کور / شعر / غزل

غزل

ر اغلې ستا په سترګو د دنیا د حر ص لړ ې
نه وینې چې درومې دعقبا په لوري شخړې
 
مینې ددنیا قارون ژوندی په ځمکه ډوب کړ
د ه  ته  په  ډیر پند د کليم  پا که  ژبه   ستړ  ې
 
شپږ لکه کلونه عزازیل په طاعت تیر کړه
بو خت   شو لکه  خرآخر د کفر   په   چقړ ې
 
خوی د چارپایانو کړې جوسه دې دسړي ده
شين ډکی چې وینې له ګړنګه پسې رغړې
 
تن چې د مشغول د باري خدای په طاعت نشي
څه شو که ژوندی یې په صورت په معنی مړ یې
 
وایه دا ګفتار و دانایانو ته (حافظه)
څه لره پڅخه د زړه په عام مجلس کې سپړې