د بلوچستان ايالت په دوو سيمو ډېره بګټي او مستونګ كې د دووبېلابېلو پېښو له امله څلور تنه وژل سوي
د مالوماتو له مخي د مستونګ د ښار په سلطان شهيد نومي څلور لاري كي د يوې بمي چاودني له امله دوه تنه مړه او څوارلس نور ټپيان سوي دي .له ټپيانو څخه د شپږو كسانو روغتيايي وضعه ښه نده ښودل سوې كوم چي د كوټي ښار روغتونونو ته لېږدول سوي دي .
د پوليسو له خوا په يوه خبرپاڼه كي راغلي چي بم د سړك له غاړي سره ولاړ په يوه سائكل كي اېښودل سوى و.خبر پاڼه زياتوي چي څنګه د امنيت ساتونكو موټر له هغه ځاي څخه پر تېرېدو سونو يوه درنه چاودنه وسه . د خبرپاڼي له مخي يو تن پر هغه ځاي او بل د كوټي په روغتون كې ژوند له لاسه وركړ .
دويمه پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې چي كله د اوچ په سيمه كي د غاسو دنليو د ساتندوي ځواك موټر پر يوه ماين ورختلى او له چاودني سره مخامخ سوى دى . د دې پېښي پايله د دوو كسانو د مرګ او د څو نورو د ژوبلي سوب ګرزېدلې ده .