د ناټو ځواکونه په لوګر ولايت کي د طالبانو د يوه مشهور قومندان د نيولو ادعا کوي.
په هغه خبرپاڼه کي چي د آيساف له خوا لر او بر ويبپاڼي ته لېږل سوې، راغلي چي نيول سوي قومندان په سيمه کي د آيساف او افغان پوځيانو پر ضد په وسله والو جګړو کي لاس درلود، چي د ډسمبر پر ٢٧ –مه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په عملياتو کي ونيول سو.
د لوګر والي عتيق الله لودين هم د دې عملياتو پخلى کوي او زياتوي چي ولسي کسانو ته پکښي کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
سره له دې چي ناټو ځواکونه نيول سوى کس د طالبانو جګپوړى قومندان ګڼي، خو د نوموړي د نوم له ښودلو يې ډډه کړې ده.