دتير۲۰۰۸م كال په اوږدوكې ، كه دامريكاپه مشري صليبي قواووافغانانوته يوخونړى اوددوى په لاس دزرګونوبې دفاع افغانانودډلييزووژنواومرګ ژوبلونه ډك كاّل پريښود، په ناترسوبمباريويې لوى لوى كلي له يوې مخې بمباراوله ځمكې سره اواركړل ، دخوښيوګڼ مراسم اونورې يوشميرديني غونډې اوناستې يې له هوانه په خروارونوبمونوپه نښۀ اوپه وينوولړلې ،وحشي امريكايي عسكردهمدغه كال په شپواوورځوكې دافغانانوجونګړوته ننوتل اود خپل كورپه غولې يې زمونږ مظلوم هيوادوال په مرميوغلبيل ، ښځې اوماشومان يې په پلټونكوامريكايي سپووداړل اونورې هرډول فجايع اووحشتونه چې په وس يې پوره ووترسره كړل ، ولې دافغانستان اسلامي امارت مجاهدينوهم دتيروكلونوپه نسبت په ۲۰۰۸ كال كې يرغلګروقواوواوددوى غلامانوته په فوځي، سياسي اوټولنيزډګركې كلكې اودرنې ماتې اوله عبرته ډك درس وركړ .
دافغانستان اسلامي امارت زړورومجاهدينوكه له يوې خواپه فوځي ډګركې (۵۲۲۰) تنه خارجي يرغلګر (۷۵۷۱)تنه داخلي اجيران ووژل اود۳۱ الوتكوپه ګډون يې (۲۸۱۸)داخلي اوخارجي فوځي وسايط دهيوادپه بيلابيلوسيمواوبرخودمخامخ بريدونو، فدايي حملواودسرك دغاړې په بمي چاودنوكې له منځه يووړل ، خوپه سياسي ډګركې هم اسلامي امارت لاسبرى اوغښتلى وو، خارجي نيواكګردتيركال په اوږدوكې سختې اوبې شميره هڅې اوهلې ځلې وكړي ، ترڅو امارت خبرواوسولييزې لارې ته اماده كړي ، په دې اړه يې دسيمې دهيوادونوپه ګډون يې ډيرې دروازې ووهلې ، ولې دغوهڅويې هيڅ پايله په لاس ورنكړه .
خواسلامي امارت چې دنيواګرودسولې مكاره غاړه اوخبروته دچمتوكيداباعث دمجاهدينودهدفمندوبريدونواوله امله يې ديرغلګروقواوودبيساروتلفاتونتيجه بولي ، پوهيده اوپوهيږي چې دخبرواومذاكراتوپه اوازواوتبليغاتوخورولونيواكګر هڅه كوي چې افغان ولس داسلامي امارت پرقاطع جهادي دريځ خداى مكړه شكمن اوپه ترددكې واچوي ، نوځكه يې دغه ټولې دسسيې شنډې، تيرايستونكې اوبې ارزښته وګڼلې اوله خپل مستحكم دريځ اومعقولې تګلارې نه يوه لويشت هم پرشارانغى .
دتيركال په اوږدوكې چې امريكاپه نړۍ كې دانزوا، تجريدكومې شپيې سباكړي اودټول كال په اوږدكې يې دمكررروغونډواوغوښتنوباووجودهم دناټوهيوادونه دېته اړاوبرابرنكړل چې افغانستان ته نورعسكروليږي اوله اوسني حضورنه زيات شتون اوونډه پرې ومني اودكال په پاى كې امريكاپه خپله مجبوره شوه چې افغانستان ته دڅوزرونورعسكرودليږديداتبليغات وكړي ، دغه ګام اوسرنوشت له شك پرته دامريكايانولپاره دلوى شكست اوتنهايي څرګنده بيلګه وي .
همدرازدتيركال په اوږدكې چې امريكاته ترټولوغملړلى اوپه تاريخي لحاظ ورته ډير تريخ كال ثابت شو ، هغه دامريكاداقتصادي ركوداومالي بحران ستونزه وه اوده ، چې دافغانستان اوعراق دنامشروعې جګړې له امله يې له ۷سووملياردوډالروډيردبودېجې كسرومانه اوله دغه حالته دوتواونجات هيڅ كومه لاراومرجع اوس اوپه نيږدې كلونوكې په لاس نلري دكتونكوله نظره ، داچې امريكااومتحدين يې تيركال په افغانستان له دومره ستروهراړخيزوچلنجونواوشكستونكو سره مخ شول اواسلامي يې په مقابل كې څرګندبري اوبرياوې لرلې ، دنوي ۲۰۰۹ كال په مهال خودلوى خداى ج په نصرت ، ترډيره حده شوني بريښي چې امريكايان ، نورهم يواځې اوتجريدوګرځي ، دناټوګڼ غړي هيوادونه به يې په افغانستان كې تنها ښكيل پريږدي اودتيركال په نسبت به څوچنده زيات زيانونه اوتلفات ويني ، ځكه چې نورافغان ولس له لويه سره په هيڅ بيه ند ى چمتوچې دامريكايانوتشواوغولونكووعدوته انتظاروكړي اودجهادفريضه يواځې داسلامي امارت مجاهدينوته په غاړه كې پريږدي ، بلكې دنوى كال په مهال به افغانستان ديرغلګروقواوولپاره دسرتاسري مقاومت اوپاڅون كال اوله عبرته ډك درس ميړنى ځمكه وي ( انشاالله تعالى ).