د دپاكستان پخوانى پوځي اولسمشرپروېزمشرف په هند او امريكا كي ويناوي كوي
د مالوماتو له مخي دپاكستان پخوانى پوځي اولسمشرپروېزمشرف هند او امريكاته سفر كوي او هلته به ويناوي كوي .
دا چي د هغه د وينا سرليك به څه وي تر اوسه لانده په ډاګه سوې .ويل كيږي چي هغه به د خپلو دغو ويناو څخه لاس ته ورتلونكې پيسې د خپلو سياسي فعاليتونو دپاره په كار راولي . نوموړى قريب دوه كاله وړاندي له پوځي چوكۍ څخه لاس پر سر سوى و .
هغه به له پوره دو كلنو وروسته په قانوني توګه د دې جوګه وي چې د پاكستان په سياست كي برخه واخلي .
د هغه دغه مده د راروان نومبر په مياست كي پاي ته رسيږي . د هغه د سياسي بهير په باب دا هم ويل كيږي چي محمدعلي سېف ،سنېټر محمدعلي درانى او عليه ملك به د هغه له لومړنيو او نژدې سياسي ملګرو څخه وي