د عربو متحده اماراتو د نړۍ تر ټولو لوی بيرغ په ابوظبۍ ښار کې پورته کړ.
د عربو متحده اماراتو د خپل هيواد د جوړېدو د شپږ دېرشمې کليزې په وياړ د نړۍ تر ټولو لوی بيرغ په ابوظبۍ ښار کې پورته کړ.
دغه بيرغ د شيخ زايد بن محمد بن زايد النهيان له خوا د نړۍ د بيرغ په تر ټولو هسکه لکړه وځړول شو.
د بيرغ اوږدوالی ۳۰ متره او بر يې ۱۵ متره دی.
د بيرغ د اوچتولو دغه مراسم د ابوظبۍ شاهزاده او د اماراتو د وسلوالو ځواکونو د ستر قواماندان د مرستيال شيخ محمدبن زايد النهيان په درناوي جوړ شوی و.