کور / شعر / غزل

غزل

شپه ده تېرېږي ما ته ته يادېږي
ستوري خندېږي ماته ته يادېږې
زما سنګسار ته راوتلي خلك
كاڼي اورېږي ما ته ته يادېږې
يه د هجران تور تم خوړلې  ياره
شمعي بلېږي ما ته ته يادېږي
اوس چي هر كال وني ګلونه نسي
غوټۍ غوړېږي ما ته ته يادېږې
ستا د پېكي شمال به كله راشي
وږمې چلېږي ما ته ته يادېږې
د هندوكش لمن رمو نيولې
شېلۍ غږېږي ما ته ته يادېږې
مازديګرى دى پېغلي ځي ګودر ته
په ملا كږېږي ما ته ته يادېږې