د پاكستاني دولت له اړخه په بلوچستان كې د ټولبخښنې او دبلوڅ وسله والو له خوا د جنګ بندۍ د ختمېدو اعلان سوى دى
د مالوماتو له مخي د پاكستان د مركزي دولت له اړخه په بلوچستان ايالت كي د دولت پر ضد د جنګېدلو خلكو دپاره د ټولبخښنې او له خوابدو ډلو او كسانو سره د خبرو اترو كولو اعلان سوى دى .
د هغه په مقابل كي دبلوڅ وسله والو ډلوله خوا د پاكستاني دولت پر ضد د جنګ بندۍ د ختمېدو اعلان سوى دى .
د دغو ډلو له اړخه له ناڅرګند ځاي څخه د ټليفون پر كرښه مطبوعاتو ته ويل سوي چي ګواكې دوي نور د دولت پر ضد د يو كال مخكي اعلان سوې جنګ بندۍ د ختمېدو اعلان كوي او هر وخت او هر ځاي چې نوبت په لاس ورسي نوبه يې له لاسه ورنكړي .
هغوي زياته كړې چې موږ په دې خاطر د جنګ بندۍ اعلان كړى و چي د پاكستان پوځ د بلوڅ قام له ټول وژني څخه لاس واخلي او د دوي د شتمنيو د لوټلو كار پرېږدي خو د هغوي په وينا دښمن ياني پاكستان و دې دواړو كارونو ته په هم هغه ډول دوام وركړى دى .
هغوي له خپله لورې د جنګ بندۍ د ختمېدو د اعلان لامل هم دغه په ډاګه كړى دى .