اشتباه او تيروتنه د انسان په خټه کې نغښتې ده ، کيداې شي له همدي امله وي چې انسانان نيمګړي بلل کيږي . خو علمي تجربو دا ثابته کړې ده چې دخطا او تيروتني ګراف د انسانانو د پوهي او علميت له کچې سره معکوس تناسب لري ، هغه انسانان چې لږه پوهه لري ،ډير تيروځي او هغه انسانان چې ډيره پوهه لري ، لږ تيروځي .
همداراز دتيروتنې پايلې هم دتيروتونکي د تيروتنې له کچې اود تيروتونکي له موقف او موقيعت سره مستقيماَ اړه لري. که چيري يو دوکاندار تيروځي او لږه تيروتنه کوي ، د تيروتنې پايله به يي داوي چې ګټه به ونۀ کړي خو که همدا دوکاندار ډيره تيروتنه وکړي نو پايله به يي داوي چې د ګټې پر ځاي به تاوان وکړ. که چيرې يو ډاکتر تيروځي او دتيروتنې کچه يي ټيټه وي نو پايله به يي داوي چې ناروغ به روغ نه شي ، خو که د ډاکټر د تيروتنې کچه هم لوړه وي نو کيداي پايله يي د ناروغ پر مړيني تمامه شي .
که ديوې ادارې مشر تيروځي ، زيان به يي د هماغې ادارې په کچه ملت ته رسيږي خو که يو وزير تيروځي ، د يو رئيس په پرتله ملت او ولس ته زيان ډيروراوړي . هرڅوک چې هرڅومره لوړ مسووليت لري له خپلي تيروتنې سره په لوړه پيمانه زيان ملت او ولس ته اړولی شي نو د همدغه ساده او منطقي مقولې پر بنسټ ده چې په پرمختلليو ټولنو کې لوړ مسووليتونه هماغه چاته سپاري چې د پوهې اوتجربې کچه يي لوړه وي ځکه دا ډول اشخاص لږ تيروځي.
په ځانګړي ډول د سياسي پسټونو په ټاکلو کې دا پرنسيپ تر ډيره مراعتيږي ځکه چي دسياسي چارواکيو په تيروتني سره ولس ته کله نا کله نۀ جبران کيدونکي زيانونه اوښتی شي، د ساري په توګه که د يوې سياسي پارټۍ مشر تيروځي نو کيدای شي چې د ټولې سياسي پارټۍ او يا هم ددې پارټۍ د يوې غټې کتلې د له منځه وړلو سبب شي خو که چيرته يو ولسمشر تيروځي زيان يي ټول ولس ته د تيروتنې د کچې پر پرتله رسيږي.
په هرحال ددې لپاره چې له موضوع څخه بهر نه شو نو راځو اصلي موضوع ته او هغه د کرزي صيب تر ټولوستره او نۀ جبران کيدونکې تيروتنه ده چې دکب دمياشتي په ١٩ نيټه يي د ملي پخلاينې (!) تش په نامه طرحې ، خو په حقيقت کې جنګي مجرومينو ته د معافيت او دنوې ساه اخيستو سند لاسليک کړ. کرزی صيب له پيله په تيروتنو سر و دا ځکه چې دی د پورته ذکرشويو معيارونو په نظرکې نيولو سره نۀ بلکې د مصلحتونو پر بنسټ باندې د منځمهالي او بيا د انتقالي دولت مشري کوله او داچې ولې دی د ولسمشری په ټاکنو کې بريالی شو ،لومړی لامل يي داو چې دې ټاکنو په بشپړډول قومي بڼه درلوده او ټولو پښتنو کرزي ته خپلې رايې ورکړي، په هرولايت او ولسوالۍ کې د ټاکنو پايلو دا ښه جوته کړه . برسيره پردې چې د کرزي يو مرستيال له پنجشير او بل يي هزاره و ، مګر په ټول پنجشير او باميان کې يي لس رايي هم نه وې ترلاسه کړې . داچې پښتنو ولې کرزي ته خپلې رايې ورکړې ، لامل يې دانه و چې ګويا کرزي د پښتنو ايډيال رهبر و بلکې دبد او بدتر ترمنځ د توپير خبره په کې نغښتي وه ، دټاکنو په هغه اوږد لست کې ترټولو کانديدانو کرزی ډيربد نه و.
په هرحال ددې لپاره چې په تيرو دريو لسيزوکې د جنګي مجرومينو دمعافيت مسئله مو ښه روښانه کړې وي ، تيرو دريو لسيزو ته يو ځلغنده نظر اچوو .
تيرو دريو لسيزو جګړو افغان ولس ته ډير ځاني او مالي زيانونه واړول خو وروستنۍ دريمه لسيزه کې چی کوم درد او غم دې ولس ليدلی ، په تاريخ کې ساري نشته هغه ځکه چې په وروستۍ لسيزه کې جګړه مارو د عامو خلکوپه وژلو او د مال او عزت په لوټ کولو پسې راوخيسته او خپل زړونه يې ښه يخ کړل . کومې نخرې نه وې چې دوي د کابل پر ښاريانو ونه کړې ، د ژندويو انسانانو په سرونو يې ميخونه ټک وهل ، ژوندي انسانان يې په تودو کانتينرونو کې واچول او وريته يې کړل ، دښځو پر عزتونو يې تيری وکړل ، ټول انساني کرامتونه يې تر پښو لاندې کړل او آن داچې پر مړو يي هم نڅاګاني وکړې . کله کله ددي جګړو په اړه خو سړی داسې حيرانونکي کيسې اوري چې عادي او نارمل انسان اومسلمان يې د اوريدو زغم هم نه لري ، د کابل ښار دا وراني کنډري او په وينو لړلي ديوالونه ددي خبرو مستند ثبوتونه دي .
ددي جنګسالارانو دهمدې جنايتونو انتها وه چې د طالبانو د رژيم په راوستو او ټينګيدو کې يې هم مثبت رول ولوباوه . په اکثرو ولايتونو کې خلکو طالبانو ته لبيک او ښه راغلاست ووايه ځکه چي دهغه وخت د ظالمو حاکمانو د شر نه په امان کې پاتې شي .
دسپتمبر يوولسمې نيټې پيښې د افغانستان حالت يو بل پړاو ته ورننه يوست او هغه د طالبانو د رژيم نسکوريدل او پر ځای ېې د مؤقتې ، انتقالي او بيا دجمهوري (!)ادارې رامنځ ته کيدل و.
افغان ولس په دی تمه و چې نن دی که سبا مونږ به ټول په امن کې ژوند کوو ، ځکه چې ټول جنګي مجرومين به محاکمه شي او هغه ځکه چې دا دنړيوالو کنوانسيونو غوښتنه ده او افغانستان هم اوس دنړيوالې ټولنې يو غړی او اوس خو امريکا او ورسره د ټولومتحدينو او نړيوالې ټولنې پوځيان راغلي او له بله پلوه افغانستان ددې ډول نړيوالو تړنونو له لاسليک کونکو څخه دی . وطن به پرمختګ وکړي ، په هرکور کې به برق وي ، دڅښلود پاکو اوبو نلونه به وي ، پاخه سړکونه به وي ، روغتونونه او ښوونځي به ولرو، دتيرو رژيمونو پرخلاف په دولتي پسټونو کې به خلک د لياقت او وړتيا له مخي ټاکل او …
خو افسوس افسوس چې داسې هيڅ کارونه شو چې خلک حداقل خپلو ارمانونو ته هيله من کړي هغه ځکه چې جناب کرزي له اوله په تيروتنوسر شو . کرزي صيب لومړنۍ تيروتنه هغه وخت وکړه چې دی کله د بيړني لويې جرګې تالار ته راننوت نوټول جنګسالاران چې د بګيل شويو مړزانو په څير په اخيرو کتارونو کې ځانونه را ايسارکړي وو ، داسي خطاب وکړ: ( آه آه دا څه حال دی ټول جهادي مشران او رهبران په شاته کتارونو کې ناست دي ، هلئ ژر شئ مخ ته راشي) همدا وچې کرزي صيب د مجاهد ، کمو نست او جنګسالار ترمنځ هيڅ ډول توپير ونه کړ د کرزي صيب همدې تيروتنې د جنګسالارانو په مړه وجود کې ساه واچوله او لکه د ټپي شويو زمريانو په څير را وخوځيدل او هغو ميرمنو چې لږ شيبه مخکې يې په دوي باندې لعنت وايه او دبوټونو ګزارونه يې پرې کړي وو ، بد بد ورته کتل ، غاښونه يي چيچل اوکيداي شي په زړه کې يي ويلي وي چي اوس خو مو والله که پريږدو . تاسې باور وکړئ چې تر دې دمخه له دې جنګسالارانو څخه نور دتيښتي لارورکه شوې وه چې اوس په کومه خوا پښي سپکې کړي .
په هرحال جنګسالارانو ته خدای ښه موقع په لاس ورکړه او دوی هم ترينه دځان په ګټه ښه استفاده وکړه آن چې د بيچاره کرزي کابينه او د مشاورينو ډيره برخه له همدي جنګسالارانو څخه ډکه شوه .
تر ټولو ډيره په زړه پورې خبره خو داده چې ازبک قوماندان رشيد دوستم هم د جهادي رهبرانو په کتار کې راغی . ترکومه ځايه چې زه معلومات لرم ، دوستم له خپلو مليشاوو سره د مجاهدينو تر راتګه پوري د داکتر نجيب الله د حکومت په ملاتړ له مجاهدينو سره جنګيدل . د هغوی مليشه د ګلم جم ( تغرټول ) په نامه ياديدل ، په هرځاي کې چې به د مجاهدينو جګړه ايز عمليات ډيرشول هلته به يي ګلم جم ورليږل چي د مجاهدينو ګلم ( ټغر )ور ټول کړي . سړی خو نشي کولای چې په يو وخت کې هم شهيد شي ، هم غازي شي او هم روغ رمټ بيرته راستون شي نو ځکه دوستم نه شي کولای چې هم کمونست او جنګسالار شي هم مجاهد . ده هيڅکله جهاد نه دی کړی بلکې مجاهدين يي شهيدان کړي او د غلا او لوټولو سترقهرمان پاتې شوی دی ، د يادونې وړ ده چې دی د ډيرې ټيټې تعلمي سويې خاوند دی . وايې چې کومې ټلويزيونې شبکې له دوستم سره مرکه درلوده ، د مرکې پر مهال مرکه کونکي ورڅخه وپوښتل چې خلک وايي چې تاسي نالوستي ياست او تر درييم ټولګي مو لوست کړي ؟ وايي چې دوستم تک سور واوښت او ويې ويل چې دا دښمنانو تبليغات دي کنه ما خو تر شپږم ټولګي مکتب لوستی دی .
په هرحال کرزی په خپلوډيرو پريکړو کې تيروتلی دی او هغه ځکه چې ازمويلې يې بيا ازمويلي دي ،دده بله ستره تيروتنه دا وه چې دخپلي کابيني د غړو معيار يې دپوهې او مسلکي توب پرځای قومي او تنظيمي اړيکې وټاکلې او د يو مسلکي کابينې پر ځای يې يوه مصلحتي کابينه رامنځ ته کړه چې حتی دکابينې ځينو غړو خو د کرزي صيب له حکم او لاسليک څخه دخپل تنظيم او قوم دمشر لاسليک او ټلفون ته ډيرارزښت ورکاوه او هغه ځکه چې دهمدې تنظيمي مشرله برکته خو اوس د وزارت پرکرسۍ ناست دی او راج کوي . د سياسي قدرت ويش خو ان د ولسواليو او کليو پرکچه هم قومي او تنظيمي تړاو درلود او دارنګه دقدرت ويش ترهرڅه زيات ملي ګټو ته زيان رسونکي تمام شو .
دکرزي صيب همدې معيار په خلکو کې د وطن دوستۍ او له وطن سره د مينې روحيه لاپسې کمزورې کړه او په خلکو کې يې د نقاق ا وعچ اخيستلو احساس بيا راژوندی کړ . همدا لاملونه وو چې دخلکو او دولت ترمنځ واټن مخ په ډيريدو شو ان تردې چې اوس خو خلک د دولت مخالفينو ته بي له کوم ډار او ويرې څخه پناه ورکوي ، له هغوی سره هرډول مرستي کوي او خواخوږي ورسره لري .
په هرحال اوس راځوخپلې اصلي موضوع ته او هغه د کرزي ترټولو ستره تيروتنه ده .
کيدای شي يو له سترولاملونوڅخه چې کرزی دملي مصالحې (!)دا سند لاسليک کړ ، داوي چې دی غواړي په افغانستان کي امن او امان راشي ، خو کرزي صيب دا هير کړي چې عدالت او امنيت داسې دوه سره تړلي او پيچلي پديدې دي چې په يوازې توګه يې يوهم نشي پلي کيدای . چيرته چې عدالت نه وي هلته هيڅکه امنيت نشي راتلای .
که چيرته دوي ( جنګسالاران ) دا دملي مصالحې په نامه ډرامه د جنوبي افريقې د سولې دپلان سره تشبيه کوي نو په کارده چې دوی هم په خپلو کړيو جرمنو اعتراف وکړي ، له خلکو څخه دې بښنه وغواړي ، خلکو ته د اوښتو زيانونو جبيره دې وکړي ، او په راتلونکي کې دې هم د قدرت دلرولو دعوه نه کوي . مګر دوی خو نه اعتراف کوي ، نه چاته جبران خساره ورکوي ، نه له قدرت څخه ګوښه کيدل غواړي اونه هم له خلکو څخه بښنې ته تياردي برعکس دوی په زوره دخپل ځان دمعافيت سند په خلکو لاسليک کوي .
که چيري دوی دومره د ملي مصالحې طرافدار وای نو ولې يې د ډاکتر نجيب الله د ملي مصالحې پلان ونه مانه ، که يې منلی وای نونه به اوس دا وطن دومره تباه وای ، نه به مو افغانان دومره درپه در، خاورې په سر وای ، نه به مو نړی ته د سوال لاس اوږود وای او نه به راته اوس دومره کونډې او يتيمان پاتې وای .
کرزی صيبه ! تاسره چې اوس د ټولې نړيوالې ټولنې ملاتړ حاصل دی او عملا َ د ٣٥ هيوادونو پوځيان درسره دي او ستا له حکومته ملاتړ کوي . په داسې يو وخت کې تاسې جنګي مجرمينو او دبشري حقونو ناقضينو ته دسزا ورکولو پرځای هغوی پر رنځيدلو خلکو باندې وزيران ، واليان او رئيسان مقرروئ ، او اوس هغوی ته د معافيت سند لاسليک کوئ . که چيرته تاسې يوازې وای ، نو کيدای شي چې ټول افغانان مو د دوی مريان ( غلامان ) کړی وای او دبشر په تاريخ کې مو يو ځل بيا دمريي توب جنډه پورته کړې وای .
کرزی صيبه ! دوی د مکې معظمې او مسکو قسم خوړلي دي ، دوی د تل لپاره خپلې شخصي او تنظيمي ګټې پر ملي ګټو بره ګنلې دي . په افغانستان کې خو قحط الرجال نه و بلکې د افرادو د تفکيک او پر هغوی باندې د باور خبره وه اوبس ، اما تاسې داسې ونه کړ ، دا مظلوم ولس په څومره ارمان او هيلو تاسې ته خپله رايه درکړه اما تاسې يې په بدل کې دې مظلوم ولس ته څه ورکړل ،همدا چې د هغوی د پلرونو ، ميندو ، ورونو او خويندو قاتلان مو پر هغوی حاکمان مقرر کړل او اوس خو مو لا ورته د معافيت سند هم لاسليک کړ.
کرزی صيبه ! تاته به معلوم وي او که نه خو په خدای باور وکړئ چې ختيځو او جنوبي ولايتونو کې داسې کورنۍ وي چې ښځي يې د لومړي ځل لپاره له کوره ووتې او تاته يې رايه درکړه چې ګوندې دوی به د جنګسالارانو له شراو فساد څخه خلاص کړئ خو تاسې ورته په بدل کې څه وکړل !!!
کرزی صيب ! په خپله درکړې رايه دې سخت پښيمانه کړم !!!