کور / تازه خبرونه / د ممبۍ په ښار كي د بريدونوپه اړه شواهدپاكستان ته وسپارل سو

د ممبۍ په ښار كي د بريدونوپه اړه شواهدپاكستان ته وسپارل سو


د هندد ممبۍ په ښار كي د سويو بريدونو تر شا د ولاړو پاكستانيو په اړوند شواهد پاكستان ته وړاندي كړل سو


د هند د بهرنيو چارو وزير پرناب مكهرجي په نوي ډلي كي و خبريالانو ته ويلي چي دوي دممبۍ په ښار كي په ترسره سويو بريدونوكي د لاس لرونكو پاكستاني وګړو په اړه شواهد پاكستاني دولت ته سپارلي دي . او د هغه په وينااوس نو په كار دا ده چي پر عملي ګامونه پورته كړل سي .


هغه زياته كړې چي دا شواهد د اجمل قصاب له خوا د جرم پر اقرار راڅرخي او ورسره دممبۍ په بريدونو كي د لاس لرونكو نورو پاكستانيو لړليك هم تړلى دى .


نوموړي ويلي چي دغه شواهد يې نورو هيوادونو ته هم سپارلي او د هغه په وينا د ممبۍ په ښار كي چې څه وسو هغه د بخښلو نه دي .


له بل پلوه د پاكستان د بهرنيو چارو د وزارت له  خوا د دې خبر پخلى سوى او ويل سوي دي چي دغه شواهد اسلام اباد ترلاسه كړي دي او اړوند كسان به يې جاج اخلي .