اے وي ټي خېبر٬٬په ټول پاكستان كښې د پښتو ژبې٬ پښتون كلتور او ژوند ژواك د ښوونې او خپرونې ايكي يوه وسيله ده۔ تېره موده كښې اے وي ټي خېبر د پښتو داسې ډرامې وښوولې چې پكښې د پښتون ملت ٫٫ساهو كردار٬٬ په ډاګه كړېشو او نړۍ ته وښودلې شوه چې پښتانه په امن مئين خلق دي او د هر قسمه ترهه ګرۍ٬ سرتېرۍ سخته غندنه كوي۔ د فاټا او صوبه سر حد ټول خلق وطن دوسته دي او دوي د خپل مذهب او پښتني رواياتو په اړه د هر قسمه ترهه ګرۍ او زور ظلم او د بې ګناه خلقو برناحقه وژلو سخت خلاف دي۔ په تېره تېره د ٫٫اے وي ټي خېبر٬٬ ډرامو كښې د ترهه ګرو بدرنګه څهرې عام اولس ته په اغېزه ناكه ډول څرګندې كړلې شوې۔ دغو كښې الله اكبر٬ جنت٬ حېدر٬ ٫پټ لاسونه٬ ستم٬ چاؤدې ښيښه٬ څار٬ لاره كښې ماښام٬ او يو بل هجرت د ستائيلو او يادؤلو جوګه دي۔ پدې حواله د اېوارډونو وركولو دستوره كښې د افغانستان قائم مقام سفير مجنون ګلاب مشرمېلمه ؤ۔ ده د خپلې وېنا په مهال كښې ووې د پاكستان او افغانستان يو دين يو كلتور دے۔ د پولې دواړو غاړو ته مېشته پښتانه د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ ښكار دي۔ مجنوب ګلاب د اے وي ټي خېبر ددې زړه ور ګام ستائنه وكړه چې په دومره حساسه موضوع ئې د ډرامو بڼه كښې خپرونو ته دوام وركړلو۔ ده ووې دې ډرامو ټولې نړۍ ته ورښكاره كړله چې پښتانه ترهه ګر نه دي بلكه د ترهه ګرۍ ښكار دي۔