کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې دا خبر ورکړې چې طالبان  د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد پخپلو عملیاتو کې له پرمختللو وسایلو نه کار اخلي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې له دا ډول وسایلو نه په تیرو دوو کلونو کې زیاته استفاده شوې ده.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د اوبو او برښنا د وزیر د استیضاح کولو لپاره د خلکو ځینې غوښتنې هم راغستې دي.

د ورخپاڼې په وینا د اوبو او برښنا وزیر د برښنا د ورکولو په برخه کې له خلکو سره کړې ژمنې ندي عملي کړي.


د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د تورخم د لارې د بندلو لپاره د پاکستاني چارواکو په پریکړې تبصره کړې او لیکلي دي چې دا به د خلکو ستونزې لا زیاتې کړي.

ورځپاڼې د غزې په تړانګه د اسرائیلو د هوايې حملو په اړه په یو مطلب کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې افغانستان به د فلسطین د خلکو په وړاندې هیڅ ډول ظلم او ستم و نه زغمي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د بدخشان ولایت د خلکو ستونزو ته هم کتنه کړې او د ښاغلي کرزي په حواله يې  لیکلي دي چې ددوې ټولې  ستونزې به هوارې شي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي  دي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان لپاره نوې سفیر رالیږي.

ورخباڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې جنرال ډیویډ بارنو چې د طالبانو له ماتې وروسته د لوې جرګې تر جوړیدو پورې په افغانستان کې وو د نوې سفیر په توګه ټاکل کیږي.

دې ورخباڼې هم د اوبو او برښنا په وزارت دا انتقاد کړې دې چې د برښنا په ویش کې يې بې عدالتي کړیده چې د ورځپاڼې په وینا ځواکمن کسان برښنا لري او ضرورتمند خلک د برښنا له نشتوالي زوریږي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د پخلاینې د کمیسون فعالیتونو ته په اشارې لیکلي دي چې ښايې طالبان هم ورته کمیسون جوړ کړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه د امریکا د سفیر په څرګندونو تبصره کړې ده.

ورخباڼې په یو بل مطلب کې د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکیچ او په سیمې د هغې د اغیزو په اړه بحث کړې او لیکلي دي چې دا کړکیچ به کوم ځاې ته ورسیږي.


د اصلاح او هیواد دولتي ورخپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خبرې کړیدي.

هیواد پخپله سرمقاله کې هم د اسرائیلو په هوايې حملو کې د بې ګناه فلسطنیانو وژنې ته په اشارې په القاعده شبکې غز کړې دې چې په افغانستان کې د ښوونځیو بې ګناه زده کوونکې دې نه وژنې بلکه په فلسطین کې دې جهاد وکړي.

خو اصلاح بیا د راستنیدونکو کډوالو په ستونزو تبصره کړې او لیکلي دي چې ددوې بیا میشت کول یو عملي پلان او ستراتیژۍ ته اړتیا لري.


د راه انجات نادولتي ورخپاڼې بیا د یو انځور په خپرولو سره چې پکې یو بهرنې سرتیرې د افغانستان په یو بازار کې ښودل کیږي  دا پوښتنه کړې چې افغانستان په کوم لور روان دې سم که ناسم.

په ورځپاڼه کې په فلسطین کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه  په یو مطلب کې لیکل شویدي چې افغانستان د اسرائیلو د حملو د ژره تر ژره بندیل غواړي.

ورخباڼې پخپله سرمقاله کې د هیواد د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو تبصره کړې او لیکلي دي چې ددغو انتخاباتو په وړاندې امنیتي ستونزې موجودې دي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې د افغانستان په جنوب کې روانو پوځي عملیاتو ته په اشارې د ا عملیات د ترورستانو له اساسي اهدافو سره څیړلي دي.

ورخباڼې په یو بل ځاې کې په افغانستان کې  د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو مسله راغستې او د هغې موثریت يې څیړلې دې.

په ورخپاڼه کې د هیواد د کانونو د ویستلو د اهمیت مسله هم څیړل شوې او لیکل شویدي چې دا مسله د هیواد د شمالي ولایتونو د والیانو په غونډه کې تر بحث لاندې راغلې.