تهیه او ترتیب سید الرحمان بهیر
سوال مې قبول ګړه خدای د پاره لروبر پښتونه
سره یو موټی او یو لاس شئ او یو سر پښتونه
وينه مينه سره يو ه ده نه بليږي کله ستا
ته د یوې مور پلار اولاد او یو ټبر پښتونه
ستا غم ښادي سره شریکه لراو بر نه غواړي
مجا هد د يو مورچل او يو سنګر پښتونه ته
که نه ورکیږې ټول پلانونه ستاپه ضد دي روان
ټوله نړۍ دې ده بد خواه په یو نظر پښتونه
دښمن دې وژني د طالب او القاعده په پلمه
دسيسه ده په لوی ﻻس په لوی هنر پښتونه دا
په لره بره پښتونخوا کې یوازې ته مړ کیږې
د هرې خوا نه سودا کیږي ستا په سر پښتونه
ژبه وپوهوم زه نه پوهیږم تا په کومه
هر چا وهلی یې دوستۍ کې په هنر پښتونه