د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او افغان ولسمشر حامد کرزي ترمینځ یو ځل بیا لیدل کتل شوي دي ،د چایو پر مېز شوي دې ملاقات کې د دواړو هیوادونو ولسمشران په دې سره سلا شوي دي چې دترهګري د مخنیوي په موخه دې د دواړو هیوادونو امنیتي ځواکونه د یو بل سره رابطې زیاتې کړي ،په دې مهال ولسمشر کرزي ټینګار کولو چې د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د یو جامع پلان ترڅنګ جرګه سیستم هم بریالی کیدی شي