طالبانو د يوې خبرپاڼي په خپرولو د خوست په ولايت کي د ننني ځانمرګي بريد مسئوليت پر غاړه واخيست او وايي شلو تنو بهرنيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
بلي خواته د اسماعيل خيلو ولسوال دولت خان قيومي چي په ولسوالي کي يې بريد ترسره سوى وايي په دې پېښه کي دوه عسکر وژل سوي او درې نور ټپيان سوي دي.
نوموړى د سړبن په نامه د يوې ليسې د څلورو ماشومانو د مړيني او د دېرشو په شاوخوا کي د ټپي کېدو خبره هم وکوي.
د اسماعيل خيلو ولسوال وايي بريد د يوه صرف موټر په وسيله د ولسوالۍ تعمير ته نيژدې ترسره سوى دئ.
په خوست کي د لر او بر خبريال د عيني شاهدانو له خولې خبر ورکوي چي د پېښي په ځاى کي د سړبن ليسې د ماشومانو کتابونه، بکسونه، خولۍ، بوټونه او د جسدونو ټوټې اوس هم پرتې دي.