د عراق د پخواني لومړي وزير دفتر ته مخامخ ځانمرگی بريد وشو.
نن د عراق پلازمېنې غرب لورې ته د پخواني شيعه لومړي وزير (عيادعلوي) دفتر ته مخامخ ځانمرگی بريد تر سره شو.
ويل کېږي چې په چاودنه کې د نوموړي د دفتر دوه ساتونکي وژل شوي دي.
رپوټونه وايي چې په خپله ښاغلی (علوي) د چاودنې پر مهال په خپل دفتر کې نه وو
پوليس وايي پېښه هغه وخت وشوه چې يوه ځانمرګي بريدکوونکي خپل له بمونو ډک موټر د لومړي وزير د دفتر له پوستې سره وجنگاوه.