کور / تازه خبرونه / پاكستان بايد د ګاونډيو هيوادونو په كورنيو چارو كې لاس ونه وهي

پاكستان بايد د ګاونډيو هيوادونو په كورنيو چارو كې لاس ونه وهي

موږ ته په كار ده چي يو موټى و اوسو ځكه چي كورنۍ شخړي  بهرنيو لاس وهنو ته لار هواروي


دجمعيت علماء اسلام جنوبي پښتونخوا او بلوچستان مشر مولانامحمدخان شېراني ويلي دي چي په افغانستان كي كه روس وي او كه امريكا موږ يې د لاس وهني پر ضد يو .

نوموړي دا خبري د كوټي له پريس كلب څخه د ليدني پر مهال كړي دي .هغه ويلي چي دا په كار دى چي په ياد وساتل سي چي په يو كور كې جګړه وي نو ګاونډي ته د مداخلت لاره هواريږي .

 هغه زياته كړې چي په افغانستان كي هم دغسي وسو . د هغه په وينا موږ به د افغانستان له پېښوڅخه زدكړه كوو او كورنيو شخړو ته به لمن نه وهو تر څو د بهرنۍ لاس وهنې مخه ونيسو .