کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومنددسيمينار پرېكړليك

د ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومنددسيمينار پرېكړليك

د سيمينار عکسونه او پوره راپور لوستلو ته دا ځای کليک کړئ 


 


 


     


                           


 


د پښتو ژبي د نړيوالي  سياسي او ادبي مجلې ’’ ليكوال ’’ د كوټي د څانګي په نوښت د هند د نيمي وچي د خپلواكۍ د بهير د مخ د قطار غړي ،د پښتونخوا وطن نومياتى سياستوال ،روشن فكر اديب او شاعر او د انجمن زمينداران مشر ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومند د 46م تلين په وياړدجوړ سوي يو ورځنى ادبي او علمي سيمينار كي لاندي وركړل سوي پرېكړليكونه منظور كړل .


 


1  د ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومندټول ناچاپه اثار او د هغه ژوندليك چي د ښاغلي عبدالباقي له خوا ليكل سوى زر تر زره د چاپ په پساله وپسولل سي .


 


2  په پاكستان اوافغانستان كي دي پر دولتي سطح د ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومند په اړوند څېړنغونډي او سيمينارونه ترسره سي ترڅو د هغه د ژوند ټول اړخونه وڅېړل سي .


 


3   په شمالي پښتونخوا او آزاد قبائلو كي د لومړنيو  ژورنالستكي خدمتونو او د لومړي انقلابي ګوند د بنسټ اېښودلو په وياړ كي دي ارواښاد كاكاجي صنوبر حسېن مومند ته د جديدسياست او صحافت د بابا خطاب وركړل سي .


 


4  دمحنت كشو د دې سترلارښود د قربانيو په بدل كي دي پاكستان هغه  د قائدمزدورپه خطاب ولمانځي چاچي خپل ژوند د سرمايه دارۍ او جاګردارۍ پر ضدپه مبارزه كي تېر كړ .


 


5   دپاكستان په ټولو ايالتونو كي دي په لېسو كي لوستونكو ته  د جرنلزم،نړيوالواړيكو او پبلك اېډمنسټرېشن دمضامينو د ويلو زمينه برابره سي .


6  دكوټي ترڅنګ دي د ټول پاكستان په   مطبوعاتي مركزونو كي د پښتو،بلوڅي،براهوي،سندهي،سرائيكي او پنجابي او انګرېزي ژورناليزم د بنسټ اېښودونكو انځورونه وځړول سي .