کور / هراړخیز / ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۶)

ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۶)



اسلامي سیاست څه ته وایې؟


شپږمه برخه


3 ] داولی  الامرپه  اړه اّيت :

(یاايُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَاولي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ الي اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنتُمْ تؤمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا)  [د النساء سورت 59 اّيت]


[ اى موْمنانو! د الله او د هغه د رسول او د هغو حاكمانو اطاعت وكړئ چې له تاسى څخه  د امر او واك خاوندان وي . بیا كه ستاسى تر مينځه په كومه چاره کې شخړه پيښه شي نو هغه د الله او رسول لورى ته محول كړئ كه تاسى په رښتیا سره په الله او د قیامت په ورځ ايمان لرئ همدا د كار يوه سمه لاره ده او د عاقبت په اعتبار هم غوره ده ] .


امام ابن جرير رحمة الله عليه د صحابه كرامو رضى  الله عنهم او تابعينو څخه د اولی الامر د تفسير په هكله دوه بیانونه را نقل کړي دې لومړى دا چې ” هم الا مراء ”  يعنى د مسلمانو حكمران او اميران ترى مقصد دې او د هغو د اطاعت كولو حكم شوي دې  او دوهم دا چې ” هم اهل الفقه والدين»  يعنى دا فقهاء او دیني مشران  دي .


او خپل نظرئې په دې ډول وړاندې کړي دې :


( واولی الاقوال فى ذالك قول من قال هم الامراء والولاه )


[ غوره وينا د هغومحترمينو ده چې وایي د دې څخه مقصد امراء او حكام دي 1].


امام  فخرالدين رازى  رحمة الله عليه د )اولي الامر( تفسير د اهل الحل  و العقد سره  كړې  دې يعنى  هغه  خلك  چې د مسلمانانو د امورو مسئول او معتمد نماينده ګان وي او فيصلى د هغوی په   لاس کې  وي2.


(امام جصاص ، امام ابن كثير ، قاضى ثناء الله پانى پتى او امام طحاوي رحمة الله عليهم ليكلى دې چې د اولی الامر لفظ د عاموالې له  اړخه  دوو طبقو علماء ، فقهاو او امراو او حكامو پورى تړلى دې3 .


حقيقت دا دې چې دا اّيت د امراوْ په هكله رانازل شوي دې  لكه څنګه چې د بخارى شريف د حديث څخه معلوميږي، خو د لفظ د عموميت په خاطر د هر رنګه اصحاب امر [د امرخاوندانو] له پاره استعماليږي  كه څه هم هغه علمى او فقهې لارښوونکې وي يا سیاسي مشران وي يا د ملك د نظم ونسق چلوونکي  حكام وي يا د عسكرى نظم اونسق برابروونکي صاحب منصبان وي يا د قضائي چارو پريكړه كونکي  قاضيان وي يا په ټولنيزو اموروکې د كليواو ښارونو وكيلان وي ، هرمسلمان چې په هرحيث د مسلمانانو د امر خاوند وي نو هغه د اطاعت مستحق دې خو په دې شرط چې مسلمان وي او د الله جل جلاله او رسول تابعدار او پيرو وي او كه داسى نه وي نو بايد د مسلمانانو د مشرۍ د منصب څخه لرى کړل شي .


په دې مبارك اّيت کې د اسلامي رياست له پاره ځينې اصول او اساسات بيان شوي دې چې په لنډه توګه ئى وړاندې  كوو.


ا- یاايُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا:

رياست د يو تنظيمى چوكاټ نوم دې چې د قيام له پاره ئى د هيواد او ځمکې  موجوديت   اړین دې .


په دې فقره کې ئى د ايمان خاوندان مخاطب کړي   نو د دې خطاب نه دا ثابتيږى چې هرچيرته چې د ايمان خاوندان موجود وي نو هلته بايد اسلامي رياست منځ ته راشي. اسلامي رياست ، سيمى ايز، وطنى او جغرافيائى   پولو ته اهميت  نه  ور كوي  بلكه دا يو نړيوال فكري   رياست وي .


ب – اطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ:

د هر رياست له پاره د اساسى قانون موجوديت اړین  دې چې په هيواد کې تر ټولو لوړه قانونى مرجع او د احترام وړ وثيقه ګڼل کیږي ، ددې جملى څخه دا څرګندیږى چې د اسلامي رياست اساسى قانون قراّن اوسنت دي . هيڅ  پادشاه ، پاپ ، قومى مشر، پارلمان  او د عوامو فيصلى ته د قراّن او سنتو په مقابل کې قانونى حيثيت او اهميت نه  ور په برخه کیږي .


ج- وَاولي الْأَمْرِ مِنْكُمْ:

په اولي الامرکې اجرائيه ، مقننه او قضائيه درى واړه قوي  شاملى  دي چې د مقننه څخه مقصد د شورا غړي  دي چې په فقهې اصطلاح کې ورته  ( اهل الحل والعقد – يا فقهاء عابدين ، يا العرفاء يا النقباء) ويل کيږي .


د هيواد د شوراغونډه به د قراّن ، سنت او د خلفائ راشدينو د سنتو په رڼا کې اساسى قانون جوړوي ، اجرائيه  شورا  د پريكړو مطابق قانون نافذوي او په عملي توګه درياست د چارو مسئوليت په غاړه لري او د شورا د غونډې په وړاندې ځواب وركوونکې دي او عدليه يعنى محكمى به په نزاعي او جنجالي چارو کې د اساسى قانون [قران اوسنتو ] په رڼا کې فيصلى كوي او په غيرې منصوصو معاملاتو کې دشورا د غونډې لخوا د صادر شوي قانون  مطابق  پریکړې، كوي خو د«منكم»  [ستاسى څخه ] معلوميږي چې د درى واړو قواو د غړو له پاره د اسلام د سپيڅلى دين منل اساسي شرط دې .


د – فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ:

د الله جل جلا له د كلام د دې برخى څخه معلوميږي چې د اجرايى ، مقننى او قضائى درى واړو قوو سره اختلاف او نزاع كيداى شي په هرى يوي څانگى علمى او تعميرى نیوکې كيدلاې شي، هيڅوك د تنقيد نه پورته نه وي .    پرته د الله جل جلاله د پيغمبرڅخه. د خلكو ترمنځ هم شخړى راپيدا کيږي او د هغوی د خپل اولي  ا لامر سره هم په ځينې شيانوکې نزاع او شخړه راپيداکيږي   په همدې ترتيب اجرائيه هم په خپلو منځوکې د فكر اختلاف كولاې شي، او د نورو ادارو او خلكو سره ئى هم اختلاف پيدا كيداى شي .


ه – فَرُدُّوهُ الي اللَّهِ وَالرَّسُولِ:

د الله  جل جلاله د دى ارشاد څخه دا څرګندیږي چې د يوي بى طرفى او اّزادې قضائى قوي چې د حكومت د تاثير لاندې نه وي موجوديت ډير اړین دې ترڅو د شخړو په صورت کې پريکړې وکړي .  نزاع يا د راى او نظر اختلاف د هر چا سره كيدې شي خو هغه بايد د تفرق ،ګوندبازۍ ، دښمنۍ او فساد ذريعه او بنسټ و نه ګرځي، بلكه قضائى قوي ته رجوع وشي، په قراّن اوسنتوباندې د پوهو پرهيزګارو خلكو [فقهاو- عابدينو ] اداره چې هره پريكړه وکړي نوبيا د هغى پيروي په ټولو لازمه ده، په دې شرط چې د اساسى قانون [د قراّن او سنتو] د صريح حكم او د امت د اجماع د پريکړې په خلاف نه وي  اوكه نه نوبيا د هغى په خلاف په مرافعه کې عريضه كيداى شي ترڅو پريكړه معطل او دو باره پرى غور وکړل شي .


و- إِنْ كُنتُمْ تؤمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ:

ددې برخى څخه دا په ډاګه کيږي چې د پورتنيو اصولو پيروي د ايمان غوښتنه ده او يو موْمن ته  په هيڅ حالت کې د هغه مخالفت روانه دې .


ز- ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا:

په دنيا او اّخرت کې به د رياست د دې اسلامي اصولو د پيروۍ ښه او مطلوبه پايلې راوځي په دې ټول اّيت باندې د غور كولو څخه څرګندیږي چې د اسلامي رياست  پرته ، نه د الله جل جلاله او د هغى د رسول( محمد صلى  الله عليه وسلم )اطاعت په پوره ډول کيږي او نه د مسلمانانوحالت په پوره توګه ښه کيدای شي د دې اّيت  څخه د مستنبطو او  د اړوندو اصولو نوره  تشريح  به په درېيم فصل کې کيږي.( انشاء الله.)


4 ] سلطان د حكومت په معنا:

(وَقُلْ رَبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَلْ لِي مِنْ لَدُنْكَ سُلْطَانًا نَصِيرًا)   [د بنى اسرائيل سورت  80 ]


[او دعا وكړه چې ای پرورګاره ! ما چې چيرته بيا يى  له ريښتينولۍ سره مى بوځه او له هره ځايه مى چې باسى له ريښتنولۍ سره مى وباسه او له خپل لورى ما ته حكومت د مرستندوي په توګه راكړه  ].


عبدالله بن عباس  رضى  الله عنه ، حسن بصرى ، قتاده  او ابن  زيد رحمة الله عليهم فرمايى چې:


[ كله چې د مکې كفارو د نبي اكرم صلى  الله عليه وسلم د وژلو  پريكړه وكړه نو الله جل جلاله دا اّيت شريف را نازل كړاو مدیني ته د تللو حكم ئى ورته وكړ اودا دعا يى هم  وروښوده چې ووايه : چې اى زما پالونكيه ربه ما مدیني { د اسلام  مركز } ته روغ رمټ او داّبرو او عزت  سره  ورسوه او د مکې څخه مى روغ رمټ او د اّبرو او عزت سره  وباسه4.


د سلطان ژباړه  ډيرخلك [ پادشاه] كوي  خو حقيقت دا دې چې د هغى معنا دليل اوځواک  هم دې، د دې  لفظ معنا پادشاه نه دې بلكه اقتدار، حكومت  يا حکمراني ددې صحيح مفهوم  دې .


ابن منظوررحمة الله عليه ليکي چې :


( السلطان حجه و برهان والسلطان الوالې  يذكر ويوْ نث و السلطان قدره الملك )


[ د سلطان معنا حجت او برهان هم كيداى شي اوحكمران هم ، دا كلیمه د مذكر او مونث  دواړو له پاره استعماليږي او سلطان د حكمران اقتداراو د هغى قوت ته هم ويل کيږي ] .


امام المفسيرين ابن جرير رحمة الله عليه د حسن بصرى رحمة الله عليه او قتاده دې قول ته ترجح ورکړی ده، چې په دې اّيت کې د سلطان څخه مقصد اقتدار، غلبه او حكومت دې  .  هغه وايي د الله جل جلاله پيغمبر صلى الله عليه وسلم په دې پوهيده چې د اقتداراوحكومت   پرته  د هغه كار د سرته رسولو طاقت زما سره نه شته، نو هغه د الله جل جلاله څخه وغوښتل چې د حكومت واگى دې ما ته راكړاى شي چې زما مرستندویه ثابت شي . د الله جل جلاله د كتاب ، د الله جل جلاله د ټاكلى حدودو ، د الله جل جلاله  مقرر کړي فرائضو د اداء او د دين د اقامت  له پاره اقتدار او صلاحت يو ضرورت دې .


په دې کې هيڅ  شك نه شته چې حكومت د الله جل جلاله يو رحمت دې كه چيرى حكومت موجود نه وي نو خلك به يو د بل نه غلاوي كوي او قوي خلك به  ضعيفان او كمزورى وشپيلوي5.


حافظ ابن كثيررحمة الله عليه هم دغه ډول تفسيرکوي لكه چې فرمايى : د حق د اقامى په منظور او په دښمنانو د برياليتوب د پيدا كولوله پاره د اقتدار ځواك لاس ته راوړل ضرورى دې په همدې خاطر د الحديد په  سورت کې د دلايلو او د كتابونو سره په څنګ کې د اوسپنى د راښكته كيدو يادودنه هم شوي ده چې مقصد ترى قوت اوطاقت دې. يعنى د دلائلو په څنګ کې قوت هم ضرورى دې لكه څنګه چې په حديث [موقوف حديث ]کې راغلي دې :


(ان الله ليزع بالسلطان ما لايزع بالقراّن)


[ الله جل جلاله د حكومت په واسطه د هغو شيانو مخنيوي كوي چې د يوازى د قراّن  د تعليم په اساس د هغه مخنيوي نه کيږي ]


د حكومت له امله خلك د گناهونو څخه منعه کيږي ليكن ډيرخلك يوازى د قراّن په تعليم نه منع کيږي .


د هغه حديث حواله چې حافظ عماد الدين بن كثير رحمة الله عليه ورکړې ( ان الله ليزع …) دا په حقيقت کې د سيدنا عثمان رضى  الله عنه وينا وه . ابن الاثير رحمة الله عليه په «جامع الاصول» کې او په خپله عماد الدين بن كثير رحمة الله عليه په «البدايه» کې راخستى ده خو داسى فكرکيږي چې اسناد ئى منقطع او تر پایه پورې نه رسیږې 6.


دا د سيدنا عمرفاروق رضي الله عنه وينا هم ده چې كنزل العمال رانقل کړې ده 7.


ددې اّيت څخه دا ثابتيږى چې د حكومت پرته دين غلبه نه شي پيدا كولاې، او د دين د اقامى  په  خاطر د حكومت د لاسته راوړو كوښښ يوازى دا نه چې  روا دې بلكه مطلوب هم دې ، خو د خپل عرض په خاطر د حكومت طلب او غوښتنه جواز نلري .


5 ] د حكم بالعدل په هكله اّيتونه:


(إِنَّ اللَّهَ يامُرُكُمْ أَنْ تؤدُّوا الْأَمَانَاتِ الي أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا)


[د النساء سورت 58 اّيت ]


[ مسلمانانو ! الله تاسى ته حكم كوي چې امانتونه د هغو اهل ته وسپارئ او كله چې د خلكو په مينځ کې پريكړه كوئ نوپه انصاف  سره  ئى وکړئ الله جل جلاله تاسى ته ډير نصيحت كوي او په باوري ډول الله هر څه اوري او ويني یې ] .


ابن جرير رحمة الله عليه د حافظ عمادالدين بن كثيررحمة الله عليه او قرطبى رحمة الله عليه څخه را نقلوي چې [دا اّيت د سيدنا عثمان بن طلحه رضي الله عنه په هكله نازل شوي دې، د الله جل جلاله د كور( بيت الله ) دكنجىګانو د مسئوليت منصب به د دوي د كورنۍ سره وو. څرنګه چې د مکې فتحى څخه وروسته هغه مسلمان  شوي و او د دې كار په هكله يى د پخواڅخه  تجربه هم درلوده نو په دې اساس د دې مسئوليت اهل په خپله همدې  وګڼل شو. رسول اكرم صلی الله عليه وسلم د هغه څخه كنجى واخيسته او د بيت الله دروازه ئى خلاصه او دننه ئى تشريف يوړ خوكله چې د باندې راووت نو پورتنى اّيت ئى په ژبه و ، نو هماغه و چې سيدنا عثمان بن طلحه رضي الله عنه ئى راوغوښت او د بيت الله د كنجىګانو مسئوليت ئى بیرته وروسپاره 8.]


څرگنده ده چې د بيت الله د كنجي  ګرځول كوم مالي امانت يا قرض نه و بلكه د مسئوليت يو منصب و ، د دې روايت   د شان نزول څخه ښكاريږي چې په دې مبارك اّيت کې د[ امانات ] څخه مقصد د مسئوليت منصبونه  دي كه څه هم په عمومي  ډول د دې كلیمى په مفهوم کې ټول امانتونه شامل دي .


شيخ الاسلام ابن تيميه رحمة الله عليه په خپله رساله « السياسة الشرعيه فى الراعى والراعيه » کې د دې اّيت كريمه  په تفسير کې ليكلي دي چې د شرعي سياست دوه اصوله  دي:


لومړى: (اداء لامانات الي اهلها)


[ مسئوليتونه او منصبونه د هغوی اّهل ته سپارل ]


او دوهم :  (حكم بالعدل)


[د انصاف او عدل له مخى پريکړې  كول ] .


سيدنا على بن ابى طالب ، عبدالله بن عباس رضي الله عنهما ، زيد بن اسلم ، شهربن حوشب او مكحول رحمة الله عليهم ټولو ويلي چې دا مبارك اّيت د احكامو  په هكله راغلې دې او اصل مخاطب ئى هم د حكومت خاوندان دي 9.


په پورتني اّيت کې هم د اسلام ښكلي اصول بيان شوي دي چې د اساسي قانون حيثيت لري ددې اصولو لنډيز په دې ډول دې .


ا – إِنَّ اللَّهَ يأمُرُكُمْ:


د امر  او حكم خاوند يوازى اويوازى  الله جل جلاله دې ، حاكميت او اقتدار د هغه حق دې. خلفاء ، امراء، حكام اوټول خلك د هغه مامورين دي، د هغه بندګان او رعيت دې .


ب – أَنْ تُؤدُّوا الْأَمَانَاتِ الي أَهْلِهَا:


د حكومت منصبونه يو امانت  دې چې اهل، مستحقو او لايقو وړ خلكو ته به وركول کيږي  دا د مملكت د اوسيدونكو حق نه دې چې هغوی دا امانتونه د اوسيدونكو په تناسب  وويشي او د هر ولايت او ولسوالۍ له  پاره دې  يوه اندازه وټاکې او د يوه ولايت  د وګړي په ځاې دې د بل ولايت وګړي نه ټاکي،  بلكه دا فرائض دي چې بايد هغه خلكو ته  وركړل شي چې د هغى د سرته رسولو له پاره اهليت او قابليت  ولري.


بنى اسرائيلو د مسئوليت منصبونه يعنى د دیني مشرۍ او قومى مشرۍ رتبى نا اهلو او بدكاره خلكو ته وركولى چې په پايلو کې يى ټول ملت د تباهۍ سره مخ  شو. نو انشاء الله د اهليت شرائط به په درېيم فصل کې په تفصيل سره بيان کړل  شي .


ج- وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ:


د اسلامي حكومت ټولو اوسيدونكو ته قانوني برابری ور په برخه شوې ده . په دې اّيت کې ئى يوازى د ” عدل بين المسلمين” حكم نه دې کړې بلكه د “عدل بين الناس” حكم شوي دې- د قانون د نافذيدو او د عدل د قيام په لاره کې د نسل، رنگ ، وطن، ژبى، دين ، او مسلك توپير روا نه دې ، په يوه اسلامي  حكومت کې د يو غيرمسلمان ، ځان ، مال اواّبرو همداسى محترم گڼل کيږي لكه څنګه چې د يومسلمان ځان ، مال او اّبرو محترمه  ده .


ددې اّيت شريف څخه دا را معلوميږي چې دعدل اوانصاف قيام اوټينگښت د اسلامي حكومت دجوړيدو پرته ممكن نه  دي .


د خلافت يا اسلامي حكومت


په هكله درسول اكرم  صلى الله عليه وسلم ویناوې:


كه څه هم د يو اسلامي حكومت د جوړولواړتيا او اهميت په تيرو شوو څيړنوکې د قراّني اّيتونو په واسطه ثابت شوي دې نو دا به ډيره غوره وي چې د همدې موضوع  له پاره د مثال په توګه يوڅوحديثونه هم رانقل كړوچې ددې حديثونو د رانقلولو يوه گټه خو دا ده چې  د هغى خلكو غلطي را په ډاګه شي، چې د دين او سياست د بيلولو په هڅو کې دې او بله گټه به ئى دا وي چې د هرحديث شريف څخه به د اسلامي حكومت څه اصول او اّداب هم راڅرگند شي .


د اسلامي حكومت او اسلامي سياست پورى مربوطو احاديثو او اّثارو غټه زيرمه د حديثو په كتابونوکې موجوده ده كه چيرى يوازى په بخارى کې د« كتاب الاحكام »، په صحيح مسلم کې «كتاب الامارة» او د ابن الاثيرپه كتاب جامع الاصول کې «كتاب الخلافة» په غورسره وكتل شي، نو د اسلام د سياسي او عدالتي نظام پوره نقشه به په ذهن کې جوړه کړي، د دې نه پرته په «سنن ابوداود»، «جامع ترمذى»،« سنن نسائى» ،« مسنداحمد»، «مجمع الزوائد»، «موْطا امام مالك رحمة الله عليه »، «منصف  عبدالرزاق» او په «كنزالعمال» کې د دې موضوع په هكله د احاديثو ډيره لويه ذخيره پرته ده، د دې كتاب د ترتيبولواو شاګردانوته  د حديثو د لوست په وخت کې پورته ياد شوي كتابونه زما تركتنى لاندې وو. د همدغه كتابونوڅخه يوڅه انتخابى احاديث رانقلوو. خو په ژباړه او تشريح کې ئى لنډيز په نظرکې نيول شوي دې .


اسلامي حكومت ته په فقه او احاديثوکې مختلف نومونه وركړل شوي، خود ټولو مفهوم يودې ، چې خلافت هم ورته ويل کيږي  او دا تر ټولو مشهور نوم دې. د هغى د تسمیى علت  دا دې چې اسلامي حكومت د رسول صلى الله عليه وسلم  په نيابت کې كاركوي . بل نوم ئى امارت دې دا په دې خاطر چې حكومت د امر او حكم كولو په خاطر جوړيږي ، او امامت هم ورته ويل کيږي چې دا د قوم رهنمائي او مشري په غاړه لري او د حكومت مشر، امام المسلمين يعنى د مسلمانانو قومي مشر بلل کيږي .


دلته رانقل شوي احاديث په عنوانو نوويشل شوي دي، ترڅو چې د عنوان له مخې مضمون مخ ته راشي او د كتنى په وخت کې ذهن د ستړتيا احساس ونه کړي .



  • خلافت د الله جل جلاله رحمت دې :

(قال حذيفه رضي الله تعالی عنه قال رسول الله صلى الله عليه وسلم تكون النبوه فيكم ماشاء الله ان تكون ثم يرفعها اذا  شاء ان يرفعها- ثم يكون خلافه على  منهاج النبوه فتكون ما شاء الله ان تكون ثم يرفعها  اذا شاء ان يرفعها- ثم يكون ملكا عاضاً فيكون ماشاءالله ان يكون ثم يرفعها اذا شاء ان يرفعها- ثم تكون ملكا جبريه فتكون ماشاءالله ان تكون ثم يرفعها اذا شاء ان يرفعهاثم تكون خلافه على منهاج النبوه ثم سكت ).


[ رسول الله صلى  الله عليه وسلم فرمايلي چې ستاسى ترمنځ به نبوت ترهغى پورې روان وي‎‎ ترڅو چې د الله جل جلاله غوښتنه وي اوكله چې الله جل جلاله وغواړي نو هغه به پاى ته ورسوي   د دې وروسته به د نبوت په طريقه كاركونکې خلافت منځ ته راشي ، ترڅو چې الله جل جلاله وغواړي نوپائى ته په ئى ورسوي، بيا به نو چيچونکې [ ظالمه ] پادشاهي  جوړه شي او دا به هم ترهغى پورى دوام وکړي ترڅو پورى چې الله جل جلاله غوښتي وي او بيا كله چې هغه وغواړي نو پائې ته به ئى ورسوي، بيا به د ظلم او تشدد شاهۍ دوره پيل شي دا به هغه پورى موجوده وي ، ترڅو پورى چې الله جل جلاله غوښتي وي او بياكله چې هغه وغواړي نو پائى ته به ئى ورسوي د هغه نه وروسته به  بيا د نبوت په طريقى كاركونکې خلافت منځ ته راشي، بيا نو رسول الله  صلى  الله عليه وسلم چپ شو] .


ددې حديث روايت كونکې سيدنا حبيب رحمة الله عليه فرمائى چې [ما د سيدنا عمر بن عبدالعزيز رحمة الله عليه يو ملګرى سيدنا يزيد بن نعمان رحمت الله عليه ته دا حديث د كاغذ پرمخ وليكه او ور  ومى ليږه اوورته ومى وليكل چې زما په فكردچيچونکې او ظالمى پادشاهۍ  څخه وروسته چې كوم خلافت دنبوت په طريقي سره منځ ته راځي،نو هغه به دعمربن عبدالعزيزرحمة الله عليه خلافت وي، يزيد بن نعمان رحمة الله عليه زما دا ليك سيدنا عمربن عبدالعزيز رحمة الله عليه ته وړاندې  كړ،نو هغه ډيرخوشحاله شو او دا حديث ئى ډيرخوښ شو10.]


ددې حديث شريف څخه دا رامعلوميږي چې هغه حكومت چې د رسول الله صلی الله  عليه وسلم په تگ لاره نه ځي نوهغه به پرې کونکي او ظالم نظام  وي چې د زورپه واسطه به حكومت كوي .


د سيدنا معاذ بن جبل رضي الله عنه او د ابوعبيده بن جراح رضي الله عنه دواړو څخه رانقل شوي دې چې د نبوت اوخلافت دوره د الله جل جلاله د رحمت دوره وه او د پادشاهى دوره د شراب څښلو او فساد زمانه وي 11.


سيدنا سفينه  رضي الله تعالی عنه وائى چې رسول الله  صلی الله  عليه وسلم وفرمايل : زما په امت کې به د نبوت په څيرخلافت تر دير شو كالونو پورى وي او د هغه وروسته به پادشاهى جوړه شي .


سيدنا سفينه رضي الله عنه خپل شاګرد ته وويل د سيدنا ابوبكر، سيدنا عمر ، سيدنا عثمان او سيدنا على رضي الله عنهم د خلافت حساب وكړه، نوكله چې مونږ د هغوی د خلافت وخت وشميره نو پوره ديرش کاله شول . د سيدنا سفينى رضي الله عنه شاګرد سعيد بن جبل جمهان رحمة الله عليه فرمايى چې[ ماوويل چې بنو اميه هم خپل ځانونه خليفه ګان شميرى ]، نو په دې خبره سفينى رضى الله عنه وفرمايلى:[ د زرقا زوي درواغ وايي،( بل هم ملوك من شر الملوك ) [دا خو د بدترينو پادشاهانو له ډلې  څخه دي ]12.


په دې احاديثوکې خلافت اوملوكيت ته دوه متضاد نظامونه ويل شوي. خلافت د شريعت پابند او د رسول الله صلی الله  عليه وسلم د سنتوتابع حكومت وي چې د الله جل جلاله رحمت دې، خو ملوكيت د يوه وگړي مطلق العنانه حكومت وي چې غوڅونکي اوخوړونکي حیثیت  لري او د ظلم اوزورد پالېسۍ څخه کار اخلي..


كه چيرى د اسلامي رياست كار د دين كارنه واى نو هغه به نبي صلی الله  عليه وسلم ته نه منسوب كيده، نو څرگنده شوه چې هغه  حكومت او سياست  چې په نبوي تگلاره  ولاړ وي هغه   پخپله  دین  او د دين كار دې .


د عادل حكمران فضيلت:


(عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِمِثْلِ حَدِيثِ عُبَيْدِ اللَّهِ وَقَالَ : وَرَجُلٌ  مُعَلَّقٌ بِالْمَسْجِدِ  إِذَا خَرَجَ مِنْهُ حَتَّى يَعُودَ الېهِ حَدَّثَنِي زُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ وَمُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى جَمِيعًا عَنْ يَحْيَى الْقَطَّانِ  قَالَ زُهَيْرٌ حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ سَعِيدٍ عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ أَخْبَرَنِي خُبَيْبُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ عَنْ حَفْصِ بْنِ عَاصِمٍ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : سَبْعَةٌ  يُظِلُّهُمْ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ  الْإِمَامُ الْعَادِلُ وَشَابٌّ نَشَأَ بِعِبَادَةِ اللَّهِ وَرَجُلٌ قَلْبُهُ مُعَلَّقٌ فِي الْمَسَاجِدِ وَرَجُلَانِ تَحَابَّا فِي اللَّهِ اجْتَمَعَا عَلَيْهِ و َتَفَرَّقَا عَلَيْهِ وَرَجُلٌ دَعَتْهُ امْرَأَةٌ ذَاتُ مَنْصِبٍ وَجَمَالٍ فَقَالَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَأَخْفَاهَا حَتَّى لَا تَعْلَمَ يَمِينُهُ  مَا تُنْفِقُ شِمَاله وَرَجُلٌ ذَكَرَ اللَّهَ خَالېا فَفَاضَتْ عَيْنَاهُ )


[ نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دې چې : په  هغه ورځ  چې د الله جل جلاله له سيورى نه پرته  بل سيورى نه وي موجود ، نو اوه ډوله خلكو ته به   الله جل جلاله په  خپل سيورى کې ځاې وركړي . عادل حكمران ،هغه ځوان چې د الله جل جلاله په عبادت کې لوي شوې وي ، هغه وګړې چې  د هغه زړه د جومات سره تړلى وي، هغه  دوه كسان چې د الله جل جلاله له پاره  په خپلوکې مينه كوي ، اود الله جل جلاله په مينه يو د بل  سره يو ځاې کيږي، او د هغه په مينه يو د بل څخه جدا کيږي ، هغه وګړې چې د كومى غټى مرتبى لرونکې ښايسته ښځى له خوا  ورته د گناه كولو په لور بلنه ورکړل شوي وي او هغه په ځواب کې ويلى وي چې زه د الله جل جلاله  څخه  ويريږم ، هغه وګړې چې په پټه صدقه وركوي په داسى  حال کې چې د هغه چپ لاس هم پرې  نه خبريږى چې د هغه ښي لاس څه شى ورکړې دې ، هغه وګړې  چې په يواځیوالي کې الله جل جلاله ياده وي اود سترګوڅخه ئى اوښکې راځي13] .


د سنن سعيد بن منصور د يوه روايت څخه ښكاريږى چې د الله جل جلاله د سيورى څخه مقصد د عرش سيورى دې ليكن قاضى عياض  رحمة الله عليه فرمايى چې مقصد ترى د شرافت او اكرام خاصه مرتبه ده [ د خاص رحمت سيورى ترى مقصد دې ] .


امام نووي رحمة الله عليه د قاضى عياض رحمة الله عليه وينا رانقل کړې ده چې : [د عادل امام څخه مقصد د حكومت هغه مسئولين او مشران دي چې هغو ته  د مسلمانانو د ښيگڼو او سوکالۍ مسئوليت ورپه غاړه شوې وي،] دلته ئى د ټولو د مخه د عادل حكمران يادوونه ددې له پاره كړيده چې د هغه گټى  او تاوانونه د نورو شپږ ډولو خلكوڅخه ډيردي .


ابن حجر رحمة الله په «فتح الباري» د بخارى په شرحه کې ليكلي چې:


[د عادل امام څخه مقصد د حكومت مشر دې او هغه سړي ته هم دا مرتبه په لاس ورتلاې شي چې د مسلمانانو د كوم كار مسئوليت ورپه غاړه شوي وي او په عدل او انصاف سره كاركوي .]


(قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ قَالَ حَدَّثَنَا سُفْيان عَنْ عَمْرٍو ح وَأَنْبَأَنَا مُحَمَّدُ بْنُ آدَمَ بْنِ سُلَيْمَانَ عَنْ ابْنِ الْمُبَارَكِ عَنْ سُفْيان بْنِ عُيَيْنَةَ عَنْ عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ عَنْ عَمْرِو بْنِ أَوْسٍ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِنَّ الْمُقْسِطِينَ عِنْدَ اللَّهِ تعالی عَلَى مَنَابِرَ مِنْ نُورٍ عَلَى يَمِينِ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَعْدِلُونَ فِي حُكْمِهِمْ وَأَهْلِيهِمْ وَمَا وَلُوا قَالَ مُحَمَّدٌ فِي حَدِيثِهِ وَكِلْتَا يَدَيْهِ يَمِينٌ)


[ رسول الله  صلى  الله عليه وسلم فرمايلى دې : چې[ انصاف كونکې به د نور په  منبرونو د الله جل جلاله په ښي اړخ کې ناست  وي  او د هغه دواړه  لاسونه ښي دي، دا هغه خلك دي چې د حكومت په كارونوکې ئى هم انصاف كولو او د خپلوكورنيو ترمنځ ئى هم د انصاف څخه كار اخست، او هغه  مسئوليت  چې ورسپارل شوې و په هغه کې ئى هم انصاف کاو ه 14 ] .


امام نووي رحمة الله عليه فرمائى چې[ په دې فضيلت کې خليفه ، ښكته امراء او مسئولين او قاضيان ټول شامل دې .]


(حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ الْمُنْذِرِ الْكُوفِيُّ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ فُضَيْلٍ عَنْ فُضَيْلِ بْنِ مَرْزُوقٍ عَنْ عَطِيَّةَ عَنْ أَبِي سَعِيدٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ أَحَبَّ النَّاسِ الې اللَّهِ يَوْمَ الْقِيامَةِ وَأَدْنَاهُمْ مِنْهُ مَجْلِسًا إِمَامٌ عَادِلٌ وَأَبْغَضَ النَّاسِ الې اللَّهِ وَأَبْعَدَ هُمْ مِنْهُ مَجْلِسًا إِمَامٌ جَائِرٌ )


[ د اّخرت په ورځ به الله جل جلاله   ته تر ټولو ډيرګران ا و نزدې وګړې عادل حكمران وي اوتر ټولو ډير مبغوض اوډير لرى به ظالم حكمران وي 15.]


(عن ابن عباس رضى الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم يوم من امام عادل  افضل من عباده  ستين سنه وحد يقام  فى  الارض بحقه ازكي فيها من مطر اربعين صباحا )


[ د عادل حكمران يوه ورځ د شپتوكالو نفلي عبادت څخه غوره ده او يوه شرعي سزا چې د حق او انصاف په رڼا کې ئى په ځمكه قائموي د څلويښت  ورځو باران څخه  ډير بركت راوړي ] 16.


(عن ابى هريره رضى  الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ثلاته لاترد دعوتهم الصائم حتى يفطر و الامام العادل ودعوه المظلوم)


[ د درى كسانو دعا نه رد کيږي د روژه لرونکي، د عادل حكمران او د مظلوم ] 17.


په دې احاديثوکې د عدل او انصاف فضيلت بيان شوې دې او عادل حكمران ته د الله جل جلاله د رحمت سيورى ، د نور په منبر باندې كښناستونکې او د لوړى مرتبى د خاوند كيدو زيرى وركړل شوي دې  داسى  څرگنديږي چې د عدل حكومت  د عبادت يوه  نوعه ده .


پاته په اوومه  برخه کې ولولئ …