کور / شعر / غزل

غزل

تياره په سپينه ورځ خوريږي ، څه چل وکه که نه
زلفې دې مخ باندې رالوېږي ، څه چل وکه که نه

داسې نری ، نری رپيږي ، څه چل وکه که نه
ګوره په زړه مې څه چل کيږي ، څه چل وکه که نه

شپه ده ، نشه يم ، بهر نه شم وتی ، سر مې ګرځي
بهر د مرګ سيلۍ لګيږي ، څه چل وکه که نه

ځار دې له نن او له سبا نه ، ناځواني مه کوه
ځواني په نن سبا تېريږي ، څه چل وکه که نه

نرۍ نرۍ اوښکې مې مخ باندې راماتې شولې
نری نری باران وريږي ، څه چل وکه که نه

د مازيګر د زېړي لمر منظر پرهر شړوي
رنګ ته مې ګوره چې زېړيږي ، څه چل وکه که نه

ما درته ويلي و چې شونډې به دې نه سرې کوې
اوس مې شکرو ته زړه کيږي ، څه چل وکه که نه

د ژوند په دښته کې بلا يوازې شوی يمه
سترګې دې ډېرې راياديږي ، څه چل وکه که نه