خبره وی ،
ددې سربیره دقومی سلامتي مشیر محمود دراني ویلي چې مونږ د دې خبرې تصدیق کړی دی چې اجمل قصاب پاکستانی دی