کور / هراړخیز / ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۷)

ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۷)


اسلامي حكومت :


دمسلمانانو د خوندي پاته کیدو ذريعه ده :


(حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ عَنْ مَالِكٍ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ دِينَارٍ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ أَلَا كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ فَالْأَمِيرُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ عَلَيْهِمْ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ بَعْلِهَا وَوَلَدِهِ وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْهُمْ وَالْعَبْدُ رَاعٍ عَلَى مَالِ سَيِّدِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُ فَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ)


[ رسول الله  صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې : ښه پوه  شئ چې تاسو هريو مسئول ياست او له تاسو څخه ستاسو د رعيت په هكله پوښتنه کيږي . هغه حكمران چې په خلكو حكومت كوي هغه مسئول دې او د هغه څخه به  هم د هغه د رعيت په هكله پوښتنه کيږي. سړى د خپلى كورنۍ ساتونکې دې او د خپل رعيت په باره کې  به ورځینى پوښتنه کيږي  ، ښځه د خپل ميړه ،كورنۍ او اولاد په هكله مسئوله ده او د هغى  څخه به د هغو په هكله پوښتنه کيږي، غلام يا نوكرد خپل بادار د مال ساتونکې او مسئول دې او د هغه  څخه به  د هغى مال او شتمنۍ په هكله پوښتنه کيږي، يو ځل بيا واورئ چې تاسو هر يو راعي او مسئول ياست او ستاسى څخه به ستاسى درعيت په هكله پوښتنه کيږي ] 1.


«راعي» د«رعې» څخه اخستل شوي چې معنائى ساتنه ، حفاظت او مسئوليت دې  – شپون ته په دې خاطرراعي وائى چې هغه د څارويو ساتنه كوي او د څيرونكو چارپايانوڅخه ئى ساتى ،نو په همدې ډول حكمران هم د خپل رعيت د حقوقو د ساتنى او د باندنيواوكورينو دښمنانو څخه ئى د ساتلو مسئوليت په غاړه لري،  د همدې امله لغت پوهانو  د راعي معنا حاكم هم كړيده ، د حكمران پرته د رعيت مثال دا رنګه دې لكه څنګه چې د شپون پرته څرونکي څاروي هرى خوا ته منډى رامنډى وهي نوښكاره خبره ده چې په داسى حالت کې به څيرونکي او قوي ځناور دغه كمزوري او ضعيفه څاروي ماتوي او خورى به ئى ، اويا به په څړځاې خپله واک مومي او   هغوی ته به   هلته د   ورننوتلو لاره هم نه وركوي ، د دې نبوي مشابهت څخه دا راڅرگنديږي چې د مسلمانانواو عوامود حقوقو ساتنه او تحفظ د اسلامي رياست د جوړيدو پرته شونې نه ښکاري .


امام ابوسليمان خطابى رحمة الله عليه په «معالم السنن شرح ابوداود»  کې ليکلي دې چې :


(فرعايه الامام الاعظم حياطه الشريعه باقامه الحدود و العدل فى الحكم ورعايه الرجل اهله سياسة لامرهم وايصالهم حقوقهم ورعايه المراه تدبيرامر البيت و الاولاد و الخدم والنصيحه للزوج فى  كل ذالك – ورعايه الخادم حفظه ماتحت يديه والقيام بمايجب عليه من خدمته)


[ د امام اعظم ( د حكومت د مشر  د مسئوليت څخه ) مقصد دا دې چې:  هغه به د شريعت حفاظت اوساتنه كوي، حدود به قايموي او دخلكو ترمنځ به په عدل او انصاف سره حكم كوي، د سړى د راعي  كيدو څخه مقصد دا دې چې هغه به د خپلى كورنۍ انتظام كوي ،هغه به اصلاح كوي او د هغوی حقوق به ادأ كوي، د ښځى د راعيه كيدو څخه مقصد دا دې چې هغه به دكور د كارونواو د اولاد او خدمتګارانو د كارونو انتظام او تدبير كوي او په دې ټولوكارونو کې به د خپل ميړه خيرغوښتونکې وي او د خادم او نوكر د راعي  كيدوڅخه مقصددادې چې هغه به د هغه څه حفاظت اوساتنه كوي چې د هغه په لاس کې وركړل شوي وي اوهغه خدمت به كوي چې ده ته ورسپارل شوې وي .]


(حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ عَنْ مُسْلِمٍ حَدَّثَنِى زُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ حَدَّثَنَا شَبَابَةُ حَدَّثَنِي وَرْقَاءُ عَنْ أَبِي الزِّنَادِ عَنْ الْأَعْرَجِ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ فَإِنْ أَمَرَ بِتَقْوَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ وَعَدَلَ كَانَ لَهُ بِذَلِكَ أَجْرٌ وَإِنْ يامُرْ بِغَيْرِهِ كَانَ عَلَيْهِ مِنْهُ)


[ حكمران يو ډال دې چې د هغه په مشرۍ کې نښتى  کيږي او هم د هغه په واسطه خلكو ته  تحفظ  او خوندیتوب په لاس ورځي كه چيرى هغه په تقوي حكم وكړ او د انصاف څخه ئى  كار واخست نو هغه ته به د دې اجر وركړل شي خوكه چيرى هغه د عدل او تقوي  په  خلاف  حكم وركړ نو د هغه عذاب به د همدې ګناه  په اندازه وي2].


(الجنه بالضم مااستترت به من سلاح)


[ «جنه» هغه ډال او وسلې ته ويل کيږي چې ددښمن د وسلې څخه پرى ځان ساتل کيږي  ] 3.


ددې تشبيه څخه مقصد دا دې چې لكه څنګه چې د  ډال اوسپر په واسطه د يو تيري كونکي د تیغ وهلو څخه جسم ساتل کيږي نو په همدې توګه د حكمران او د هغه د مشرۍ په اساس دد باندينيو دښمنانو مقابله کيږي او د كورنيو دښمنانو او مفسدينو د فساد څخه د خلكو مالونه ، ځانونه  او اّبرو خوندي پاته کيږي .


اسلامي حكومت


د الله جل جلاله د رحمت سيورى دئ  :


(عن عمر رضى الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم، السلطان ظل الله فى الارض ياوي الېه كل مظلوم من عباده فان عدل كان له الاجروكان على الرعيه الشكر)


[ اسلامي حكومت يا عادل حكمران په ځمكه باندې د الله  جل جلاله د رحمت سيورى دې، هغه چاته چې د الله د بندګانو څخه  د هر مظلوم د فرياد اوريدو له پاره رجوع کيږي كه چيرى هغه انصاف وکړي نو هغه ته به ئى اجر په لاس ورشي او په رعيت باندې د هغو د انصاف شكركول واجبيږى 4.]


(السلطان ظل الله فى الارض فمن اكرمه اكرمه الله ومن اهانه اهانه الله)


[ مسلمان عادل حكمران  پرځمكه د الله جل جلاله د رحمت سيورى دې نو هرچا چې د داسى عادل حكمران احترام اوعزت وكړ نوالله جل جلاله به د هغه عزت وکړي اوكه چا د هغه سپكه وكړه نوالله جل جلاله به هغه سپك اوخوارکړي 5.]


(عن ابى بكره رضى الله عنه قال قال رسول الله صلى  الله عليه وسلم : من اكرم سلطان الله تبارك وتعالی فى الدنيا اكرمه الله يوم القيمه و من اهان سلطان الله تبارك وتعالی فى الدنيا اهانه الله يوم القيامه )


[ هرهغه چا چې په دنيا کى د الله جل جلاله د دين د قائمونکي حكومت احترام او درنښت  وکړ نو الله جل جلاله به د قيامت په ورځ  په هغه خپل فضل اوكرم وکړي خوكه چا دې ډول حكومت ته په  سپكه وكتل نو الله جل جلاله به د قيامت په ورځ هغه خواراو سپك کړي6 ].


د الله جل جلاله حقيقى رحمت خو د هغى دين دې ليكن كوم حكومت چې د دين د اقامى او د عدل دراوستو په خاطر كاركوي ، نو هغه هم د الله جل جلاله د رحمت سيورى دې مګرهغه خلك چې د اسلامي حكومت جوړښت  اړین نه بولي، نو هغوې  په اصل کې د الله جل جلاله د رحمت څخه د خلكو د بى برخى كولوكوښښ كوي .


د اسلامي حكومت


پرته ژوند كول ناپوهي ده :


( حَسَنُ بْنُ الرَّبِيعِ حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ زَيْدٍ عَنْ الْجَعْدِ أَبِي عُثْمَانَ عَنْ أَبِي رَجَاءٍ عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ يَرْوِيهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ رَأَى مِنْ أَمِيرِهِ شَيْئًا يَكْرَهُهُ فَلْيَصْبِرْ فَإِنَّهُ مَنْ فَارَقَ الْجَمَاعَةَ شِبْرًا فَمَاتَ فَمِيتَةٌ جَاهِلِيَّةٌ)


[كه څوك د خپل اميرڅخه «په خپل وگړيزژوندکې » كوم ناببره شى وګورى نو هغه ته په كار دي چې صبر وکړي دا په دې خاطرچې هغه چا چې د حكمران د اطاعت او پيروی څخه د يوه لويشت په اندازه هم سرغړونه وكړه او په همدې حالت کې هغه مړ شو نو دې د جاهليت په مرگ مړ شوي دې ]7.


( عن ابن عمر رضى  الله عنهم قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من مات وليس فى عنيقه بيعه مات ميته جاهليه )


[ كه چا ته په داسى حالت کې مرگ راشي چې د هغه په غاړه کې دخليفه، امام اويا مسلمان عادل حكمران سره د بيعت اويا د اطاعت كولو د وعدې حلقه نه وي نو د هغه مړينه د جاهليت مړينه ده8 ] .


(عن حذيفه بن الېمان  رضى الله عنه) [فىحديث طويل ] (تلزم جماعه المسلمين وامامهم )


[حذيفه رضى  الله عنه ته رسول الله  صلى الله عليه وسلم فرمايلي وچې: د مسلمانانوله ډلې سره اوسه او د هغوی د امام اطاعت او پيروي كوه9] .


د اسلام ترمخه د عربو قبائل د يوه حكمران د اطاعت څخه خبرنه و د هغوی د ژوندانه نظام د قبائلى سردارانو په لاسو کې و چې په خپلو منځو کې به ئى نښتى  كولى، نوكله چې څوك داسى ژوند اختيارکړي نو د هغوی مړينه به د جاهليت مړينه وي د حكومت نه پرته  ژوند تيرول غيراسلامي ژوند او جاهليت دې .


حافظ نورالدين الهثيمى رحمة الله عليه د پورتني مضمون احاديث د لاندينوصحابو رضى  الله عنهم څخه هم رانقل کړي دي :[ ابوذرغفاري ، ابومالك اشعري ، معاويه ، معاذبن جبل ، ابوالدرداء ، عبدالله بن عمر ، سعدبن جناده ، فضاله بن عبيد ، حذيفه بن يمان ، عامربن ربيعه ، جبله او عبدالله بن عباس  رضي الله  عنهم.]


   كه څه هم په پورتنیو رواياتوکې دځينو سندونه ضعيف دي خومضمون ئى لكه د صحيح بخارى اوصحيح مسلم په شان دې چې پورته ذكرشول10.


د درى كسيزې  ډلي له پاره  هم د اميرټاكل لازم دي :


(حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ بَحْرِ بْنِ بَرِّيٍّ حَدَّثَنَا حَاتِمُ بْنُ إِسْمَعِيلَ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَجْلَانَ عَنْ نَافِعٍ عَنْ أَبِي سَلَمَةَ عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِذَا خَرَجَ ثَلَاثَةٌ فِي سَفَرٍ فَلْيُؤمِّرُوا أَحَدَهُمْ)


[ كه درى تنه د سفر له پاره روان  شي نو د خپلى ډلې څخه دې يو تن امير وټاکي ] 11.


(عن عبدالله بن عمر ر ضى  الله عنه قال قال النبي صلى الله عليه وسلم لايحل لثلاثه يكونون بفلاه من الارض الا امروا عليهم احدهم 12)


[ كه چيرى درى تنه هم په يوځاې صحرا کې اوسيږي نو هغوی ته دا روا نه دي مګر دا چې يو د خپلودرى كسو څخه د خپل ځان امير وټاکي ].


قاضى شوكاڼي رحمة الله عليه د دې مضمون حديث د عمربن الخطاب رضى الله تعالی عنه او ابن مسعود رضي الله عنه څخه را نقل كړى دې او د نبوي  صلی الله عليه وسلم ددې ارشاد ښيگڼى يى داسى بيان كړي دي چې كه چيرى د هغوی امير موجود نه وي نو بيا به هر يو په خپل نظر كلكوالې كوي چې ددې كار نه اختلاف اوتفرقه را پيداکيږي .


د عادل حكمران خيرغوښتنه د دين يو فرض دي :


( حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَبَّادٍ الْمَكِّيُّ حَدَّثَنَا سُفْيان قَالَ قُلْتُ لِسُهَيْلٍ إِنَّ عَمْرًا حَدَّثَنَا عَنْ الْقَعْقَاعِ عَنْ أَبِيكَ قَالَ وَرَجَوْتُ أَنْ يُسْقِطَ عَنِّي رَجُلًا قَالَ فَقَالَ سَمِعْتُهُ مِنْ الَّذِي سَمِعَهُ مِنْهُ أَبِي كَانَ صَدِيقًا لَهُ بِالشَّامِ ثُمَّ حَدَّثَنَا سُفْيان عَنْ سُهَيْلٍ عَنْ عَطَاءِ بْنِ يَزِيدَ عَنْ تَمِيمٍ الدَّارِيِّ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ الدِّينُ النَّصِيحَةُ قُلْنَا لِمَنْ قَالَ لِلَّهِ وَلِكِتَابِهِ وَلِرَسُولِهِ وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ )


[ دين د پنداو نصيحت نوم  دې .مونږ پوښتنه وكړه د چا له پاره؟ ويى فرمايل : د الله جل جلاله له پاره، د هغه د كتاب له  پاره، د هغه د رسول  له پاره، د مسلمانانو د حكمرانانو له  پاره، او ټولو مسلمانانو ته ] 13.


د نصيحت په بنيادي معنا او مفهوم کې د پاکوالې اواړيكو معنا شامله ده نو په دې اساس ددې معنا ده: د زړه پاكوالې اونيك اړيکي .


امام نووي رحمة الله عليه وايي چې :[ دا ډير لوي حديث دې]« و عليه مدار الاسلام » .


امام ابوسليمان خطابي رحمة الله عليه ويلى چې[ نصيحت يوهراړخيزه كلیمه ده اوپه عربى لغاتوکې داسى بله جامع كلمه نه شته چې د دې مفهوم ادا كړي .]


(النصيحه لله)- د الله جل جلاله له پاره د زړه پاكوالې او د هغه سره نيکې اړيکې دا دي چې: د هغه په يووالې ايمان راوړي، هغه په ټولوكامله صفاتو متصف او دټولو عيوبو اونقصاناتو څخه پاك وگڼل شي ، د هغه تابعداري وشي، د هغه ددوستانوسره مينه وشي،او د دښمنانو سره ئى  دښمني وشي، د هغه د دين د منكرينو په خلاف جهاد وشي، د هغه  د نعمتونو شكراداء کړل شي  او د هغه د دين په لورخلكو ته بلنه وركړل شي .]


(النصيحه لكتابه) – [د الله د كتاب فرقان حميد سره ښى اړيکي دا دي چې : په هغه د الله جل جلاله د كلام په حيث ايمان راوړي او د هغه په احكامو باندې د زړه له اخلاصه عمل وكړي ، د تحريفاتو او د كفارو د عبثو نيوکو څخه يي دفاع وكړل شي، د هغه په مضامينو، پندونو ، نصيحتونو باندې غور، فكراو تدبر وشي د هغه د علومو خپرونه وشي او د هغه په لور خلكو ته بلنه وركړل شي .]


(النصيحة لرسوله) :[ دالله جل جلاله پيغمبرسره نيك اړيکي دا دي چې : د هغه په رسالت ايمان راوړل شي، د هغه د سنتو پيروي وشي، د هغه د سنتو د خپرولوهڅی وشي، د هغه ددوستانو سره مينه وشي او د دښمنانو سره ئى دښمنى . دهغه تعظيم وكړل شي، د هغه حسنه اخلاق دخپل ځان له پاره دعمل نمونه وګرځول شي دهغه د اولادی اود هغه د اصحابو رضي الله عنهم سره مينه وشي او د بدعاتوڅخه لريوالې وشي].


(النصيحه لائمة المسلمين) : [د مسلمانانو د حكمرانانو خيرغوښتنه او د هغوی سره نيکې اړيکې دا دي چې: په حقه خبرکې د هغوی سره كومك وشي،په ښه والې او نيکې کې ئى  اطاعت وشي ، د غفلت او غلطۍ په وخت کې  خبرداركړل شي ،د مسلمانانو د حقوقو د ساتلو په خاطر اّماده كړل شي په امامت کې يى لمونځ وكړل شي د هغوی ترمشرۍ لاندې جهاد وشي او هغوی ته زكوه او صدقات وركړل شي ترڅو ئى په مستحقينوکې وويشي .]


(النصيحة لعامة المسلمين) : [د عامومسلمانانوخيرغوښتنه او د هغوی سره د نيکۍ اړيکې دا دي چې : هغوی ته د دنيا اواّخرت د دواړو د خلاصون اوكاميابى لاره وروښودل شي هغوی ته ضررونه رسول شي، د هغوی اړتياوي پوره كړل شي د مشرانو احترام وشي په كشرانو رحم وكړل شي او د بغض ، حسد،كينى او غولونو څخه لرى والې  وشي14.]


لكه څنګه چې په« سوره النساء» کې د الله جل جلاله او د هغى د رسول صلی الله عليه وسلم د حكم د منلو څخه وروسته د امام د اطاعت حكم وركړل شوی، نوهمدا ډول په دې حديث شريف کې هم د الله جل جلاله او د هغى د رسول صلی الله عليه وسلم د نصيحت څخه وروسته د مسلمانانو د حكامو د خير غوښتنى او د هغوی سره د نيكو اړيكو كلكولو ته دين ويل شوې دې. ددې نه دا راښكاره کيږي چې د الله جل جلاله ، رسول صلى الله عليه وسلم اودهغه دكتاب سره نيك اړيکې [حسن تعلق] د امامت  د نظام پرته نه شي قائميدلاې ،او همدا راز دا ترى هم ثابته شوه چې د امامت د نظام قايمول د دين يوه  مهمه برخه ده .


د اميرد احترام حكم :


(حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى أَخْبَرَنَا الْمُغِيرَةُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ الْحِزَامِيُّ عَنْ أَبِي الزِّنَادِ عَنْ الْأَعْرَجِ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنْ أَطَاعَنِي فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ يَعْصِنِي فَقَدْ عَصَى اللَّهَ وَمَنْ يُطِعْ الْأَمِيرَ فَقَدْ أَطَاعَنِي وَمَنْ يَعْصِ الْأَمِيرَ فَقَدْ عَصَانِي و حَدَّثَنِيهِ زُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ حَدَّثَنَا ابْنُ عُيَيْنَةَ عَنْ أَبِي الزِّنَادِ بِهَذَا الْإِسْنَادِ وَلَمْ يَذْكُرْ وَمَنْ يَعْصِ الْأَمِيرَ فَقَدْ عَصَانِي)


[ چاچې زما اطاعت وكړ نو هغه د الله جل جلاله اطاعت وكړ او چا چې زما نافرماني وكړه نو هغه دالله جل جلاله نافرماني وكړه او چا چې زما د امير يا د مسلمانانو د امير اطا عت وكړ نوهغه په حقيقت کې زمااطاعت وكړاوچاچې زما د امير يا د مسلمانانو د امير نافرماني وكړه نو هغه زما نافرماني وكړه15] .


ابن حجرعسقلانى رحمة الله عليه وائى چې : [هغه امير چې په حق سره حكم كوي او د عدل اوانصاف له مخى پريكړى كوي نو هغه د رسول صلی الله عليه وسلم  امير او نائب دې دا په دې خاطرچې هغه د رسول  صلی الله عليه وسلم په حكم اود شريعت مطابق امير جوړ شوی دې 16.] 


(حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ وَهْبِ بْنِ مُسْلِمٍ حَدَّثَنَا عَمِّي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ وَهْبٍ حَدَّثَنَا عَمْرُو بْنُ الْحَارِثِ حَدَّثَنِي بُكَيْرٌ عَنْ بُسْرِ بْنِ سَعِيدٍ عَنْ جُنَادَةَ بْنِ أَبِي أُمَيَّةَ قَالَ دَخَلْنَا عَلَى عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ وَهُوَ مَرِيضٌ فَقُلْنَا حَدِّثْنَا أَصْلَحَكَ اللَّهُ بِحَدِيثٍ يَنْفَعُ اللَّهُ بِهِ سَمِعْتَهُ      مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ دَعَانَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ     فَبَايَعْنَاهُ      فَكَانَ فِيمَا أَخَذَ عَلَيْنَا أَنْ بَايَعَنَا عَلَى السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِي مَنْشَطِنَا وَمَكْرَهِنَا وَعُسْرِنَا    وَيُسْرِنَا وَأَثَرَةٍ عَلَيْنَا وَأَنْ لَا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أَهْلَهُ قَالَ إِلَّا أَنْ تَرَوْا كُفْرًا بَوَاحًا عِنْدَكُمْ مِنْ اللَّهِ فِيهِ بُرْهَانٌ)


[ عباده بن صامت رضي الله عنه فرمايى چې مونږنبي  كريم صلی الله عليه وسلم راوغښتواودا وعده ئى راڅخه واخسته چې مونږبه د خپلو اّمرانوخبره اورو د هغوی  اطاعت او تابعداري به ، د سختىو او نرمىو په دواړو حالتونوکې، كه زمونږ طبعيت ئى غواړى اويا ئى نه غواړى، کوو [په دې شرط چې د هغه حكم د شريعت   په  مطابق وي]. او زمونږڅخه ئى دا وعده هم واخسته چې مونږ به د حكومت د مسئولينوسره نه نښلو، مګرداچې دهغوی څخه ښكاره كفروګورو او د هغى د كفر په هكله له تاسى سره د الله له اړخه كوم قطعى دليل موجود وي ]17.


(عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اسْمَعُوا وَأَطِيعُوا وَإِنْ اسْتُعْمِلَ عَلَيْكُمْ عَبْدٌ حَبَشِيٌّ كَأَنَّ رَأْسَهُ زَبِيبَةٌ


[ د خپلو اّمرانو خبرى واورئ د هغوی اطاعت وكړئ كه څه هم په تاسى داسى يوحبشى غلام اميرمقررشوي وي چې د هغه سر د مميز  د دانى په اندازه وي18 ] .


(حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ حَدَّثَنَا لَيْثٌ عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ عَنْ نَافِعٍ عَنْ ابْنِ عُمَرَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ عَلَى الْمَرْءِ الْمُسْلِمِ السَّمْعُ وَالطَّاعَةُ فِيمَا أَحَبَّ وَكَرِهَ إِلَّا أَنْ يُؤمَرَ بِمَعْصِيَةٍ فَإِنْ أُمِرَ بِمَعْصِيَةٍ فَلَا سَمْعَ وَلَا طَاعَةَ )


[ داميرانو خبره اوريدل اود هغوی اطاعت كول په مسلمانانو فرض دي، ترڅو پورى چې هغوی ته ئى په گناه حكم نه وي كړى، كله چې په گناه حكم وكړي نو بيا ئى نه اوريدل روا دي او نه یې اطاعت كول ]19.


(و حَدَّثَنِي سَلَمَةُ بْنُ شَبِيبٍ حَدَّثَنَا الْحَسَنُ بْنُ أَعْيَنَ حَدَّثَنَا مَعْقِلٌ عَنْ زَيْدِ بْنِ أَبِي أُنَيْسَةَ عَنْ يَحْيَى بْنِ حُصَيْنٍ عَنْ جَدَّتِهِ أُمِّ الْحُصَيْنِ قَالَ سَمِعْتُهَا تَقُولُ حَجَجْتُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَجَّةَ الْوَدَاعِ قَالَتْ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَوْلًا كَثِيرًا ثُمَّ سَمِعْتُهُ يَقُولُ إِنْ أُمِّرَ عَلَيْكُمْ عَبْدٌ مُجَدَّعٌ حَسِبْتُهَا قَالَتْ أَسْوَدُ يَقُودُكُمْ بِكِتَابِ اللَّهِ فَاسْمَعُوا لَهُ وَأَطِيعُوا)


[ رسول الله صلی الله عليه وسلم دحجه الوداع په وخت کې په مِنَا کې فرمايلي دي كه پرتاسى پوزه غوڅى تور حبشى غلام اميرمقرر شي او هغه ستاسى مشري د الله جل جلاله دكتاب مطابق كوي نو د هغى خبره واورئ اواطاعت ئى وكړئ]20.


(عن ابى  امامه رضي الله تعالی عنه قال رسول الله صلی الله عليه وسلم فى خطبه حجه الوداع  اتقو الله ربكم وصلوا  خمسكم و صوموا شهركم و اداء زكوة اموالكم و اطيعوا اذا امركم تدخلو جنة ربكم )


[ رسول الله صلى الله عليه وسلم دحجه الوداع په وخت کې په اّخرى خطبه کې وفرمايل: د الله جل جلاله څخه ويريږئ ، پنځه وخته لمونځونه كوئ ، د رمضان په  وخت کې روژه  ونيسئ د خپلو مالونو زكاتونه وركړئ او د خپل اميراطاعت او پيروي وكړئ نو تاسى به په جنت کې داخل كړل شئ21 ] .


د امت اصلاح د صالح حكمران پرته شونې نه ده :


(عن ابن عباس رضي الله عنه قال قال النبي صلی الله عليه وسلم صنفان من امتى اذا صلحا صلحت الامه واذا فسدت فسدت الامه: «السلطان والعلماء» وفى روايه« الامراء و الفقها»)


[ زما د امت د دوه  ډولوخلكو حالت چې ترڅه  وخته پورى ښه  وي نو د امت حالت به هم ښه او بهتر وي اوكله چې د هغوی حالت خراب شى نو په امت کې هم خرابى او بدې منځ ته راځي، ددې دوو  ډلوڅخه مقصد حكمرانان اوعلماء دې 22.]


ِ(حَدَّثَنَا أَبُو النُّعْمَانِ حَدَّثَنَا أَبُو عَوَانَةَ عَنْ بَيان أَبِي بِشْرٍ عَنْ قَيْسِ بْنِ أَبِي حَازِمٍ قَالَ دَخَلَ أَبُو بَكْرٍ عَلَى امْرَأَةٍ مِنْ أَحْمَسَ يُقَالُ لَهَا زَيْنَبُ فَرَآهَا لَا تَكَلَّمُ فَقَالَ مَا لَهَا لَا تَكَلَّمُ قَالُوا حَجَّتْ مُصْمِتَةً قَالَ لَهَا تَكَلَّمِي فَإِنَّ هَذَا لَا يَحِلُّ هَذَا مِنْ عَمَلِ الْجَاهِلِيَّةِ فَتَكَلَّمَتْ فَقَالَتْ مَنْ أَنْتَ قَالَ امْرُؤٌ مِنْ الْمُهَاجِرِينَ قَالَتْ أَيُّ الْمُهَاجِرِينَ قَالَ مِنْ قُرَيْشٍ قَالَتْ مِنْ أَيِّ قُرَيْشٍ أَنْتَ قَالَ إِنَّكِ لَسَئُولٌ أَنَا أَبُو بَكْرٍ قَالَتْ مَا بَقَاو نَا عَلَى هَذَا الْأَمْرِ الصَّالِحِ الَّذِي جَاءَ اللَّهُ بِهِ بَعْدَ الْجَاهِلِيَّةِ قَالَ بَقَاوكُمْ عَلَيْهِ مَا اسْتَقَامَتْ بِكُمْ أَئِمَّتُكُمْ قَالَتْ وَمَا الْأَئِمَّةُ قَالَ أَمَا كَانَ لِقَوْمِكِ رُءُوسٌ وَأَشْرَافٌ يامُرُونَهُمْ فَيُطِيعُونَهُمْ قَالَتْ بَلَى قَالَ فَهُمْ اولئِكِ عَلَى النَّاسِ)


[ يوي ښځى د ابوبكر صدیق رضي الله عنه څخه پوښتنه وكړه« د جاهليت څخه وروسته چې الله جل جلاله زمونږ د حالت ښه والې او اصلاح فرمايلى دي نو په دې ښه حالت کې به مونږترڅه وخته پورى اوسو؟» ابوبكر صدیق رضي الله عنه ورته وويل: «ترهغه پورى چې ستاسوحكمران په صحيح لاره روان وي نوترهمغه وخته پورى به تاسوپه ښه حالت کې پاته شئ» ] 23.


(قال عمر بن الخطاب والله مايزع الله بالسلطان اعظم ممايزع بالقراّن»


[ عمرفاروق رضي الله عنه فرمايلي دي «په الله جل جلاله قسم چې الله جل وعلى شانه د حكومت په واسطه چې دكومو بديو مخنيوي كوي هغه د هغه نه ډير زيات دي چې د قراّن په واسطه ئى كوي» ] 24.


ددې علت دادي چې[ د قراّن د زده كړى او د هغى د پنداو دلائلو څخه ځينې  خلك گټه اخلي اوخپل ځانونه دگناه څخه ساتي- خو ځنى سخت زړي خلك د هغى  څخه گټه نه شي اخستى خو څرنګه چې حكومت ورته سزاوركوي او د هغه سره مادي قوت هم دې نو د دې له امله د سزاګانوله ويرى ځينې خلك د جرمونوكولو څخه ځان ژغوري] .


د همدې مضون په څیر اوپه همدې كليمو د سيدنا عثمان رضي الله عنه يوه وينا هم په كتابونوکې را نقل  شوي ده25.


ابومسلم خولانى رحمه الله عليه چې يولوي عالم او متقى تابعي و  فرمايى چې : (مثل الامام كمثل عين عظيمه صافيه طيبه- الماء يجرى منها الې  نهرعظيم فيخوض الناس فيكدرونه ويعود عليه صفوالعين فاذاكان الكدرمن قبل العين فسد النهر و لا يصلح الناس الا بالامام ولا يصلح الامام الا با الناس )


[ حكمران د هغى لویې، پاکې اوخوږى چينى په مثال دې چې د دې چينى اوبه په يوه غټ كانال کې بهيږى ، خلك د كانال په اوبوکې غوټى ووهي او هغه خرابوي او خړه وي یې، خو بيا  له چينى څخه پاکې او صافى اوبه راشي، خوكه په خپله دچينې اوبه خرابى او خړى شي نو د كانال اوبه به په خپله خرابى او خړى پړى وګرځي- د خلكو اصلاح د حكمران پرته نه شي كيدلاې- او د حكمران اصلاح  د خلكو پرته نه شي كيدلاې26.]


احمد بن عبدالله رحمه الله عليه فرمائى چې :


(اسئل  الله  صلاحاً  للولاه   الرؤساء


فصلاح الدين والد نيا صلاح الامراء)


[زه د  الله جل جلاله  څخه  سوال كوم چې حكمرانان او مشران نيك وګرځوي ځكه چې د دين او دنيا اصلاح د حكمرانانو په اصلاح کې پټه ده ] 27.


د پورته (نه ويشت ) روايتونو او همداسى ددې بحث په هكله د سلګونو نورو روايتونو څخه دا خبره راپه ډاګه کيږي چې د اسلامي عادل حكومت قيام يوه ديني وجيبه ده او ديني سياست د اسلام او دين يو باب او مهمه څانګه ده .


پاته په اتمه برخه کې ولولئ…