څيري ګريوان راشه زما د زړه ا ينی ته دلته ځان ووينه
چيرته چی ته پکښی اوسيږی دا جهان ووينه
د زړه په باغ کی می د عشق دنياګی للمه ښکاری
راشه زما د تړمو اوښکو پری باران ووينه
نه می په ليچو ستا خوب وکړ نه بنګړی مات شوی
دا چی په اور کی سو ځيدلی دا ارمان ووينه
ساقی دا ستا په خوم به نن دا خپل زړګی ارام کړم
د اشنا زلفو يم چيچلی ښا ماران ووينه
په شو ګيرو کی زه او شمع دوه په دوه ژړيږو
د خوب بستر کی می زخمی زخمی هجرا ن ووينه
دا د ګل بڼ د زيړو پاڼو به خزان لا هير کړی
را شه زما د د ی ژيړ رنګ غمجن دوران ووينه
دا می تقدير وه که زمان چی در په در يي کړمه ؟
د ارزو ګانو جنازی می په اسمان ووينه
ستا د راتلو په انتظار کی می ځوانی بيلوده
راشه د خوار حفيظ مليار چيری ګريوان ووينه
٢٤,١,٢٠٠٩ ويانا د اتريش ښار