کور / تازه خبرونه / د كوټي پر اورګاډۍ د وسله وال بريد له امله ۱۳ تنه ټپي سوي

د كوټي پر اورګاډۍ د وسله وال بريد له امله ۱۳ تنه ټپي سوي

اور ګاډۍ ’’ كوئټه ايكسپريس ’’ له پېښور څخه كوټي ته پرلاره وه چي د نامالومو وسله والو له بريد سره مخامخ سوې


د مالوماتو له مخي له پېښور څخه كوټي ته  تلونكې اورګاډۍ ’’ كوئټه ايكسپريس ’’  له سبۍ سره نژدې د بختياراباد په سيمه كي د نامالومو وسله والو سانو له اړخه له يو وسله وال بريد سره مخامخ سوې چي د يوې وړوكې نجلۍ او دو مېرمنو په شمول ديارلس تنه په كې ټپيان سوي دي .


د ټپيانو له جملې څخه د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل سوى دى او هغوي د كوټي ښار ته لېږل سوي دي .


د پېښي پړه يوې بلوڅ وسله والي ډلي  ’’ بلوڅ ريپبليكن ارمي ’’ پر غاړه اخيستې ده .