کور / راپور / د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر ۲۹مه اوونیزه غونډه

د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر ۲۹مه اوونیزه غونډه

د ميرمن کلتوري- ټولنيز بهير۲۹ اونيزه غونډۀ د روان لمريز کال د مرغومې مياشتې په اوومه نيټه د استقلال ليسې د فرانسې کلتوري مرکز په وړوکې تالار کې د ګڼو خويندو په ګډون جوړه سوه.

    غونډه چې د طوبا ندا ساپۍ له خو چلول کيده په سر کې نظيفې نيازۍ د تيرې اوونۍ رپوټ ولوست په رپوټ له خبرو وروسته د بهير پر کاري لړۍ خبرې وشوې د غونډې ميلمانه چې  نذير احمد نذير ، او د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير فعال همکار او خير غوښتونکی فريدون الهام و په سر کې ښاغلي فريدون الهام د ميرمن بهير د غړو د هڅو نه په مننې سره وويل :

   يوه فرانسوۍ کلتوري ټولنه غواړي د ميرمن بهير د غړو يو شمير شعرونه او کسيې چې انګلیسي ژبې ته اړول شوي وي فرانسوۍ، هسپانیوۍ او عربي ژبې ته وژباړي او بيايې په اوونيزو او مجلو کې چاپ کړي او بل دا چې د کاناډا د شاعرانو ټولنه هم غواړي د ميرمن بهير سره د کتابونو مرسته وکړي. ښاغلي الهام د پاڼې يو کلنۍ او بيا د يو کلنۍ وروسته د ویبپاڼې بدلون ته په اشاري سره وويل بايد د پاڼې  پياوړتيا ته ډيره پاملرنه وکړو.

طوبا ندا د ميرمن کلتوري- ټولنيز بهير د ټولو غړو په استازیتوب د ښاغلي الهام او مجیب الرحمان لودین د هڅو نه په مننې سره وويل لکه څرنګه چې تاسو هم خبر ياست د ميرمن کلتوري- ټولنيز بهير غواړي د کاروان کلتوري ټولنې په مرسته د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير د غړو او نورو ښځينه شاعرانو يوه ګډه شعري ټولګه چاپ کړي چې سپوږمۍ نوري ، سولې نيازۍ ، او او طوبا ندا په خپل وار سره وويل چې مونږ د بهير د يو شمير غړو او د نور شاعرانو شعرونه راټول کړي او د يو شمير نور خويندو سره په اړيکه کې يو چې ډير ژر به يې چاپ ته وسپارو .

    دوهمه برخه چې کره کتنه وه د سولې نيازۍ د (پسرلي) تر نامه لاندي يو شعر وړاندي شو :

پسرليه راشه خوشحالۍ راوله

زړونه تازه کړه نيکبختۍ راوله

سحر صاحب وويل د پسرلي پرځای که بهار یا سپرلی وویل شي د شعر وزن به برابر شي طوبا ندا هم د سحر صاحب د خبرې په تائيد سره وويل که د زړونو پر ځان ګلونه وليکل شي ښه به وي.

د شعر بل بیت دا و:

ستا په راتلو چې هر يو روح تازه شي

د بڼ ګلونو ته مستي راوله

طوبا ندا وويل که لومړی نیم بیتي داسي وليکل شي (ستا په راتلو چې هر يو زړه تازه شي )ښه به وي

په ښکلو ګلو فرش کړه خړ ډاګونه

د افغان بچيانو ته هستي راوله

ندا د خپلو خبرو په لړ کې زياته کړه که د ښکلو ګلو پر ځای سره ګلونه وي ځکه ګل خپله د پسرلي زيری دی نذير د ندا د خبرو په پخلي وويل که چيرې لومړی فرد په بشپړه توګه تغير شي زما په اند ښه به وي. فرشتې امرخیلې وروستی نیم بیتی بې وزنه وباله او نورو هم وړاندیز وکړ چې دغه بیت بدل شي 


چې خوشبويې دي هر چمن ته غيږي

غيږته دي لري پرديسي راوله

د نيازۍ سترګي انتظار پاته شوې

غمونه لري که دوستي راوله 


خاطرې اسحاق زۍ وويل د سولې شعر له يوه اړخه سپرلي ته ښه راغلاست ويلي او له بله اړخه هماسي دی که يوازې يا سپرلی او يا وطن يې ستايلی وايې ښه به و استاد سحر د خبرو مزی وغځاوه او وې ويل شعر په ټوليزه توګه ښه قافیې تر پایه مراعات شوې وې په ځینو ځایونو کې کوچنۍ وزني نیمګړتیاوې وي چې داصلاح وړ دي خو په راتلونکي کې بايد د شعر په ليکلو کې ډیر غور وشي.

دريمه برخه چې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه طوبا ندا د پسرلي صيب د څو بيتونو په ويلو سره پيل کړه او ورپسې فرشتې امرخيل، تنکۍ شاعرې برشنا، طوبا ندا، ماريا صديقي، خاطرې اسحق زۍ ، نذير احمد نذير،نظیفې نیازۍ راحلې نوري،سولې نیازۍ او د پکتیا ولايت له یوه کلي څخه يوې شاعرې خور د ټيلفون پر کرښه خپل شعرونه غزلونه ، او نظمونه په خپل وار سره وړاندي کړل.

د غونډې په وروستيو شيبو کې ښاغلي نذير احمد ځينې خبرې درلودي يو دا چې د ميرمن بهير د ځای په اړه يې وويل که چيرې د بهير د غړو خوښه وي او د استقلال ليسې په تالار کې کومه ستونزه لري نو د ويدا ښونځی چې په خوشحال خان سيمه کې دی حاضر دی څو ځای درکړي طوبا ندا د ښاغلي نذير نه دمننې په ويلو سره وويل اوس خو همدا تالار سم دی او ويدا ښونځی هم ډير لري دی د بهير خويندي نشي کولای چې په خپل وخت غونډو ته هلته راسي،ښاغلي ضیاءالحق شفیق له ميرمن کلتوري- ټولنيز بهير سره د یوې دیجیتل کامرې ژمنه وکړه چې ترې مننه وشوه.

غونډۀ د مازديګر پر څلورو بجو پايته ورسيده.

وپتيل شوه چې په راتلونکې اونۍ کې به د ذکيې غياثي يوه کيسه کره کتنې ته وړاندي شي او طوبا ندا به پرې ليکل شوی نقد ولري.