په کابل کې دجنايي پوليسو مشر وايې چې دقمبر په څلور لار کې دوژل شوي پوليس دوژنې په تور يې شپږتنه شرابيان او اوه تنه پوليس نيولي دي
دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونو پروړاندې دمبارزي اوتحقيق دچارو ريس جنرال عليشاه پکتياوال وايې چې دغه کسانو تيره ورځ دسيداحمد په نوم دپنځمي حوزې اړوند دقمبر په څلور لارې کې دسيداحمد په نوم يوپوليس ددې په خاطر وژلى وو چې يوکورلاموټر يې درولو خو هغه ورته ونه دريد اوپه تومانچې سره يې عسکر په مرۍ کې وويشت اوې واژه .
پکتياوال وويل چې پوليسو يې هڅې وکړي اودشپږ واړه چې په يوه کرولاموټر کې سپاره وو اوشرابو په نشه کې وو دکار ته مامورين په سيمه کې ونيول .
هغه وويل چې دکارته مامورين دپوستي اوه تنه پوليس يې هم په دې پېښه کې دبېغورۍ په خآطر نيولي دي
جنرال پکتياوال وايې چې له نيول شويو شپږ، کسانو سره يوه تومانچه هم وه چې ګومان کيږي په همدې تومانچه بۀ يې وژلي وي
ديادولو وړده چې په کابل کې دشرابو څښلو پېښې ډيرې شوي دي ، د کابل ځيني ښاريان ادعا کوي چې علني په دوکانون کې پلورل کيږي اوڅښل کيږي .
خو پکتياوال وايې چې دقانون له مخې ټول هغه کسان به ونيسي اودقانون منګلوته به يې وسپاري کوم چې شراب څښي اوياېې پلوري .