دباندنيو چارو وزارت او ننګرهار ولايت په ګډه په جلال اباد کې د هېواد دنوموتي سياستوال او اديب ارواښاد عبدالرحمان پژواک د زېږېدا پينځه نويمه کاليزه ونمانځله. دنوموړي په ياد جوړ شوي يو ورځني سيمينار ته د هېواد وتلې ادبي او سياسي څېرې رابلل شوې وې، چې هرتن په وار وار دهغه په ژوند او اند خپلې ليکنې او ويناوې واورولې، ارواښاد په ۱۲۹۸ کال د غزني په ولايت کې د قاضي عبدالله کره دې نيمګړې نړۍ ته سترګې غړولې وې، چې په ۱۳۷۴ کال کې د ۷۶ کالو په عمر په پېښور کې ومړ او بيا د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په باغبانيو کې خاورو ته وسپار شو. دا که پژواک صيب د هېواد او نړۍ په کچه په سترو څوکيو پاتی شوی او بېلابېلې دندې يې ترسره کړي دي، خو له بل پلوه يې بيا په پښتو او دري ژبه د شعر ا ونثر يو شمېر اثار هم ټولنې ته پرې ايښي دي.