فره هات يو ستر ځواکمن دا د سيالۍ او د ميړاني
دده پلار ستر بګه دات دا بګه د رايت وفات شو
اوه کسيزه جرګه ؤ شوه بګه دات شهو زرينه
باد شاهيانو شوه دا مشره
ميړني زوی فره هات دا
په ختيځ د هندوکش کی په جنګونو دلته بوخت دی
يو نانی هندوان ياغيان دی
فره هات ته احوال راغی سيديت يو مست بادشاه دی
فتحه کړی يی ملکو نه هم سوريه هم فلسطين
يهودان هم ورسره دی
او د پارت رو يی نيولی
دا بادشاه وای اريانه به په نشه کی فتحه کومه
زموږ د سيمی غمازان ټول د سيديت و خوا ته شوی
دا سپاه دری سوه زره
اريانا ته خطره ده
هسک د اور او لمر اسره ده فره هات په ورځو شپو کی
سيمه يځی ستونځی حل کړی بيا يی مخ کړ باختريا ته
د دا خپل د شورشيا نو د لومړۍ چاره ور وکړه
فره هات دوه جنګه وکړه د سيديت لښکر ډيری دی
په دوه بريده نه ژوبليږی فره هات د ازميښ وخت دا
پوخ هوډ لکه پامير غر دی جنګونو ته پکار دی
سيديت استازی راغی درې شرتونه يی راوړی
يوم شرت د سيديت دا بګه دات ځنی ملکو نه
چی زموږ ځنی نيولی دا ځايونه بيرته راکړئ
دوهم سوال د بادشاه داسی زندانی ورور می ازاد کړئ
درېم دا چی د دی سيمی اريايان به کال په کال
باج بارې زموږ دربار ته فره هات ته سپاه راغله
د ساکڅيو پوری خوا نه فره هات لښکر په بريد کړ
اوس د دريو سو زرو
او پنزوس زرو جګړه ده
د هيبت نه ځمکه ريږدی د همت هره شيبه ده
اور او اور ژغونه کيږی هو او ها خرپا د زغرو
توری شرنګی غشی اوري شپه او ورځ جګړه روانه
د سيديت لښکر تور ؤ خوړ د ډار وهم پری لويدلی
يوه ورځ دوه سيالی ؤ شوه يرغلګرو لښکر مات شو
سيديت د ډير غرور نه زان ګړنګ ته ور ګزار کړ
د ده مړي يی بيا راوړه په ډير عزت او درناوی
سپين تابوت د سپينو زرو شاهی دود په مراسمو
د يونان بادشاه ته واستو فره هات په دود دستور
تاج پوشی دربار کی وشوه اوس واده د فره هات دی
د سيديت وريری سره چی په جنګ کی ليدلی
ګرد چاپيره څراغان دی ژڼی او جونی په نڅا دی
اتڼونه په سيالۍ شی پس ددينه دا ښارونه
چی جنګونو کی وران شوی بيا د سره باديږی
دا جنګونه خو به کيږی
پوری ها خوا چېنو غاړې